دستگېرخروټى
په افغانستان کې ملت د ژبې او قوم پر ځای په تارېخي او سياسي بنيادونو جوړېږي
يو شمېر روشنفکران په
افغانستان کې قومي او سمېزو ستونزو ته په داسې حالت کې لمن وهي چې ټولنه نه يوازې
له بحران او کړکېچ څخه راوتلې نه ده، بلکې کړکېچ راوړونکې او ورسره ويشونکې
عنصرونه پېاوړي پاتې کېږي. جگړه ادامه لري او دولت په ټول هيواد واکمن نه دی. دا
شمېر روشنفکران په ځاى د دې چې د ملت جوړونې د ودې او
پرمختگ له چارې سره مرسته وکړي.... هڅه کوي
قوم، ژبه او فرهنگ سياسي کاندي او افغانستان د قومي شخړو او بې باوريو دوزخ ته په
شا وروگرزوي.زه غواړم په پېل کې د افغاني ټولنې د يو شمېر ځانگړتياوو په هکله لنډ غوندې
څه وليکم. افغاني ټولنه د خپلو دودېزو او سنتي ځانگړتياوو سره سره د نوي کولو په
لور روانه ده او نوي کول د پيل په مرحله کې دي. د نوي کولو تر څنگ د اوسني حالت د
ساتلو او ددې ټولنې د مذهبې کولو پراخې او
پېاوړې هڅې هم شته دي. افغاني ټولنه د يوه ستونزمن او
پېچلی لېږد يا گذار په مرحله کې ده، په کوم کې چې متضاد، رنگارنگ او له يو بل سره توپېر لرونکي لوري فعال دي. د افغاني ټولنې په جوړښت کې قومي، ديني، فرهنگي، دودوىز، سياسي، دولتي، اقتصادي ، ټولنېز... عنصرونه په نا برابره توگه عمل
کوي. افغاني ټولنې هېڅکله هم متجانسه وده او پرمختگ نه درلود. د ودې او پيښو ته د لوری ورکولو په کار کې کله يو او کله بيا بل عنصر عمده لوری پيدا
کوي او له دې سره جوخت د ودې او پرمختگ په کار کې
کله دا او يا هغه عنصر د خنډ په توگه عمل کوي. د امان اله خان د تگلارو په وړاندې دواړو
دين او فرهنگ د خنډونو رول تر سره کړ.
همدا دم سره ددې چې د پورته ياد شويو عنصرونو تر
منځ ناانډولي، مخامختيا او تضاد شته دی، خو د ودې په چاره کې د نورو عنصرونو په
پرتله د سياست او دولت رول اوچت دی.په سياست اود سياسي ژوند په ډگر کې هم د نابرابرۍ او
بې انډولۍ ستونزې شته دي. د ټولنېزو او سياسي ځواکونو تر منځ او په تېره بيا د
سياسي گوندونو تر منځ د سياليو په ډگر کې نابرابري او بې انډولي موجوده
ده.. سره ددې چې موجود سياسي سيستم په پلورالېزم تکېه کوي، خو يو شمېر ډلې او په
تېره بيا د مجاهيدينو اسلامې ډلې ځانونه له نورو لوړ او برتر بولي او واک ورته خپل
مالکېت ښکاري او هڅه کوي واک په خپله ولکه کې وساتي. لکه چې وويل شو افغاني ټولنه د
لېږد په ستونزمن حالت کې يو ټولنه ده. د لېږد دا ډول حالت هميشه له ستونزو
اوگواښونو ډک يو حالت دی. د لېږد حالت يو کړکېچ او بحران راوړونکی حالت دی او که په خپل وخت ددې او هغه کړکېچ دفع و نشي نو
منځ ته راغلی کړکېچ او يا بحران کولاى شي د واکمنو او نظام د ښويدو لاملونه را منځ
