کابليان

لیکونکی: علي سید سعیدي
محمود بوجۍ په مځکه کیښوده، په لستوڼي يي د تندي خولې پاکې کړي. لمر نيږدې نیم اسمان ګام کړی وه، کولنګ يي پورته کړ، د کولنګ په تیره څوکه يي  یو بل ته مخامخ  د یو ګام  په فاصله لس- دولس ګامه اوږدې لیکې جوړي کړي، هره لیکه يي یو څپک ژوره کړه. سپین سرې  مور يي د خيمي له اړخه سر ښکاره کړ، ناره يي کړه:
بس که نور، دا بیکار، کار به څه درکړي؟ ځان دي په لمر وواهه.
محمود ور وکتل، په اسوده غږ يي وویل:
ادې لږ پاتي، زیاتيې خلاص یم،
له وهل شوي لیکي يي پسته خاوره بیله کړه. سر يي ټیت و، د شونډو لاندي  ورو لګیا و:
په هغو سترګو را ګوره، چې ازار پري نه راځي
زه د هغه چمن ګل یم، چې بهار پري نه راځي
که ځواني شي زما خاوري ، ستا اعتبار پري نه راځي.
له خیمي یو کوچنی ماشوم راووت، ټنډ غمبوري يي سپیره ښکاریدل. خشکي وهلي ول،  ګرمي تور اړولی و، لوڅي پښي راخوشي و، نږدي شو، خولۍ  يی  په لاس کې وه، ویي ویل:
ادکۍ .......
محمود پورته وکتل، مسک شو،
ادکۍ درکړه؟
لاسونه يې له خاورو وڅنډل، ماشوم يې غیږ ته پورته کړ، سینې ته يی جوخت کړ، په مخ يې ښکل کړ، دهلک په وچ غمبوري يې د شونډو چاپ پاتي شو، ستوماني یې ووته. ماشوم يې کوز کړ،  خولۍ یې په سر کړه، ماشوم ته يې خیمې ته د تګ ویل. بیا لګيا شو، وهل شوې لیکې يي له خاورو پاکې کړي، څنګ ته يې د تورو تیږو کوټ ولاړ و، په لاس يې ټولې کړي وې. درې کونجه تیږې يې په وهل شوې مځکه کي کتار لکې کړې. څنګونه يي ورته له خاورو ډک کړل. له ځایه پاسید، چنګ ورته ودرید، په شوق يې وروکتل، د لکو شوو تیږو کتار د خیمي تر خولي رسیدو، خوښې يي شوې، په بوجي کې پراته سپین ګاټي  يې د تورو تیږو منځ کې وشيندل، لار يي جوړه کړه. د خیمي دواړه خوا پردي پورته وي، دري ګامه وړاندي د منجانو دیوال ولاړ و. د پناهې لپاره. محمود کولنګ د خیمې څنګ ته کیښود، یوه ځوانه ښځه له خيمي ووته، لوټکه يي لاس کې وه. ماشوم په ژړا و، مور ټینګ کړی وه، مخ يې ورته غوړاوه. محمود د خیمي مخته کیناست، ښځي وبه راوړي، محمود لاسونه لپه کړل، ښځي وبه ور خوشي کړي. مخ  يي تازه کړ، اوبه ښې ولګیدې، خیشته  لاسونه يې په سر او سټ تیر کړل،  څو غړپه يي  خولې ته واچولې. ښځې پلو کوږ کړ، محمود يې په څنډه مخ وچ کړ.  مور ماشوم خوشي کړ. ماشوم  ښځې ته ورمنډه کړه، په پښو پسې يې ونښت، ښځې غیږ ته پورته کړ، خیمي ته ننوته. مور د واسیلینو سر بند کړ، ویی وویل:
ښه ، دغه لاره به څه درکړي؟  د څپرې غم به دي  خوړلی وه. دې خیمه کي به اوړی پاخه شو. ټولو خلکو څپرې جوړې کړې.  یو مونږ پاتي یو.
محمود له ځایه پاڅید،  شاه او خوا يې وکتل، تر ليري سپینې او شنې خیمي ولاړې وې. کوچییان نه وه، د کابل مهاجر. د سر شاهي (حصار شاهي) دښته نور سپيره ډاګ نه و. محمود وویل.‎
ادې! پریږده خلک پوه شي کابلیان یو،  سرخرود نه په موادو پسې نه یو راغلي.
 
پای

۰۵ / ۰۴ / ۲۰۱۱