
کله چې ستا د شونډو پر غونچه د موسکا څپې وځغلېدې ، دنيا د ګل په شان وغوړېده . هر چا او هر شي ته مې د مينې په نظر وکتل . ويده امېدونه راويښ شول او ناامېدۍ د لايتناهي په لور وتښتېدې . احساسات مې د تودو وينو په شان په رګونو کې جاري شول . خيال مې دمينې له شرابو مست شو . ړندو هيجاناتو مې د عقل لاسونه په ځنځير کلک وتړل . فقط زه وم او ته وې .
يه، نه ته وې ، نه زه ، مينه وه او ښکلا . شاوخوا مې ، چې وکتل دنيا د مرمرو دمجسمې په شان ولاړه وه .
شپه د رڼا په دريابه کې لمبېدله . د اسمان پر شنې مخملي قبا د ستورو مرغلرې ځغلېدلې .
د واوروډک غرونه داسې ښکارېدل ، لکه سپين سرې بوډۍ ، چې د خپل پېغلتوب تېر ې افسانې وريادوي .
د ځنګل له منځ نه يوه مرموزه نغمه د نسيم په وزرونو هواته پورته کېدله او داسمان په ناپاياوه څنډوکې ورکه شوه .
درياب لکه د سپينو زرو ښامار يوې نامعلومې خواته روان و . ابشارد بلورينې پردې په شان پر کمره ځړېدلی و .
طبيعت دشعر په شان زړه وړونکی او د طلسم په څېر حيرانوونکی و . زه تا ته په ځير شوم :
د رڼا په لمن کې دې ځان داسې ونغښت لکه بوی ، چې د ګل په پاڼو کې ځان پټوي ، سترګې مې چې وغړولې ويده شوی وم .