ته کړي. بې له شکه په افغانستان کې د
ودې، پرمختگ، ملت جوړونې او دموکراسۍ په وړاندې لوی باالقوه او بالفعل پېاوړي
گواښونه شته دي. هغه څه ته چې ملت ويل کېږي تر اوسه جوړ شوی نه دی او ددې خبرې کول
هم گران کار چې کله په افغانستان کې ملت جوړونه پېل شوې او کله به سر ته رسېږي. په افغانستان کې له يوه لوري دموکراسي، مدنې ټولنه او پانگواله اړيکې
وده کوي، خو له بله لوری افغاني ټولنه تر اوسه له فيودالي ــ قبيلوي جوړښتونو،
قبيلوي ذهنيت او د دودونو له حاکميت څخه را وتلې يوه ټولنه نه شمېرل کېږي. په افغاني
دودېزه ټولنه کې قبيلوي او د پلارسالاري اړيکې واکمن رول لري او د قانونې او قراردادي اړيکو په پرتله سنتي اړيکې او دودونه پېاوړي پاتې کېږي. په ټولنه کې د قانون په ځای قبيلوي او قومي اړيکو ته وفادارې ساتل کېږي او د وگړو تر منځ اړيکې د وړتيا او لياقت په ځای د پورتنيو ياد شويو بنيادونو په اساس عمل کوي. د وگړو تر منځ همدا ډول يو حالت
په ټولنه کې د فساد او بې کفايتۍ له
پراختيا سره مرسته کوي. په افغاني ټولنه کې تر اوسه
هغه مدني چاپيريال نه دی ايجاد شوی چې په وگړو د خپلويو او قومي اړيکو په ځاى د
هغوى د حقونو، وړتيا او ارزښتونو په بنياد قضاوت وشي.
په افغانستان کې ميشتو قومونو د پېړيو په اوږدو کې يو د بل په وړاندې پوهاوی
او زغم لري اوله يو بل سره په سوله او همکاري کې ژوند کوي. دلته نه ددې او هغه قوم د گوښه کولوIsolation او نه
هم ددې او هغه قوم د منحل کېدوAssimilation هڅه شوې دې. قومونو په ډېره طبيعي توگه د
پيوستون Integration لاره وهلې.همدارنگه
نه د روسيې او ترکېې په شان له هيواد سره په زور ددې او هغه قوم د يو ځای کولو
کومه بيلگه شته دی. نه په افغانستان کې د
پخوانۍ يوگوسلاويا په څېر کوم قوم د خپل قلمرو د جلا کولو پوښتنه را پورته کړي ده. همدارنگه په افغانستان کې هېڅکله هم قومي
او فرهنگي توپېرونه د جگړې لامل نه وه اونه دا توپېرونه په يوازني توگه په سياسي او
جگړېز ځواک بدل شول. قومي ستونزې او ټکرونه د
سياسي موخو په بنياد د قومونو په ځای له پاسه او د بهرنيانو پوسيله د "دوښمن
جوړولو" په دود ايجاد شوي. په افغانستان کې د واک د خلا ترڅنگ د ملي هويت خلا هم منځ ته راغله. دولت، پوځ، پوليس...
ړنگ شول او خلک مجبور شول د ځان ساتلو له پاره قومونو او قومي
هويتونه ته په شا وروگرزي اوله دې سره جوغت د گوندونه سياسي، ديني او ايديولوژيک هويتونه هم له ژور بحران سره مخامخ او
د پرونيو قومي او ژبنيو هويتونو په لور ولاړل او له دې جملي سياسي او ايديولوژيکې بې هويتۍ ډېر پاخه انترناسيوناليستان د ترايبالېزم د سنگرپه ساتونکو بدل کړل.
