افغانستان دهند اوپاکستان ترمنځ دجګړې ډګر

ليکوال : رامنانډسنګوبټ 
ژباړه    : حماد
افغانستان  په سيمه کې هر يو هندوستان او پاکستان  ته ستراتيژيک  ارزښت  لري ، د 2010 د فبرورۍ د26 نېټې  بريدونه  ،چې په کابل  کې ېې  دهندي کارګرو هوټلونه  او مېشتځايونه  په  نښه کړې و دهمدې جګړې يوه  روښانه بېلګه ده  دواړه هېوادونه  له يو بله کسات  دافغانانو پر ځمکه اخلي . ديادونې وړ ده ، چې دا بريد څلورم هغه و ،چې  د 2008 ز  د جولاى  راوروسته   ېې په  افغانستان  کې هندوان  په نښه کړل .
په افغانستان کې له وروستي بريد څخه  يوه ورځ  وړاندې  دهند او پاکستان  دبهرنيو چارو دوزيرانو غونډه کې چې دکابل پر نوښت  ترسره شوه دا غونډه  د  2008 ز  په نومبر کې  دبمبيي له  پېښو راوروسته  ددواړو  هېوادو ترمنځ  لومړنۍ  هغه وه  ، خو دواړو  خواوو خپلې دې ناستې ته  رسمي بڼه  ورنه کړه  او زياته  ېې کړه : دا ديوې ګډې  پېښې  او موضوع  په اړه ځانګړې  ناسته  نشي ګڼل کېداى .
سره له دې ، چې دا دهند او پاکستان دريځ و ، واشنګټن په پرلپسې توګه  پر  اسلام اباد او نوي ډيلي فشار  راوړ ،چې خبرې اترې  له سره پيل کاندي ځکه د دواړو هېوادو ترمنځ  داړيکو هر ډول ترينګلتيا او شخړه  دافغانستان  او پاکستان  ترمنځ قبايلي سيمو کې ،چې اوس دامريکايانو ترمنځ  د AF-PK ياديږي  دامريکا نظامي عمليات   اغيزمنوي  .
متحده ايالات  داسې هيڅ نه غواړي ،چې  دپاکستان  پام دې له طالبانو سره  له جګړې و بلې خوا ته واړوي  اسلام  اباد  د طالبانو پر ضد خپل ډيرى  ځواکونه  ډيورنډ کرښې ته څيرمه  راغونډ کړي دي .
دامريکا پوځي او استخباراتي  چارواکي تل  ټينګار کوي ،چې  د پاکستان تر کنترول لاندې  قبايلي سيمې  ،چې له افغانستان سره  اوږده  پوله لري   طالبان او القاعده ېې په افغانستان کې دامريکايانو پر ضد کاروي او داسې انګيري ،چې  ددې سيمې په څار کې دپاکستان  مرسته  دافغانستان دجګړې لپاره  ګټور  او اړين   کار دي .
دافغانستان  ارزښت  په دې کې دى ،چې له ځانګړي  جغرافيوي موقعيت  څخه  برخمن دى ، هر څوک ، چې دا هېواد کنترولوي  هغه  به  ارو مرو  په لويديځ کې ايران ته  ځمکنۍ لار  او په شمال کې دمنځنۍ اسيا هېوادونو په ځانګړې توګه ترکمنستان   او په  ختيځ کې سويلي اسيا ته  غځيدلې لار  په خپل لاس کې نيسي  .
ددې هېواد جغرافيوي  موقعيت  له  افغان ملت  سره مرسته  کړې ده او له سرښندنو او وياړونو  ډک تاريخ ېې وربښلى دى  ټولو هغو ملتونو ،چې  له دې ملت سره پنجه نرمه کړې ده او ددې سيمې  تر لاسه  کول ېې غوښتي  له ماتې سره مخ شوي دي  انګلستان او پخواني شوروي  اتحاد دنولسمې  پيړۍ  له پايه نيولې  او دشلمې هغې تر پيله  په افغانستان کې دلاسوهنو  اوږد تاريخ لري  او نن  ورځ  ( دسترې لوبې ) په نوم هم ياديږي ،خو برخليک ېې له ماتې پرته بل څه نه  و  .  ددې ترڅنګ په افغانستان کې دکمونيزم  له واکمنۍ سربېره شپږ کاله  دطالبانو جنجالي واکمني هم حاکمه وه.
