ځينې خلک
په دې ناسم پوهاوي کې دي
چې د اسلام مبارک دين د ژوند
داقتصا دي چارو په اړه کوم ښکاره او پياوړی
نظام نلري او د ژوند
ټولې اقتصادي چارې په ناکامو ازمويل شويو نظامونو [پانګوالي
اوشريکوالي] پورې تړي، که حقيقت
ته ځیر شو نو پوهيږو چې د دغه
نظر خاوندان داسلام په اړه ډير
لږ او ناسم معلومات لري.
داسلام مبارک دين دانسانانو د ژوندانه د ټولو چارو لپاره يو ډول څلورخواوې يا
بريدونه ټا کلي دي او انسانانو ته لارښوونه کوي، چي
دا بريدونه دې ستاسې
دژوند دغه څانګه جوړه کړي، له دغه سرحدونو بيرون نشئ تللئ، خو د ټاکليو
بريدونو دننه ورته له اړتيا سره سم پراختيا ورکولی
شي،دغه لارښوونې دفردي ژوند له چارو نیولی د عصري تهذيب اوتمدن تر تولو څانګو پورې غځېدلي
دي.
اسلام مونږته د اقتصادي
چارو په اړه هم اصول او بريدونه
ټاکلي دي ترڅو د دغو
بريدونو دننه او له ټاکلو اصولو
سره سم اقتصادي نظام جوړکړواو د اړتيا
په وخت کې داصولو سره سم
تفصيلات وضع کړو.
که د فقهې
کتابونو ته وګورو، جوته به شي چې اسلامي فقهاو د اسلام
له ټاکلو اصولو سره سم
داقتصادي نظام احکام ډير په تفصيل سره ترتيب کړي دي،هغه احکام، چې مونږ ورته اوس اړتیا لرو، په
هغو عمل کوو او په راتلونکي کې مونږ له خپلو اړتیاو سره سم له دغو اصولو څخه نور
احکام عملي کوو.
په ننۍ اقتصادي
زمانه کي بانک او بانکداري په انساني ژوندانه کې د پام وړ رول لري،
بانکونه ډېر داسی
خدمتونه وړاندي کوي، چي دتمدني ژوندانه
او کاروباري اړتياو لپاره ګټور دي لکه له يو ځای څخه
بل ته د پېسو لېږل، له
نورو هيوادونو سره د
راکړې ورکړې
اسانتياوې برابرول،د قېمتي شيانو ساتل، باورليکونه ورکول اوداسې نورې چارې، چې په
ډېره لږه بيه بانک ته
سپارل کيږي او يو بوخت کس له ډيرو جنجالونو خلاصوي، دا
هغه کار دی چې د ټولنې او افرادو
داړتياو د پوره کولو لپاره
بايد جريان ولري او ديوې
مستقلې ادارې
شتون ورته اړين دی. همدا راز د بانکونو
په مرسته د ټولنې اضافه پانګه د
خورې ورې پاتې
کيدو پر ځای په يوه
مرکزي ذخيره کې راټوليږي چي له هغي د ژوند په هر اړخ کې داړتيا پر مهال ګټه پورته کېدلی شي،
لدی پرته عامو وګړو لپاره هم پکې
اسانتياوې شته، هغه دا چې که کومه پانګه دهغوي له اړتیا زياتيږي، هغه په کوم ګټور
کار د لګولو لپاره په انفرادي توګه د هڅې پر ځای ټول په يو مرکز
کې راجمع کړي او په ټولنيزډول په يوه ډاډمنه لاره دغه ټوله پانګه لګول
کيږي چې ترلاسه شوی ګټه
په منظم ډول ددوي تر منځ ويشل کيږي. دغه
بانکونه که څه هم دانسانانو په اقتصادي چارو کي مهم رول لري، له
بده مرغه دسود د داخلېدلو له امله يي ټولنې ته له ګټې
زيان ډير دی، الله تعالی په
قرانکريم کې په تکراري ډول په
ډېرو سختو ټکو دسود له
ورکولو او اخيستلو څخه منعه فرمایلی ده
او دا يي یو ستر جرم بللی دی. د
سود اخیستل په انسان کې د
سخت زړيتوب، خپل سرۍ، بخل او ماده پرستۍ صفتونه پيدا کوي، دټولنې
دوګړو تر منځ د همدردۍ او خپلمنځي
مرستو اړيکې پرېکوي، په خلکو کې
دمال د جمع کولو او يوازې د
خپلو شخصي ګټو د ساتلو ميلان پيدا کوي ، په ټولنه کي دپانګې
دازادانه ګردش مخنيوی کوي او ددولت
مخه له اړو خلکو څخه د شتمنو په لور اړوي چې بالاخره د ټولنې د
بربادۍ سبب شي. سود
داخلاقي، روحاني، اقتصاد او تمدني پرمختګ نه يوازې مخه
نيسي، بلکې د
انحطاط وسيله يې ګرځي.