دوښمن جوړول په افغانستان کې د قومونو تر
منځ د کرکې او واټن د ايجاد کولو او بيا د هغوى تر منځ د جگړې کولو له پاره په مصنوعي توگه د دوښمن جوړولو لاره غوره شوه. د دوښمن
جوړولو او د دوښمن ترسيم کولوامکانات هغه وخت پراخ شول چې ويشوونکې اوبيلونکې عناصر د سياسي تگلارو او قضاوتونو په بنسټونو
بدل شول.د کورنۍ جگړې پيښو وښودله کله چې سياسي تگلارې او سياسي
قضاوتونه د ايديولوژۍ، قوم، سېمې، ژبې او مذهب په بنياد نيول کېږې د دوښمن
جوړولو او د دوښمن ترسيم کولو چاره هم ساده او اسانه کېږي. په دا ډول يوه حالت کې دا ډېره اسانه شوه چې د ټولنې يوه برخه، يو قوم، ديوې ژبې
ويونکې، د يوه مذهب پېروان او د يوې سېمې اوسيدونکې په دوښمنې ونيول شي. د جرم، خيانت او جنايت تعريف هم ساده او اسانه شو. له دې
او هغه قوم سره تړاو، په دې او هغه ژبه خبرې کول، ددې او هغه مذهب پېروي کول او
ددې او هغه تنظېم او گوند غړيتوب د جرم، خيانت او جنايت په مانا وو. وژل، شکنجه
کول، بندي کول ... هم اسانه او ساده شو. چا په بې باکۍ سره ډلېز قبرونو ايجاد کړو،
چا ژوندي انسانان اره کړل، چا له شا څخه د انسانانو په وهلو سره د هغه د سترگو د
راوتلو ننداره کوله او چا بيا مړو ته د قېرو په بېلرو کې نڅا ورکوله . دا هم اسانه
شوه چې په مصنوعي توگه جوړ شوی دوښمن ته ضد انساني، ضد ملي، د ملحد، د وحشي، د فراري... ځانگړتياوې ورکړل
شي او بيا دې او هغه لوری ته ددې ځانگړتياو په ورکولو سره مشران، امران، قوماندانان، جنگ سالاران او اتلان وکولاى شي په خپلو پلويانواو لشکر کې د جوړ
شوي او ترسېم شوي دوښمن په وړاندې د " موږ" او
"دوى" په نوم کرکه او نفرت ايجاد کړي، ټولنېزه بې باوري منځ ته راوړي، قوم، ژبه، مذهب او کلتور سياسي کړى
او په خپلو پلويانو او لشکر دا خېره قبوله کړي چې دوښمن هزاره دی، دوښمن تاجک دی،
دوښمن ازبک دی او دوښمن پښتون دی. له بده مرغه په افغانستان کې د دوښمن جوړولو تگلاره له خپلو ټولو ويجاړونکو پايلو سره سره نه دی ختمه شوې. که پرون دا کار دې او هغه جنگ سالار کاوه، که پرون
دا کارد مليشو دې او هغه قوماندان کاوه.
نن دا کار د يوشمېر ليکوالو، اخبارونو او ويب سايتونو پوسيله تر سره کېږي.
په افغاني ټولنه کې فدرالېزم د ټوټې کېدلو او ويشلو لاره ده. ديو شمېر روشنفکرانو ستونزه د ټولنې د حالت په نه درک کولو سره پيل کېږي. کله چې دا ډ له روشنفکران د
ټولنې د موجود جوړښت او موجودو ستونزو په پېژندنه او بيا د هغوې د حل په کار کې پاتې راځي. نو د ستونزو د ساده کولو او د حل
له پاره د ماشومانه نسخو ورکولو ته مخه کوي. پيښې ساده کوي او له پيښو سره په ساده گې سره چلند کوي. د ټولنېزو
پيښو ساده کول په نيمگړې پوهې برسېره د سياسي موخو د تر لاسه کولو په چاره کې د
تېرايستلو او يا د کرکې درلودلو پايله هم ده
