
دكيسې اوداستان وېيلواو اوريدلوهنرپه نړۍ كې دبشرله ميراثي اوپه زړه پورې هنرونوڅخه ګڼل كيږي اوښايي دغه هنردنړۍ له لرغونوهنرونوڅخه وي .
دمصرله ګورونوڅخه چې نېږدې شپږ زره كاله پخواتاريخ لري دژوندډېرې ټولنېزې كيسې اوداستانونه په لاس راغلي دي چې د(پاپيروسن) په مشهوروكاغذونوباندې ليكل شوي دروم (رامشګرانو) او(يونان باستانو) دخداى اوخپلوقهرمانانوپه ستاينه كې سندرې وېلې چې منځپانګه يې نثورداستانونه اونظمونه ؤ .
دپخواني هندبې شمېره افسانې دوخت له خلكوڅخه پاتې شوي .
حراسانيانو (دافسانو،كيسو،حماسواوداستانونوپه جوړولواووېيلوكې لوى لاس درلود،لدې ټولو په لاس كې شته دلايلو له مخې مالوميږي چې داستان ليكنه پدې خاورينه كُره كې څومره زوړتاريخ لري ،په ټوليزډول كيسه (نقل) ليكنې له مشرق څخه اروپاته لاره پيداكړې ،د مشرقي هنرترټولوځلېدلي دستانونه له ډېرې پخوانۍ زمانې راهيسې ترننه پورې په مختلفوشكلونوپه اروپايي هېوداونواوامرېكاكې چاپ اوخپارۀ شويدي .
اسماني كتاب انجيل باوري سرچينه هم دلنډوداستانونوپه ډول ده چې دتېروسلوپېړيوپه اوږدوكې خوله په خوله نقل شوې اودمختلفومليتونودپام وړګرځېدلې .
داېټاليه حكايتونه چې دمنځينيوپېړيوخيالي كيسې دي اود(پوكاچيو) پواسطه بشپړاوتدوين شوي دلرغونوداستانونويوه بله بېلګه ده .
دفرانسې زړې افسانې چې دخندوونكوكيسو،دژونددپېښواودتخيلاتومجموعه ده ډېرشهرت لري اوپه پېړيوپېړيوداروپادخلكودومره دپام وړګرځيدلي چې دانګلستان اولين مشهروشاعر(چوسر)دغه داستانونه په يوه ټولګه كې د(كنتربيسوري كيسې ) په نامه وژباړلې ،دانګلستان كلاسيك شاعر شكسپېرهم دخپلواثاروپه منځ كې كيسې راوړي دي اوكولاى شوهغه دلنډوكيسوپه توګه وپېژنو،پدې ډول بايدوويل شي د۱۹مې پېړۍ له پيله چې داستان ليكنې ديوځانګړي هنرپه شكل په ادبياتوكې ځاى ونيوپه تېزۍ سره دنړۍ دخلكودپام وړوګرځيد.
روانه پېړۍ بايددلنډداستان اوددې ارزښتناك ادبي فورم دبشپړتياپېړۍ وپېژندل شي ،ځكه ديوې ورځې په اوږدوكې ډېرې ورځپاڼې ،مجلې ،بېلابېل كتابونه چاپيږي اوداوسمهالي تمدن دماشيني نوي ژوندداوصولو،فشاراوتېزۍ دغوړېدالامل همدغه خپرونې دي چې دژوندپه ټولواړخونوكې منځ ته راغلي اود ادبياتودغې رشتې په خارق العاده ډول ارزښت پيداكړى ،خودنن ورځې داستان په ځانګړې سبك اوشكل چې اوسمهالي اړتياده دخپلې بشپړتيادوران له نولسمې پېړۍ څخه پيل كړى اوددې وخت په اوږدوكې لويولويوليكوالانوخپل عمرونه ددې ثقه هنرلپاره وقف كړي .
په امرېكاكې له هغه وخته راهيسې واشنګټن ايرونيك ،هارتورن اوادګارلن پو ددې فورم داوج ټكي ته درسولولپاره هڅه كړې (پو) په شمالي امرېكاكې بې له شكه دلنډداستان له بنسټ اېښودونكوڅخه ؤچې ددۀ هنري سبك په ډېرواروپايي هېوادونوكې نفوذوكړاونوروددۀ تقليدوكړ .
اوس بايدپوه شوچې دغه ادبي فورم (لنډداستان) څه شى دى اوڅنګه بايد وي ؟
سامريست موام نومهالى انګلېس ليكوال پخپله يوه تحقيقي مقاله كې دلنډداستان په اړه ليكي ښۀ لنډداستان له هغې كيسې څخه عبارت دى چې دمادي ياروحي پېښولرونكى وي اوهغه په يوه ناسته (يو وار) وويل شي ،اوداسې دجوهرغوندې وځليږي چې هرڅومره ويونكى راكاږي هغومره يې پكې ژوراغېزهم پاتې شي اوله پيل څخه په يوه مسلسله خط ومشي پاى ته ورسيږي اوله ټولوارزښتناكه داده چې بايدداغېزاواحساس يووالى پكې وي .
په داستان ليكنه كې ديوليكوال لوى هنرايجازدى ياني په داسې حال كې چې له ليكونكي څخه هېڅ ټكى پاتې نشي ،دخبروله اوږدوالي اولكۍ وركولوڅخه هم ځان وژغوري اوهرشى چې څنګه وي همغسې يې وليكي .
لنډداستان په حقيقت كې هغه تابلوده چې په لويه تخته انځورشوي وي ،دژوندټولې هغه پېښې اواړخونه چې دانځورګرپه فكركې وي دهنرپه مرسته دليدونكوسترګوته ږدي پهمدې ډول داستان ليكونكى هم بايدټولې منظرې اوپېښې دهغوله اجزاووسره بې لدې چې له ارموخې لرې لاړشي ويونكيوته وړاندې كړي
پدې هنري فورم كې هره غونډله اوعبارت له متن سره په تړاؤكې دموخې لرونكى وي ،دداستان هره برخه د ارموخې يوه برخه ده اوټولې منظرې يوله بل سره شريك اغېزاوانګېزه لري چې داولې غونډلې له ليكلومخكې يې دليكونكي په مغزوكې په بشپړه توګه روښانه ځاى نيولى دى .
كولاى شولنډداستان داسونوله ځغاست لوبې سره تشبې كړو،پوهيږوچې مينه وال كتونكي دغه لوبه له پيله ترپايه په پوره لېوالتياسره ګوري اودځغاست لوبې ترپايه يوازې يوه موخه لري .
لكه څنګه چې داسونوپه ځغاست لوبه كې ترټولوغوره برخې دلوبې پيل اوپاى دى په همدې ډول په لنډداستان كې دليكوال لپاره ستونزمنه اوغوره برخه دداستان پيل اوپاى دى .