غلی ښه يم

  دادغم ځانګو کی ځنګیدلی ښه یم مه می ویښوی زه خوبولی ښه یم چه په خبرو زما خلک خفه کیږی مه می غږوی همداسی غلی ښه یم د لته کینه او د لته د ښمنی و ینم د دی وران کلی نه و تلی ښه  یم چه په خوږو کی راته زهر راکوی دهغه کور نه پښه نیولی ښه یم چه په غریب به می ملاوه تل تړلی همداسی سر ماتی سرتړلی ښه یم چه داستا په محبت می کړه نازونه اوس دی په نوم زه شرمیدلی ښه یم داسی اورم یاسین زی لکه چی وایی ستا له یاری نه په شا تللی ښه یم