او په تارېخي لحاظ د ترايبالېزم ځانگړتيا ده. دا ډول چلند په ساده کولو برسېره يوه روشنفکري بنسټ پالنه هم بلل کېداى شي. بنسټ پالنه په هره بڼه
چې وي يوه منفي پديده ده او د بنسټ پالنې بله
ځانگړتيا د پديدو په پېژندنه کې د هغې بې وسه ده، کومه چې د پيښو يوازې يو لوری گوري او د خپلو نظرياتو په پلي کولو ټينگار
کوي. بنسټ پالنه ددې پروا نه کوي چې ددوى د نظريو د عملي کولو پايلې به څه وي او
څه به کېږي. هر څه چې کېږي د دوى نظريې تر ټولو ښې نظريې او يوازنی حقيقت دی او
بايد پلې شي. د ملت جوړولو په هکله روشنفکري بنسټ پالنه بې له دې چې سکريستي او يا
شوونيستي جامې يې په تن دي دکمونستي او مذهبي بنسټ پالنې په شان د ټولنې موجوديت
له گواښ سره مخامخ کوي. په افغانستان کې يو ځل ملت او ملي هويت د پرولترې انترناسيونالېزم او
دوهم ځل هم د مذهبي بنسټ پالنې قرباني شو. اوس يوه ډله چې پروني انترناسيوناليستان
هم ورسره مل دى هڅه کوي افغانستان ترايبالېزم ته په شا وروگرزوي
او بل لوری بيا د شوونېزم په پېروي د ژبې يا قوم د برترۍ غوښتنې په بنياد هڅه کوي چې د اتلسمې
او نولسمې پېړيو په دود د زور او استبداد پوسيله د ملت جوړولو کار ته سازمان ور کړي. روشنفکري بنسټ پالنه په ټولنه کې له يوې خوا د پلورالېزم او
سکترېزم او له بلې خوا د سکترېزم او فدرالېزم توپېرونو ته د گوتو له کونجونو گوري او خپلو سکتريستي تگلارو ته کله د پلورالېزم او کله بيا هم د فدرالېزم په نومونو قانونيت ورکوي. يو بل شمېر بيا د ملي ستونزو حل د دواړو افغانستان او افغان د نومونو په بدلولو کې لټوې او غواړي د افغانستان نوم په خراسان او
د افغان نوم په افغانستاني بدل شي.
د ساده کولو، تېر ايستلو او روشنفکري بنسټ پالنې يوه بيلگه هم د " مليت يا ميليتونه" د کلمو په کارول دي او بيا
د هغوى په بنياد د فدرالېزم د جوړولو تگلارې ته قانونيت ور کول دي. پوښتنه داده چې دا " مليت" څه شی دی او د افغاني
ټولنې په جوړښت کې د " مليت" ځای چېرې دی؟ د " مليت" کلمه افغاني ادبياتو ته له کمونستي
ادبياتو او په تېره د ايران د تودې د گوند له ادبياتو را کاپي شوې يوه کلمه ده. د افغاني
ټولنې په ټولنېز جوړښتونو کې د " مليت" په نوم کوم جوړښت نه پيدا کېږي
او همدارنگه که د ملت د کلمې معادل په انگلسې ژبه کې ناسيون Nation وي. د " مليت"
معادل څه شی دی؟ افغانستان د ملتونو او
مليتونو په ځای له قومونو جوړ شوی يو هيواد دی او په ټولنه کې قبيلوي دود او ذهنيت چې په ويش، دوښمنيو، سمېزو سياليو اوپه
تورزورگنيو تکېه کوي پېاوړی پاتې کېږي. افغانستان د قومونو کور دی او د قومونو په
کور کې د فدرالېزم جوړول نه يوازې يو
جلاکونکی او ويشونکی عمل دی، بلکې کولاى شی ملت او ملي هويت د قومي او سمېزو هويتونو تر سيوري لاندي راولي
او دتجزيې کولو په لور د هيواد لارښوونه وکړي.