د ځینو په
وینا، په بانکونو کې د
سودي نظام له بندولو سره به په بانکونو کي پانګه جمع کېدل
هم بند شي، د دوي په اند که دسود د ترلاسه کولو هڅونه نه وي، نو څنګه به خلک په بانکونو کې د خپلې اضافه پانګې ایښودنې ته زړه ښه کړي؟ د دوي په ځواب
کې باید ووايو چې که سود نه وي او پانګه په بانک کي په مضاربت کېښودل
شي نو د پانګې له ايښودلو څخه به دګټې دلاس ته راتلو
هيله خامخا وي او څرنګه چې د
ګټې کچه نامعلومه وي نو
دټاکلې سلنې سره
په پرتله چې څومره دکمې ګټې د
لاس ته راتللو امکان وي، په
هماغه کچه به د زياتې ګټې
ترلاسه کولو امکان هم وي، نو ویلای شو، چې په
کومه اندازه پانګه چي اوس په بانکونو
کې ایښودل
کیږي، دسود له بندولو
وروسته به څو چنده زياتې پيسې په
بانکونو کي جمع کيږي، ځکه چي کارونه
به زيات شي، پرمختګ
به وکړي او په پایله کې به یې ګټې هم ورسره زیاتې شي .
هغه پانګه چې
داوږدې مودې
لپاره په بانکونو کي ايښودل کيږي، په
دوه ډوله ده؛ يو هغه چې
څښتن يې يوازې د
خپل مال ساتنه غواړي، بانک د داسې
خلکو مال دپور په توګه استعمالولی شي،
دوهم هغه مال چې څښتن يې
دبانکونو له لارې په کوم کاروبار لګول غواړي، په بانک کي د دا راز پانګې دايښودلو پر وخت به بانک دپانګې له
څښتن سره يو عمومي ګډون ليک فيصله کوي، بيا
به بانک دغه پانګه له خپلو نورو پانګو سره يو ځای د
مضاربت داصولو له مخې په سوداګریزو، صنعتي، کرنيزو او داسي
نورو چارو کی په کار اچوي،
چي په مجموعي توګه به ورڅخه دوه ډوله ګټې تر
لاسه شي؛ لومړی دا چې د شتمن
ګټې به دکاروبار له ګټو سره تړلې وي، ددي
لپاره به دکاروبار له اړتيا سره سم
پانګه د هغه ملاتړ کوي
او هغه لاملونه به له منځه لاړشي، چې پر بنسټ یې په اوسنۍ
سودخوره نړۍ کې د بازاري
سړښت دوري پريوځي، دوهم دا چې د شتمن
ستر اقتصادي ګټورتوب او د کاروباري
خلکو اقتصادي او صنعتي پوهه چې په
خپلو منځو کي په جګړه دي ،به
هغه مهال يو له بل سره مرسته
کوي، بيا چې بانکونه کومې ګټې له
دغو پانګو څخه تر لاسه کوي د اداري
لګښتونو له ګرځولو څخه وروسته به یې د يو ټاکلي تناسب
له مخې په خپلو ګډونوالو وېشي.
نو که په بانکدارۍ کې
دسود ناوړه او فاسدې چارې نه
وي، بانکوالي به يو
سپيڅلی کار شي او د تمدن لپاره به د اوسني حالت په نسبت خورا ګټور هم وي. د یادولو وړ د ه چې پخپله د شتمنو
او پانګوالو لپاره هم دسود د خوړلو په پرتله دا دويمه سپيڅلی
لاره له اقتصادي پلوه ډيره ګټوره ده.
داوسني اقتصادي بحران يو ستر لامل
دسود دکچې لوړوالی دی چې د
ټولنو په شتمنيو د سود په نتيجه کي
يو څو کسه سرمايه دارانو خېټه
اچولی ده، چې دغه
شتمن او سرمايه دار ورځ تر بلې بډایان کیږي، خو بر عکس غريب او بي وزلي خلک،چې
دسود خورو په جال کې ګېر دي
ورځ تر بلې دغربت او ناچارۍ په
کنده کي ډوبيږي، نو ځکه خو له دغه بې
ساري اقتصا دي بحران څخه د وتلو لپاره د سود د کچې د کمولو هڅې روانې دي، په
ځينو ادارو کې خو دسود کچه نږدې صفر ته
ټيټه شوی ده ځکه اوس غير
مسلم هم پوه شوي دي چي
له دغه بحران څخه دوتلو لپاره
يواځينۍ لار ه همدا ده، چې
مونږ ته اسلام څوارلس سوه کاله وړاندې
ښودلې ده.
اسلامي بانکداري په اکثرو هېوادونو کې په ډېره تېزۍ
سره رواج کيږي او مخ پر وړاندې
روانه ده، چې په
ډيره لږه موده کې به د شريکوالي
نظام په شان دپانګوالۍ نظام هم محدود
شي او ميدان به يوازې اسلامي اقتصادي
نظام ونيسي.
په همدې هیله
وروستي