
د رسنیو له لارې مو خبرترلاسه
کړچې دطالبانو د اسلامي تحریک دمشرملامحمد عمراخند لخوا خپلو ټولو جنګیالیوته
دښوونځیو د نه ورانولواو نه سوځولو امراو هدایت شوی دی .
موږ د طالبانو د مشر د دغه
نیک اقدام تود هرکلی کوو اوهم ورڅخه د زړه
له کومي مننه کوو او په څنګ کې زموږ دجنګ ځپلي اوهر دم شهید اولس
په استازیتوب د کاییناتو د لوی څښتن په
دربار کې لاس په دوعا دریږو او د خپل رب څخه د دوی د دغه نیک عمل په مقابل کې دوی
ته اجرعظیم غواړواو په ټولو نیکو اعمالو کې ورته دپوره اجر،ثواب اوپوره
بریالیتوبونودوعاګانې کوو .
څه باندې دیرش کاله کیږي چې د دغه
مظلوم اولس د ژوند ټولونوروحیاتي بنسټونوترڅنګ دهیواد د پوهنې بنسټونه چې په هغې
کې د دغه مظلوم اولس سوکالي اوپرمختګ نغښتی دی په ډیربېرحمانه ډول له بیخه نړول
کیږي .
موږپه دې پوره باوري یوچې ددغه تباه کوونکې ورانکارۍ اوجنایت ترشا
د دغه مظلوم اولس د دښمنانو پوره لاس دی ،ترڅويې دهمیشه لپاره ددغه اولس دسوکالۍ اوپرمختګ مخه ډب کړې وي .
ټول انسانان په دې ښه پوهیږي چې
پوهنه دژوندډیوه ده اوهغه څه چې دهغې په واسطه انسانان دخپل ژوند،دنیا،اخرت اودخپل
سپیڅلي دین په معنی اومفهوم باندې پوهوی شي هغه پوهنه اوزده کړه ده. اوهمداعلت چې
زموږرب زده کړه اودپوهې حاصلول په خپلوټولومخلوقاتوفرض کړیده.
خودافغان مظلوم اولس دطالبانو د تحریک
د مشرملامحمدعمراخنداوټولوښکیلوغاړوڅخه ددغه نیک اقدام ترڅنګ دیوبل نیک اقدام
اوشاهکارۍ غوښتنه اوهیله هم کوي چې ددغه قسم جنایتکارو ډلواواشخاصوپه رسوا کولواونیولوکې
هم یوجدي حکم اواقدام وکړي اودغه دخدای ،دخدای درسول اوانسانیت دښمنانوته په عام
محضرکې دخپلواعمالو جزا ورکړي ،ترڅوزموږمظلوم اولس اونړیوالوته دا په ثبوت ورسیږي چې
داجنایتکاران نه طالبان اونه هم د دولت نورې مخالفې ډلې دي ،بلکې داجنایتکاران
دپردیوله خواګمارل شوی ډلې اواشخاص دي.
ومن الله توفیق
احمدشاه امين
جرمني