افغانستان  ( له  وېش وړاندې  ) دانګريزي  هندوستان  لويديز ګاونډى  و -  په 1947 ز  کې دهندوستان  له ازادۍ  او دپاکستان  له پېداېښت  وړاندې  ، پښتانه ،چې داوسنۍ پښتونخوا استوګن  دي  دوى اوس دامريکا دنوې  اصطلاح  له مخې  په AF-PK سيمه کې مېشت  دي دهندوستان  په ازادۍ کې کارنده رول درلود . سره له دې  ، چې دهندوستان او افغانستان  ترمنځ جغرافيوي  مساحت  پروت دى او همدې ستونزې  دهندوستان  مالونه  افغانستان او يا برعکس  له ستونزو سره مخ کړي دي ، خو د کابل اونوي ډيلي ترمنځ اړيکې يوازې  دطالبانو  له  واکمنۍ  -  2001-1996  ز  پرته  نورې دخپل ډول ځانګړې هغه وې .
په کابل کې  له مختلفو حکومتونو سره  دنوي ډيلي  ټولنيزې ، کلتوري  او اقتصادي  اړېکې  ډېرې ښې  وې  ، دافغانستان  قالينې ، شالونه  ، وچې ميوې  دهندوستان  په  هر ګوټ کې موندل کېدې ددې ترڅنګ بيا هندي فلمونه  دافغاني کلتور يوه نه جلا کېدونکې برخه  وه دهندي سينما ستوري  دنړۍ دبل هر ګوټ  په پرتله  په افغانستان کې  ډېر مشهور و  .
کله ،چې په 1989 ز کې پخوانى شوروي  اتحاد  له  افغانستانه  ووت   نوي  ډيلي د ډاکتر نجيب الله   له حکومت  خپل ملاتړ څرګند کړ سره له دې ،چې ډيرو به  ګوډاکۍ هغه باله  .
د ډاکتر نجيب الله دحکومت له ړنګيدو وروسته   په افغانستان کې کورنۍ جګړه ونښته  وروسته  بيا طالبانو د هېواد ډېرې برخې  تر لاسه  کړې دامهال نو هندوستان   په  - پټه او څرګنده -  دشمال ټلوالې  له مشر احمدشاه مسعود سره  ډېرې مرستې کولې  نوي ډيلي  له نوموړي  سره  نږدې  اويا ميلونه  امريکايي ډالر  مرسته  کړې ده  پردې سربېره ېې دليږد او او لوجستيک  په موخه ېې ورته هليکوپتر هم ورکړې او طبي او نورې  مرستې  خو لا پر ځاى پريږده .
د 2001 ز دسپټمبر  پر 9  مه نېټه  احمدشاه مسعود دالقاعدې دپلويانو پر لاس  ترور شو  او له دې دوه ورځې  وروسته  دسپټمبر  پر 11 مه نېټه  په امريکا کې مشهورې چاودنې وشوې  ورسره جوخت  امريکايانو  ( دتلپاتې  ازادۍ  عمليات ) ترسرليک لاندې  پر افغانستان  راشيوه شول او دملا عمر او بن  لادن  په مشرۍ  دطالبانو او القاعدې  پر ضد ېې نړيوال ائتلاف  رامنځته کړ .
ددې نړيوال ائتلاف  د اور لمبې  ډېرې تيزې وې او طالبان ېې اړ ويستل ،چې له پلازمينې کابل  خپل دوديز  مرکز کندهار ته په شا شي ، خو بن لادن او ملا عمر اوس  ازاد ګرځي  .
په همدې شپو ورځو کې دملګرو ملتونو د سرپرستۍ لاندې  په کابل کې بيړنۍ لويه جرګه راوغوښتل شوه او دافغانستا ن لپاره ېې حامد کرزى – زده کړه په هندوستان کې بشپړه کړې ده - د نوي  مشر په توګه  وټاکه  نوموړي  لومړى  دلنډمهالې ادارې  مشر و بيا ورپسې  دافغانستان رسمي  ولسمشر شو . له طالبانو راوروسته  دنوي حکومت  پر مهال کابل او نوى ډيلى بيا يو ځل مۍ اووريجې شوې  ان تردې ، چې دحامد کرزي  دحکومت  ځينې غړي پاکستان تورنوي  ، چې دطالبانو پاتې شونو سره  مرسته  کوي  او ځاى ېې ورکړى  دى  .
له بل پلوه  هندوستان  افغانستان  ته دمرستو بهير راما ت  کړ او دافغانستان  په بيارغونه  کې ېې دپاموړ  مرسته  وکړه  دا مهال نو پاکستان ايله  دومره  وکړل ،چې دامريکا دفشار  په پايله کې ېې  په ښکاره د طالبانو له ملاتړه  لاس  واخيست  .