د روشنفکري بنسټ پالنې پورتنۍ هڅې د پروني ناکام او ناورين راوړونکي چپ افراط
مېراث دی. پرون ددې له پاره ټولنه په
مصنوعي توگه په طبقاتو ويشل کېدله چې د ثورناورين او يوگوندي استبداد قانونيت پيدا کړي او نن بيا په
هماغه دود ټولنه په " ملتونو" او يا
" مليتونو" ويشل کېږي تر څو د فدرالېزم د جوړيدو چاره توجيه شي. په
افغانستان کې د فدرال سيستم د جوړولو له پاره اول بايد هيواد وويشل شي، ټولنه ټوټې
ټوټې شي او د قومونو تر منځ پولې جوړې شي، کومې چې هېڅکله موجودې نه وې او بيا
وروسته به يوه قبيلوي ډوله فدرال سيستم جوړ شي او دا په اسانۍ سره د
افغانستان د سياسي نقشې د بدلولو لاره همواره کړي. ددې نظريې پلويان له دواړو فدرالېزم او له افغاني
ټولنې نيمگړی او ساده درک لري. د فدرالېزم د پلويانو دليلونه او استدلالونه سړی دې
نتېجې ته رسوي چې له يوې خوا دوى د فدرالېزم يوازې يو لوری " سياسي لوری" ويني او له بلې خوا د دوى پام او توجه د ټول افغانستان په ځای دو، درو ولايتونو ته ده. فدرالېزم يوازې سياست نه دی او فدرالېزم يوازې سياسي لوری نه لري، بلکې په لمړۍ درجه کې د هغه اقتصادي اړخ بنسټېز اهميت لري.
يو فدرالې هيواد نه يوازې يو پېاوړی اقتصاد ولري، بلکې د ايالتونو تر منځ د
اقتصادي توازن د ساتلو وړتيا هم ولري. په
افغانستان کې تر اوسه دا ډول اقتصاد نشته دی. په
افغانستان کې هغه ملي اقتصاد او يا داخلي
مارکېټ نشته دی چې د هيواد بيلې بيلې برخې سره
پيوند کړي. شمال د جنوب په ځای له گاونډی هيوادو سره پېاوړي
اقتصادي اړيکې لري او جنوب بيا د شمال په ځای د له پاکستان سره پېاوړې اړيکې ساتي . اقتصاد او اقتصادي اړيکې کمزورې دي او د قانوني او سپېن اقتصاد
په پرتله تور او غېرقانوني اقتصاد پېاوړی دی. د کورني اقتصاد او کورني بازار د
کمزورۍ په صورت کې د فدرالېزم جوړول د ملت جوړولو په ځای د ملت ماتولو په مانا دی. په پاکستان کې فدرالېزم نه د ايالتونو تر منځ سياسي برابري تامېن کړې
او نه يې ددې ایالتونو تر منځ اقتصادي توازون ساتلی دی. په سياسي برخه کې ايالتونه
د مرکز تر کلکې څارنې لاندي دی او په اقتصادي برخه کې وده نه يوازې متجانسه نه دي،
بلکې د بيلگې په توگه د بلوچستان او پنجاب تر منځ د اقتصادي نابرابرۍ واټن د ځمکې
او اسمان واټن دی. د پاکستان په شمال کې
منځنيو پېړيو ته ورته اقتصادي اړيکې واکمنې
کوي. د پاکستان تجربه ښيي چې نه فدرالېزم هر ځاى
ضرور دی او نه د قومي ستونزو د حل يوازنۍ لاره ده. که د فدرالي سيستم په جوړولو کې
موخه د حاکميت ويش وي نو لاره يې د هيواد تجزيه کول دي او که موخه د حکومتي واک ويش وي تر ټولو ښه لاره دموکراسي ده. دموکراسي په ډېره ښه توگه کولاى شي د ټولنې په اقتصادي او سياسي
ژوند کې نه يوازې د افغانستان د اوسيدونکو قومونو، بلکې د افغانستان د هر ځانگړي
اوسيدونکي ونډه اخيسته خوندي کړي. د ټولنې په هکله، د ټولنې د ستونزو د حل په هکله
يوازې د نظريو او ارمانونو درلودل کافي نه دي، بلکې مهمه خبره د پوهې په بنياد ددې
ستونزو درک کول او بيا ور ته د حل لاره پيدا کول دي. افغانستان د ارمانگريو د
ړنگونکو پايلو بشپړه تجربه لري. . ښه خبره داده چې روشنفکران د ټولنې د نيکمرغۍ په لور د ټولنېز ذهنيت او شعور له ودې سره
مرسته وکړي. نه دا چې دوى پخپله په ستونزو بدل شي او ستونزې ايجاد کړي.
