غزل

زمونږ که له زخمونو دپرون لمنه ډکه ده            
 نن مو هم له څړیکودژوندون لمنه ډکه ده
ګوره له ګلکڅ نه د ښکلا،بحر داوښکو مېڅومره له غورزنګ نه يې دیون لمنه ډکه ده
زړه مې ستا رمه د خاطروپه مخه کړي دهبیا چې له ټپو نه ددې شپون لمنه ډکه ده
را به وړي که خدای کول دسولې پتاسې پکېنن که له سکروټو دپښتون لمنه ډکه ده
ستا که خورې څڼې پریشانۍ په مخه کړي ديزمونږ هم له سودا نه دجنون لمنه ډکه ده
ډیر به دې په حسن دوفا رنګونه وشیندملا خو مې دعشق دزړه چاودون لمنه ډکه ده
تا خو ډیر په زړه (حسنه) وخوړل درانه کاڼيڅومره دې لا نوره دبیلتون  لمنه ډکه ده     
 
ډاکتر حسن-لندن