هندوستان  ، افغانستان ته په دې موخه  الوتکې ورکړې ،چې داريانا افغان  هوايي شرکت بېرته په پښو ودروي  ، د لارو ، ښوونځيو ، روغتونونو ، دبرېښنا په برخه کې ېې دپام وړ مرسته  وکړه پردې سربېره ېې افغان ډيپلوماتان ، پوځ ، پوليس ، اداري مامورين ، سوداګرو ته  دلنډمهالو کورسونو  له لارې   زده کړې  ورکړې  .
هندوستان نږدې  1,2 مليارده  ډالر  دافغانستان  د بيا رغونې  لپاره دمرستې  په توګه  اعلان کړې   او ځان ېې دهغو هېوادو په ليکه کې ودراوه ،چې  ډېره بسپنه ېې ورکولاى شوه  پاکستان  ايله  دومره مرسته وکړه ،چې نوم ېې ياد شي ، خو په لسو لومړيو هېوادو کې  رانغى .
په کابل کې داسې يو حکومت ،چې دپاکستان  له دوديز دښمن او سيال سره اړېکې پالي او دهرې ورځې په تېريدو لا پسې پياوړى  کيږي دا ډول پرمختګ په اسلام اباد کې دبيړني حالت اعلان ته زمينه برابروي  ځکه اسلام اباد تل افغانستان ته دخپل ستراتيژيک تل ( عمق ) او شاتني بڼ  په سترګه کتلي دي اوګوري .
هندوستان  بيا دخپل روږد له مخې تل پر پاکستان تور لګوي ،چې  په کشمير کې دناراميو  دراپنځولو په موخه  له اسلامي  سخت دريځو سره  مرسته  کوي  او ددې  ترڅنګ  له طالبانوملاتړ کوي ،چې په افغانستان  کې دهندوستان  دنفوذ اواغيز مخه  ډپ کړي  .
همدارنګه پاکستان  په افغانستان  کې  دنوي ډيلي له ډيپلوماتيک  فعاليت  څخه اندېښنه لري په ځانګړې توګه په هرات ، جلال اباد ، کندهار او مزار شريف  کې دهندوستان  دڅلورو قونسلګريو  دپرانېستنې له کبله  پردې سربېره په پلازمينه کابل کې  دهندوستان  له سفارت څخه  اسلام اباد داسې انګيري ،چې هندوستان دخپلو ډيپلوماتان  پر وسيله  په بلوچستان او قبايلي سيمو کې تاوتريخوالي ته لمن وهي  . ان تردې ، چې ځينې پاکستاني چارواکي دا تور هم لګوي ، چې هندوستان  پاکستانۍ کلداره چاپوي  او په پاکستان کې دپټو پلانونو  دترسره کولو په موخه  افغانان  روزي  .
هندوستان  دا ټول تورونه  او اندېښنې له څيرمې ردوي  په افغانستان کې دهندوستان دسفارت  او قونسلګريو دپرانېستنې خبره له افغان حکومت سره تړاو او همدوي  دا پريکړه کولى شي ،چې څوک چيرته خپله قونسلګري  پرانيزي او لامل ېې  دافغانستان دبيارغونې  په چاره کې داسانتياوو د رامنځته کولو موضوع يادوي  .
پردې سربېره  پاکستان  دزرنګ  او دل ارام ترمنځ  له غځيدلي سړک  اندېښنه لري  ددې سړک  اوږدوالى  218 کيلومتره دى  او دهندوستان  دسرحدي  لارو شرکت ېې جوړوي  دا شرکت وتوانيد ، چې دا سړک د 2009 ز په جنورۍ  کې په ډېرو سختو شرايطو کې  پوره  او ګټې اخستينې  ته چمتو کړي  . دا سړک به  افغانستان  دايرا ن دچاه بهار له  بندر  سره وتړي  . افغانستان  به اوس  دپاکستان  پر کراچۍ او ګوادر بندر دومره ډډه نه لګوي  دګوادر بندر چينايانو  په سيمه کې دستراتيژيک  موقعيت دموندنۍ  په موخه  جوړ کړې  دى .
هندوستان  هم پر پاکستان تور لګوي ،چې د دوى پر قونسلګريو او په پلازمينه کابل  کې دنوي ډيلي پر سفارت  تر بريدونو دپاکستان لاس دى  پردې سربېره دهېواد په هر ګوټ کې هندي کارګر  تر بريد لاندې راغلې دي .
