فيدل كاسترو

دوه ورځې کيږي ،چې دکوبا دانقلاب مشر  فيدل کاسترو ، چې پوره  49 کاله ېې ګرده نړۍ دځان په اړه بوخته کړې وه  دګوند له رياسته  استعفا وړاندې کړه او پخوا ېې دخپلې ناروغۍ له کبله  دولسمشرۍ او دپوځ دسراعلی قومندان  په توګه له هرڅه لاس اخستی و .
داسمه  ده ،چې کاسترو دتاريخ  پر وړاندې ودرېده ، خو دزمانې پر وړاندې ېې په خپل بدن کې هېڅ ډول سېک ونه ليد، کاسترو 45 کاله  له امریکا سره ډغرې ووهلې، داقتصادي  بنديزونو اغيز او ستونزې ېې وزغملې  ان، چې کله په پخواني شوروي اتحاد او ختيځه اروپا کې دکمونيزم ټغر ورټول شو کاسترو وتوانېده ،چې خپل کمونیستي نظام  وژغوري .
کاسترو  دامريکا دلاسوهنو له کبله  د ترور اووژنو له پېښو سره مخ شوی دی   او دلاتيني  هېوادو دمشرانو لپاره ېې  دبېلګې بڼه غوره کړې ده. کېدای شي ووايو ،چې دووینزویلا ولسمشر هوګو چاويز به  هغه ولسمشر وي ،چې کټ مټ  دکاسترو  پرپله روان  وي  اودکاسټرو د ټکر او ګواښ تګلارېې غوره کړې ده . يوشمېر استخباراتي  راپورونه  وايي : متحده ايالاتو  د کاسترو دترور لپاره  600 ځلې پلانونه  جوړ کړي دي ، خو يو هم نه دې کامياب شوی  دکاسترو د واکمنۍ او ژوند پر مهال په امريکا کې 9 ولسمشران  په پرلپسې توګه تېر شوې دي  .
فيدل اليجاندرو کاسترو روز Fidel Alejandro Castro Ruz (1926 ز اګسټ 26 زېږيدلی) له 1959 ز څخه  رادیخوا دکوبا ولسمشر دی  نوموړي  په همدې کال دولګینسيو باتیستا حکومت  دانقلاب  له لارې ړنګ کړ او  په 2008 ز کې ېې واک  خپل ورور راوول کاسترو ته پرېښود . کاسترو په 1965 ز په کوبا کې دکمونیست ګوند مشر و او دخپل هېواد سیستم ېې ټول له څېرمې پر کمونیست هغه واړوه په 1979 ز کې دکوبا ولسمشر او لومړی وزیر  او دځواکونو سر اعلی قومندان شو په 2006 ز کې  ېې دکولمو له عملياتو وروسته خپلې دندې او صلاحیتونه کشر ورور  راوول  کاسترو ته وسپارلې .

دژوند لومړۍ شېبې :

دفيدل کاسترو مور و پلار له هسپانيې  څخه  رامهاجر شوي وو او هلته ېې له مشهورو بزګرانو څخه  ګڼل کېدل. کاسترو خپلې لومړنۍ زده کړې همدلته  په هسپانيه کې پيل کړې وې په 1945 ز کې ېې دهاوانا پوهنتون ته لار وموندله  او هلته ېې قانون ولوست  او په 1950 ز کې ترې فارغ شو. کاسترو په يوه کوچنی دفتر کې دوکيل په توګه کار پيل کړ ، خو هېله او غوښتنه ېې داوه ،چې دکوبا پارلمان ته لار پيدا کړي  د ولګینسيوپاتیستا پر انقلاب لاس پورې کړ او پارلماني ټاکنې ېې لغوه اعلان کړې .

دغبرګون په توګه  کاسترو يوه جنګي ډله  جوړه کړه او پر ېوې نظامي چوڼې ېې بريد وکړ ،چې په پايله کې ېې خپل 80 تنه ملګري له لاسه  ورکړل  او دحکومت لخوا کاسترو ونيول شو. محکمې پرې د 15 کلو دبند حکم وکړ ، خو د 1955 ز  په مې کې له زندانه  راخلاص شو او مکسيکو ته  تبعيد شو. هلته ېې ورور راوول او ملګري وار له مخه راټول شوي وو او دانقلاب لپاره ېې لارې چارې لټولې  همدلته  ورسره  ارنستو چيي ګوارا هم يو ځای شو .

