زه دژوندون له آينې نه آينې پــــــــــاڅــــــــوم
دوخت له مړوګوتودشورډکې نغمې پاڅوم
نورنودوخت اودزمان په بندکې نه اوسېږم
زه دمنصورسرکشه هوډيم هنګامې پاڅوم
زه به ترکومه ددې وخت تهذيب ته ځان جوړم
زه نورپاڅېږمه په خپله زمانې پاڅـــــــــوم
وروستي