افغانستان  په کوم لوري روان دى .؟

افغانستان   هغه هيواد دئ چې  ځينې  ېې ديوه  واحد او خپلواک هيواد په توګه پاتې کيدل نه شي زغملى ، همدالامل دى چې دافغانستان لرې اونږدې دښمنانو دتاريخ په بيلابيلو پړاوونوکې زمونږ د يووالي او ځمکنۍ بشپړتيا د له منځه وړلو لپاره په  هر ډول تو طئو  لاس پورې کړى او هڅه ېې کړې چې په ځانګړې توګه دهېواد اکثريت  ته چې د افغان ملت د ملادتير حيثيت لري په سياسي، کلتوري او ټولنيزو برخوکې نه جبرانيدونکي زيانونه  واړوي  اود  افغانستان په دولتي او سياسي جوړښت کې د هغو د فعال سياسي ګډون  مخه ونيسي.
په ډېرې خواشينۍ سره ،چې  په  وروستيوکلونوکې  دې  ستونزې  ته  دولت اوسياسي فعالينو پام نه دئ  کړئ  ،اوهمدغه نه پاملرنه  ددې سبب شوې ،چې نوروته   دهېواد په کورنيو چاروکې  دلاسوهنو مخه پرانستې پاتې ده. دستونزو اوملي کړاوونو پرمهال د افغانانو ملي ، اسلامي ، کولتوري ، ټولنيزو ، عنعنوي او سياسي ارزښتونوته   مراجعه نه کيږي  ،  د لويو ملي ستونزوپروړاندې ددې  پرځاى چې مبارزه وشي، تېښته ورځنې کيږي  په شته واقعيتونو  اعتراف نه کيږي  اوهمدا سکوت ددې سبب شوى ،چې وړې ملي ستونزې  په لويو کړکېچونو بدليږي.   په تېرو څوکلونوکې  ټول هغه سياسي ګروپونه چې  په يونه يوډو ل  له  حکومت سره  په ائتلاف کې دي  ،ددې پرځاى  چې  حکومت ته ګټورې مشورې ورکړي   دخپل واک دساتلو لپاره يې  په  واقعيتونو سترګې پټې کړي .
  که له ځينو اړخونو  او کارپوهانو له خوا دولت ته درسنيو له لار ې  مثبتې مشورې هم ورکړل شوي  دحکومت له لوري پام نه دئ ورته شوى  که له يوې خوا خپرونې ازادې دي  او خلک  دبيان دازادۍ حق لري  ، بل لوري ته حکومت هم ځان ته حق ورکوي ،چې دهيڅ چا خبرو ته غوږ  ونه  نيسي   . په تېرو څوکلونو کې  دمرکزي حکومت او سيمه ييزو ادارو ناوړه چلند د ولس او حاکميت ترمنځ لويه  تشه رامنځ ته کړې  خلکو په روان بهير باور له  لاسه ورکړى  موږ نه يوازې دا چې   په نوي اساسي قانون پورې تړلي ارزښتونه خپل نه  کړل بلکې  خپل پخواني ارزښتونه موهم ونه شول  ساتلى  .
همدا راز افغان حکومت  په داسې حال کې چې په افغانستان کې دښکېلو لويديځو هېوادونو سره داړيکو منظم  اوتعريف شوى چوکاټ نه لري  ، له ګاونډويو  اواسلامي هېوادو نو سره يې هم داړيکو داسې کوم تګلورى ،چې  دافغانستان  ملي ګټې په کې خوندي وي نه دئ غوره کړى  او همدا دليل دى، چې  زموږ نړيوال  يا بهرنى سياست  پرتعريف شويو ملي اهدافو ولاړ نه دئ .
په افغانستان کې  دملي عدالت اودوګړو ترمنځ دحقوقي مساوات  لپاره دقانون  واکمني  نه ده   پلې شوې  حکومت په وار وار  ټينګارکړى ،چې  دقانون واکمني به راولي  خو کله چې د واک ګډون وال دقانون پروړاندې درېدلي   حکومت دقانو ن  پرځاى دزورواکو خوانيولې او همدا تبعيض  په ولس کې دعقدو ، مخالفتونو او سياسي مشروعيت  دله منځه تللو سبب ګرځيدلى .
په دې برخه کې ترټولو ستر ې بېلګې  دهېواد په شمالي او مرکزي برخو کې د  اکثريت پروړاندې د ځانګړو قومي  ګروپونو   ظالمانه چلند دئ   چې له امله يې ورځ تربلې  دولسونو ترمنځ  اعتما دله منځه ځي او  دملي ټولنې دجوړېدو پروړاندې شته خڼډونه نورهم  لويېږي  . او  که ددې ټولو ناخوالو مخه ونه نيول شي ، افغانستان ته ورپېښ کړکيچ به نورهم پراخېږي  . داپه داسې حال کې ده ،چې افغانستان  دخپل سياسي تاريخ  له وروستيو چانسونو څخه دتېرېدو په  درشل کې  دى  اوکه له همدغو وروستيو چانسونو سمه ګټه وانه خستل شي  شونې ده چې يوځل بيا به له داسې يوه سياسي کړکېچ  سره مخ  کيږي ،چې مخنيوى به يې  ،په افغانستان کې  داوسنيو ښکېلو هېوادونو په وس کې هم نه وي .له همدې کبله  په کارده ،چې   ددې کړکيچ دمخنيوي لپاره په نويو لارو چارو اوتګلارو فکر وشي  .
له ملې کرښې په مننه