دېوې وړې کښتۍ  پر وسيله کاسترو او ملګرو ېې  له مکسيکو څخه کوبا ته مخه کړه  دنوموړي  ډله  دجولاي  26 خوځښت  باندې مشهوره شوه ، کاسترو خپله سياسي تګلاره همداسې پټه ساتله خو هغه سېمې ،چې دنوموړي  تراغيز او واک لاندې وې  هلته ېې ځمکې اوکارخانې دعامه شتمنۍ په توګه اعلان کړې او دحکومت چارې   ېې يوپانګوال ته ،چې دامريکايي ولسمشر توماس چیفیرسون او ابراهام لینکن  نظریه راخپله کړې وه  وروسپاره  او لامل ېې  دا و، چې دامريکا له هر ډول بريداو غبرګون  څخه  ځان وژغوري .
په 1956 ز کې د ډیسمبر پر 2 مه نېټه  کاسترو يو ځل بيا دخپلواتيا تنو ملګرو سره  يو ځای  نظامي  خوځښت پيل کړ ، خو هغه مهال ېې بيا هم دسر دروند تاوان  ومانه او څلویښتو تنو ملګرو ېې غرونو ته ځانونه  ورسول  له هماغه ځایه به ېې د ولسي ملاتړ پر مټ  دحکومت پر ضد غلچکي بريدونه  کول ، څه موده وروسته  دکوبا دپوځ ځینې سرتیري هم له  کاسترو سره يو ځای شول . نوموړی وتوانېده ،چې دهاوانا حکومت  تر فشار لاندې ونیسي ، هماغه و ،چې کاسترو له ولسه غوښتل ،چې خپلې هټۍ وتړي  هماغه و، چې خلکو ېې خبره ومنله  او ولسمشر د 1959 ز دجنورۍ پر لومړۍ نېټه  له پلازمېنې وتښتېد او دکاسترو ملګري  دارنستو چيي ګوارا په مشرۍ  پلازمینې  هاوانا ته  ورننوتل  هغه مهال دچيي ګوارا دملګرو ايله  300 تنه وو .  
CIA په 1961 ز کې هڅه وکړه ،چې دکاسترو حکومت رانسکور کړي ، خو هڅه ېې له ماتې سره مخ شوه دامريکا دا هڅه  دخنزیرانو دخلیج په نوم ياديږي  .
کاسترو به تل ځان  ديواتايست په توګه  وړاندې کاوه  دنوموړي  دخپلې خولې خبره ده ،چې ما له ماشومتوبه  هیڅ ډول دیني مراسم نه دي ترسره کړي هماغه و ،چې د 1962 ز دجنورۍ پر 3 مه نېټه په واتيکان کې دهغه مهال پاپ  له کاتوليکي مذهب  څخه  شړل شوی اعلان کړ ځکه کاسترو اعلان کړې و ،چې زه اتايست يم او له کاتوليکانو سره  کوم تړاو نه لرم .
 دشلمې پیړۍ په نویمو کلونو کې ، چې پخوانی شوروي اتحاد ړنګ شو او لويدیځ له  واتيکان لاس  واخست  دکاسترو او پاپ ترمنځ اړېکې  بېرته  سره جوړې  شوې او پاپ ته ېې اجازه ورکړه ،چې کوبا ته ورشي  هماغه و ،چې پاپ کوبا ته ورغی او دڅو لسيزو دښمني ېې پای ته  ورسيده  . کاسترو دپاپ دليدنې پرمهال وويل : نن موږ ډېر سره نږدې شوې يو ان تردې ،چې پاپ وايي  : اې دنړۍ کارګرو سره يو ځای شې .
بهرنۍ تګلار :
متحده ايالاتو  له تلوار کار واخیست  او دکوبا نوی حکومت، چې ولسمشر ېې فيدل کاسترو و پررسمیت وپيژنده. کاسترو يوپانګوال دخپل لومړي وزیر په توګه  وټاکه  او موخه  ېې داوه، چې دامريکا له جنجاله  ځان خلاص کړي، خوکله، چې کاسترو د1959 ز په اپريل کې کارخانې دعامه شتمنۍ په توګه اعلان کړې له امريکا سره ېې اړېکې کاواکه شوې .
کاسترو د1959 ز په اپريل کې متحده ايالاتو ته سفر وکړ او دولسمشر ریچارډ نيکسون  له مرستيال سره ېې وليدل خپله ولسمشر هغه مهال دګلف پر لوبه بوخت او له کاسترو سره ېې  له ليدلو معذرت غوښتی و ، خو نيکسون خپل مرستيال ته دنده سپارلې وه، چې دا معلومه کړي، چې کاسترو له شرقي بلاک سره لېوالتيا لري او کنه  . مرستيال ېې بيا ورته کښلې و : کاسترو ساده سړی دی  او اړینه  نه ده ،چې ووايم نوموړی له کمونيزم سره مېنه لري .
