د افغان کلتوري ټولنو د جرګې اعلاميه

دافغان کلتوري ټولنو جرګه د یو شمیر هغو کړيو او اشخاصو کړنې غندي ، چې د هیواد له اساسي قانون سره په مخالفت يې د دې هېواد د ملي ترمینالوجۍ په خلاف مټې رانغښتې او په دې اړه د ولسي جرګې د ځينو وکيلانو غيرمسوولانه څرګندوني په کلکه غندي.
 دافغان کلتوري ټولنو جرګه پر ملي اصطلاحاتو د اطلاعاتو اوکلتور وزير ښاغلي عبدالکرم خرم ټينګار د هېواد له اساسي قانون سره نه يوازې يوسم عمل بولي، بلکې د ملي اصطلاحاتو ساتل او کارول د دغه وزارت دنده او مکلفيت هم ګڼي.
موږ په داسې حال کې چې یو ځل بيا له خپلو ټولو ملي ارزښتونو، هېوادپالو چارواکو او اساسي قانون څخه خپل ټینګ ملاتړ څرګندوو، د ملي شوری له دواړو مجلسونو هيله کوو چې هر چا ته د هغوی د شخصي سليقې په بنسټ حق ور نه کړي ، چې د اطلاعاتو او کلتور وزير په څېر هېوادپال شخصيتونو او د هغوی رغنده اقداماتو ته زيان ورسوي.
د افغان کلتوري ټولنو جرګه د دې خبرې يادونه يو ځل بيا کوي ،چې د هېواد د ملي ترمينالوجۍ د ساتنې او پالنې تر څنګ بايد له قانون سره سم پښتو ژبې ته هم حق ورکړل شي ،چې د افغانستان په ټولو حکومتي ادارو، ښوونيزو موسسو او د تدريس په چارو کې په مساويانه توګه و کارول شي. همدارنګه د پلازمينې په شمول دې په ټول هېواد کې د افغان ولس بچيانو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې زمينه برابره شي.
په همدې توګه د افغان کلتوري ټولنو جرګه هيله لري ، هغه کسان بايد د ولسي جرګې له خوا استجواب ته را وبلل شي،  چې د دې هېواد د ملي ارزښتونو زوال ته يې ملا تړلې، هرګام او عمل يې د افغانستان د سترو ګټو په خلاف دی.   په درنښت
د افغان کلتوري ټولنو جرګه