دموکراسي او ملت جوړونه :
په افغانستان کې ملت جوړونه له
يوې خوا د نولسمې پېړۍ د پرونيو ناسيوناليستي ځانگړتياو په ځای په د نړيوالو بنيادونو او له بلې خوا د ژبې، قوم، مذهب او فرهنگ
په ځای په سياسي او تارېخې بنيادونو
جوړېږې. هغه وخت د هميشه له پاره تېر شوی چې افغانستان ددې او هغه قوم او يا ددې
او هغې ژبې په برترۍ درلودلوسره ملت شي. په افغانستان کې نه ديوه قوم د واکمن کېدولو
چانس شته دی او نه ددې او هغه ژبې برتري د ملت
جوړولو له چارې سره مرسته کولاى شي. دواړه شوونېزم او سکترېزم د ملت جوړولو په وړاندې گواښ دی.لکه چې يادونه وشوه په
افغانستان کې ملت د فرهنگ په ځای په تارېخې او سياسي بنيادونو جوړېږې او افغان ملت
د فرهنگي ملت په ځای يو سياسي ملت دی. په افغانستان کې ملت جوړونه د وگړو او يا
گروپونو د توافق او قرارداد په ځای يوه خپلواکه سياسي لړۍ ده. دهويت د جوړولو په
کارکې د ژبې، قوم، مذهب تر څنگ تارېخې عنصر هم رول لري او د ملي هويت په جوړولو په تېره بيا په يوه قومي لحاظ
پلورالستيکه ټولنه کې تارېخې عنصر ټاکونکى
رول لوبوي. په افغانستان کې د ملت جوړولو بری د قومي، ژبنی، مذهبي ځانگړتياو په ځاى په تارېخې او سياسي ځانگړتياو کې دی. له نړيوالو بنيادونو د ما مطلب په لمړۍ
درجه کې دموکراسي، ازاد مارکېټ، مدنې ټولنه او بشرې حقونه دي، کوم چې په افغانستان
کې د ملت جوړولو له چارې سره مرسته کولاى
شي. د همدې ارزښتونو پلي کول د ټولنې، واک او سياست په کار
کې ددې هيواد د هر اوسيدونکي د ونډې اخستلو حق خوندي کوي. په افغانستان کې يوازې او يوازې دموکرا سي کولاى شي چې د ملت کېدلو او
ملت جوړولو د بري ژمنه وکړي.
په هند کې دا دموکراسي ده چې د ملت جوړولو او د ټولنېز باور په ايجاد کې ټاکونکی رول لوبوي. په هند کې صدراعظم سک او سکان د
هندې ټولنې 1,84% برخه جوړوي. همدارنگه د هند ريس جمهور مسلمان او مسلمانان د هندې
ټولنې 13,4%جوړوي. د هند بريالۍ تجربه راښيي چې
دموکراسي نه يوازې په واک کې د قومونو او هر ځانگړي وگړي ونډه خوندي کوي، بلکې په
ټولنه کې د توپېرونو او تفاوتونو د منلو اوهغوى ته د درناوي کولو د فرهنگ د ودې
سيستم هم دی. ناجېريا د ٢٥٠ اتنيکي گروپونو په لرلو سره د
ملت جوړولو په لور وده او پرمختگ هغه وخت پېل کړ چې له ديکتاتوري او پوځي
کودتاگانو خلاصه او د دموکراسي لاره يې خپله کړه.