د2008  ز دجولاي  پر 7 مه نېټه  په پلازمينه  کابل کې دهندوستان  پر سفارت  يو ځانمرګى  بريد وشو ،چې په پايله کې ېې 58 تنه ووژل شو او 141 نور ټپيان شول په وژل شوو کې څلور هندوان وو د 2009 ز په اکتوبر کې  دسفارت ددويم ځل لپاره دځانمرګي بريد نښه  وګرځيد 17 تنه په کې ووژل شول او 63 نور په کې ټپيان شول ، خو دا بريد دسفارت  له ودانۍ بهر پر عمومي سړک تر سره شو دوه مياشتې وروسته  د ديسمبر پر 15 مه نېټه  دکابل دنوي ښار په سيمه کې باختر ميلمستون تر بريد لاندې  راغي ، چې  40 تنه هندوان  په کې استوګن  و او ډيري ېې دټيکنالوژۍ  په برخه کې کار کاوه  په دې بريد کې هم 8 تنه  ووژل شول ،چې 5  ېې هندوان  -  دوه ېې دهندي استخباراتو  غړي و - 
په هر حال اوسمهال په افغانستان کې 4000 هندي کارګر دبيارغونې  او مرستو په برخه کې پر کار لګيا دي پردې سربېره   له 2006 ز  راهسې ،چې په افغانستان کې هندي موخې پر نښه شوې  هندوستان  500  تنه  تېبېتي پوليس د خپلو دفترونو دساتنې او ژغورنې په موخه  پر دندو ګومارلې  دي کېداى شي اوس دا شميره په نوي ښار کې له بريد راوروسه  زياته  شوې هم وي .
امريکايي ورځپاڼه  ليکونکي روبرټ  د . کابلان  په ( سليټ ) نومې مجله  کې (له ترهګرۍ سره دامريکا جګړه) په نوم ېوې انترنيتي بحث  کې وايي : پاکستانيان ولې دافغانستان په چارو کې لاسوهنه  کوي ؟ ځکه دوى  داسې افغان حکومت غواړي ،چې د دوى لاسپوڅى وي او له  هند سره دخپلې سيالۍ په برخه کې داسلام اباد ستراتيژيک  تل ( عمق ) ورته برابر کړي  له همدې ځايه ده ،چې پاکستان به تل کوښښ کوي ،چې په افغانستان کې بنسټپالنه  وده وکړي  اوس نو متحده ايالاتو ته  په کار ده ،چې دهندوستان  او پاکستان ترمنځ  سيالي کنترول کړي .
نوموړى  زياتوي  : په افغانستان کې دګډوډۍ اغيز دبنسټپالنې  په پرتله  ډېره کمه ده په افغانستان کې دپاکستانيانو لاسوهنه  اړينه ده ځکه دوى  په افغانستان کې هندي شتون دځان لپاره ګواښ بولي ...  پاتې شوه دهندوستان  او پاکستان ترمنځ  دسيالي  خبره دلته  نو موږ اړ يو ،چې  دې خبرې ته مو پام وي : دهندوستان  د رسمي څرګندو سربېره  نويىډيلى  دزړه له کومې  غواړي ،چې په پاکستان  کې بنسټپالنه  مخ  پروده وي  ځکه د بنسټپالنې  ښکارندويه  ( پديده ) کولاى شي  ،چې پاکستان  په نړيواله  کچه  ګوښې او په کور دننه  نور هم کمزورى  کړي  . هندوستان  له دې اندېښنه لري  که چيرې  پاکستان کې پياوړى  حکومت رامنځته شي او بنسټپال  وځپي  دا به بيا دېته لار پرانيزي ،چې  پاکستان  نور ملګري  او بهرنى  ملاتړ تر لاسه  کړي  دا مهال به  بيا هندوستان  ته سخته وي ،چې  له پياوړي  پاکستان سره چلند وکړي .
په واشنګټن کې دسياسي څيړنو په مرکز کې د 2010 ز  دمارچ پر 15 مه نېټه  دهندوستان  دبهرنيو چارو وزيرې  نيروباما دخپلې وينا په ترڅ کې وويل : موږ هيڅکله له خبرو لاس  نه دى اخستې ، موږ دا وس لرو چې له هغو کسانو سره څه  ډول چلند وکړو ،چې  زموږ دهېواد پر ضد ويجاړونکى  سياست  لري ، سره له دې  ، چې موږ  تل دترهګرو دشرمونکو کړنو سره مخ يو  او ددوى  ټولو اړيکې له پاکستان  سره دي ، خو موږ له خبرو لاس   نه اخلو .  
ديادونې وړ ده ،چې افغان دولت  له هندوستان او پاکستان سره داړيکو په  پالنه  او سمبالښت  کې انډول نه دى ساتلى  ځکه خو پاکستان  پر افغانستان  تور لګوي ،چې زموږ  پر حساب  هندوستان ته ډېر نږدې دى .