 د1960 ز په فبرورۍ کې کوبا له  پخواني شوروي اتحاد تيل راونيول، خو په کوبا کې مېشتو امريکايي شرکتونوله دې  نټه ( انکار ) وکړ، چې دا تيل پاک کړي هماغه و، چې کاسترو بيا دا ټول امريکايي شرکتونو دعامه شتمنۍ په  لړ ليک کې شامل کړل  له همدې ځایه  نور  د دواړو هېوادو ترمنځ اړېکې ترينګلې شوې او متحده ايالاتو پر کوبا بنديزونه  ولګول، چې تر ننه  هم شته.  کوبا هغه مهال په ټوله مانا پخواني شوروي اتحاد ته مخه  کړه او دشلمې پیړۍ تر اتيایمو کلونو ترمنځ ېې اړېکې او سوداګري  ښه روانه  وه .
دتوغنديو ستونزه :
دپخواني شوروي اتحاد  دپخواني ولسمشر  نيکيتي خروشچوف  ديادښتونو له مخې  شوروي اتحاد پريکړه وکړه ،چې دامريکا دبريد دمخنيوي په موخه بايد په کوبا کې بالیستيکي توغندي ولګول شي . د1962 ز داکتوبر پر 15 مه نېټه دامريکا څارګرو الوتکو ته معلومه شوه، چې شوروي اتحاد خو په کوبا کې  توغندي لګولي دي او دا موږ ته  ګواښ دی  ځکه دکوبا او متحده ايالاتو ترمنځ مسافه  ( 90 ) ميله ده. له دې وروسته امريکايانو سمندري  ځواکونو به  هره  هغه کښتۍ تالاشي کوله، چې کوبا ته  به روانه  وه .
 د1962 ز داکتوبر پر 27 مه نېټه  ولسمشر کاسترو دپخواني شوروي اتحاد ولسمشر ته ليک واستوه او دا ېې ورځنې غوښتې و ، چې پر امريکا دې اتومي بريدوکړي  ، خو دنوموړي  داغوښتنه ونه منل شوه . شوروي اتحاد په دې شرط له کوبا خپل توغندی بیرته وویستل ،چې متحده ايالات به  په ګانده کې پر کوبا بريد نه کوي او له ترکیې به خپل  توغندي وباسي ،چې دمسکو لپاره ګواښ و، خو دکوبا او متحده ايالاتو ترمنځ اړېکې همداسې ترینګلې پاتې شوې .
کاسترو د سړې جګړې پرمهال  له ستورو څخه  ګڼل کېده، نوموړي  په 1975 ز انګولا ته  خپل 15000 سرتیري استولي وو، چې دانګولا له هغو سره مرسته وکړي او په 1977 ز کې اتوپيا ته هم نور سرتیري استولي وو، چې دکمونیست ولسمشر مانګستو مرسته وکړي .
شخصي ژوند :
کاسترو دخپل ولس ترمنځ  په ( فيدل / مشر ) باندې مشهور شوی دی او له متحده ايالاتو سره ېې ډیپلوماتېکې اړېکې له 1961 ز رادیخوا نشته ، خو کوبا دامريکايي بنديزونو له کبله  له ستونزو سره مخ ده.  ډېر کدرونه  او پانګه  له هېواده تېښتې  ته اړ شوي اودامريکا په فلوريدا ايالت  کې مېشت شوې دي ځکه هلته يو شمېر هغه کسان دېره دي ،چې دکاسترو مخالفین ګڼل کيږي .
کاسترو تر ډېره هڅه کوله ،چې خپل شخصي ژوند دنورو له نظره همداسې پټ وساتي  کېدای شي لامل به سياسي  هغه وي ، خو په دې وروستيو کلونو کې ېې دشخصي ژوند په اړه يو څه رابربنډ شوي دي .
کاسترو په 1948 ز کې له مېرمن میرټاډياز سره واده وکړ او لومړنی زوی  فيديلیتو ېې له همدې مېرمن پيدا شوې دی ، خو ډېر ژر سره جلا شول . په 1952 ز کې ېې له بناتي ريولټا سره واده وکړ او په  1956ز کې ېې  لور پيدا شوه . په 1957 ز کې ېې له سيلياسانشيزا سره وليدل او د واده سلا ېې سره وکړه ويل کيږی، چې داېې په ژوند کې تر ټولو نږدې مېرمن  وه  او تر مرګه له  کاسترو سره پاتې شوه  دا مېرمن ېې په 1980 کې مړه شوې ده . دتېرې پیړۍ په اتيایمو کلونو کې  له ډاليا سوټو سره واده وکړ او پنځه زامن ېې په برخه شول .
د81 کلن کاسترو نیمه پیړۍ په کوبا کې ولسمشر، لومړی وزیر دځواکونو دسر اعلی قومندان په توګه  ځليدلې دی او ژوند ېې له لوړو ژور  ډک دی. نوموړي  په 2008 ز کې پريکړه وکړه ،چې دسياست  له نړۍ نور ګوښه شي او هماغسې وشول اوس ېې دګوندله چارو هم لاس واخیست .