په گاونډي پاکستان کې د ملت جوړولو په کار کې د دموکراسي په ځای په ايديولوژي تکېه
وشوه او پاکستان ته ايديولوژيک ملت هم ويل کېږي. په پاکستان کې له يوې خوا د
دموکراسي نشتوالى او له بلې خوا يو په بل پسې پوځي کودتاگانو د ملت جوړولو لړۍ له
لويو لويو ستونزو سره مخامخ او ددې هيواد د تجزيه کولو عملي
امکانات يې منځ ته راوړو چې پايله يې له
پاکستان څخه د بنگله ديش جلا کېدل وو. همدارنگه پخوانۍ يوگوسلاويا ، چېرې چې
ملت له پاسه د زور پوسيله او د کمونستي ايديولوژي په بنيادونو جوړيدو په تراژيکه
توگه يې د ځمکې په سياسي نقشه کې خپل ځای له
لاسه ورکړ. د ملت جوړولو په کار کې
بنسټېزه مسئله د حاکميت مسئله ده. نن حاکميت د نولسمې پېړۍ خلاف د نړيوالو منشورونو او اعلاميو په
معيارونو قانونيت پيدا کولاى شي. که نن د حاکميت په کار کې د خلکو
ونډه او اراده نه وي هغه ته يو مشروع او قانوني حاکميت نه ويل کېږي. نن دولتونه او
حکومتونه اجازه نه لري د ملي حاکميت په
نوم په يوه هيواد کې چې څه يې زړه غواړې تر سره کړي. نن دولتونه نه يوازې د خپلو
خلکو په وړاندې، بلکې د نړيوالو په وړاندې هم حساب ورکونکي دي. نن د ملي حاکميت تر څنگ بشري حقونه او ازادۍ چې نړيواله بڼه لري هم مطرح دي. که څه هم
ديکتاتوران او په خپل سر دولتونه کله د
" بشرې سوسياليستي حقونه" يا د " بشرې اسلامې حقونو" په نوم د
بشرې حقونو په وړاندې فرهنگې او ايديولوژيک ديوالونه جوړوي او يا بشري حقونواو
ازاديو ته ايديولوژيک، فرهنگي او مذهبې رنگ ورکوي. خو بشرې حقونه، کوم چې انساني
حقونه دي او انسان يې د خپل انسانيت په بنياد لري دا ډول ځانگړتياوې نلري. بشرې حقونه هغه وخت خپل اصلې مفهوم تر لاسه کوي چې نړيواله
بڼه ولري. بشري حقونه په ملي ، ايديولوژيک، مذهبې او فرهنگې پولو کې نه ځاېږې. په
ننۍ نړۍ کې د انسان، انساني ارزښتونو د بشري حقونو او ازاديو د خوندي کېدو او
ساتنې په کار کې د فرهنگي، مذهبي او ملي قوانينو او اصولو په ځای نړيوال منشورونه او اعلاميې د لمړيتوب حق لري. په افغانستان کې ملت
په هغو حالاتو کې نه جوړېږي چې ملي خپلواکي
د " د تجارت په ملي کولو" ، د
" خارجي پانگې په ملي کولو" او د " صنعت په ملي کولو" سره
مشخصه کېږي او همدارنگه په هغو شرايطو کې هم نه جوړېږي چې د ملت جوړونې او د ملي خپلواکۍ په تامين کې يوازې په " بيگانه
لوري" تکيه وشي.د ملت جوړولو په کار کې بنسټېزه د کورنيو لاملونو په نظر کې
نيول دي. په اوسنۍ نړۍ کې داسې هيواد نشته دی چې د نړۍ له نورو هيوادو سره دې په اقتصادي لحاظ تړلی نه وي.پرون د استقلال مانا په اقتصادي لحاظ نه تړلتيا " عدم وابستگي"
وه. خو نن ملتونه د نولسمې پېړې په خلاف له يو بل سره تړلي او يو په بل تکېه کوي.
همدارنگه د پر مخ تلليو دولتونو په
شمول دولتونه هڅه کوي بهرنۍ سرمايه را جلب
اود داسې سياسي او اقتصادي چاپېريال د را منځ کولو هڅه کوي د سرمايې امنيت خوندي
کاندي. همدادم په نړۍ کې د دولتونو تر منځ د
سيالې کولو په ډگر کې د پانگې را جلب کول مرکزي ځای لري. د پانگې پرونيو نه پخلاکېدو
نکو دوښمنانو هم د پانگې په را پيداکولو او راجلب کولو کې د اوسپنې څپلۍ په پښو کړي
دي او په دې هکله کولاى شو د چېن د کمونيست گوند د مشرانو هڅې يادې کړو.په
افغانستان کې د ملت جوړولو بری د دموکراسۍ، ازاد مارکېت او د
بشري حقونو او ازاديودمراعات اودرناوي کولو په بری کې دی.