ژاک شيراک

دپخواني ولسمشر شېراک  محاکمه  دجون ترمياشتې وځنډېده پر نوموړي  تور دی ،چې له بيت المال ېې ناوړه ګټه پورته  کړې ده ، 78 کلن شېراک دولس کاله دفرانسې ولسمشر و اوس هم له  ولسي ملاتړ او محبوبيت  برخمن دی ، خو دپاريس دښاروال په توګه ېې د  دندې  پر مهال دخپلو ګونديانو لپاره  وهمي دندې رامنځته کړې وې .
شېراک خپله محکمې ته نه و راغلی خو وکيل ېې حاضر و او پر نوموړي  ېې دا تورونه  ناسم وبلل خو محکمې قناعت ونه کړ او خبره ېې درې مياشتې نوره هم ټال کړه دا به له 1945 ز راوروسته  دفرانسې دولسمشر لومړنۍ محاکمه وي  .
شېراک دولسمشرۍ  پر مهال له قانوني خونديتوب  برخمن  و څارنوالې  او محکمې نه شو کولای ، چې پر نوموړي  عريضه وکړي  دا محاکمه  پوره 11 کاله وروسته پيل شوه  ځکه  شېراک  له 1995-1992 ز کلونو پر مهال دخپل ګوند 28 سياستوالو ته  دښاروالۍ له بوديجې معاشونه  ورکړي دي.  که پر نوموړي  دا تور ثابت شي شېراک به 10 کاله زندان  او 150 زره يورو نغده جريمه  ورکوي  دا به  له ويليب بيټان راوروسته  دويم ولسمشر وي ،چې جنايي محکمې ته وړاندې  کيږي  په 1945 ز کې بيټان پر ملي خيانت تورن شوی و.
چيرې ،چې قانون حاکم وي هلته  به دژاک شېراک په څير چپه شاخ ولسمشر هم  اړ ويستل کيږي ،چې محکمې ته حاضر شي ديادونې ده نوموړي  دا پېسې خپل جيب ته نه ، بلکې له بيت الماله اخستې او پرخپلو ګونديانو ېې ويشلې  دي هغوی هم فرانسويان  دي  .
دمملکت خدا داد افغانستان دې الله مل شي ويل کيږي ،چې له 15 زياتو وزيرانو دوسيې په څارنوالۍ کې پرتې دي. دا هم ويل کيږي ،چې خپله دمحکمې رئيس پوهاند صيب په فساد کې ښکيل دی دلته اوس  فساد ، درغلي ، رشوت  يو کلتور دی  راځئ ،چې دښاغلي ژاک شېراک دژوند د لوړو او ژور خبر شو ،چې څرنګه دبيوزله  فرانسوي  په توګه ېې ځان  دفرانسې دولسمشر مقام  ته ورساوه .
دفرانسې دپخواني ولسمشر شېراک دخبرو بڼه داسې  ده ته وا،چې شعر  وايي، له خبرې وړاندې ښه سوچ کوي او په تول تللي خبرې کوي.  ددې جنجالي څېرې داځانګړنه به تر ډېره په ذهن کې انځور شوې پاتې وي نوموړي  دوه ځلې دفرانسې  دولسمشر په توګه لوړه کړې  ده او  سياسي دريځ ( ستيج ) يې تود ساتلی و. پردې سربېره خپله دفرانسويانوله انده دده بد عادت له خوړو سره  ډيره مېنه ده يو ځل خو دانګريزانو دپخلنځي او خوړو په اړه  ويلي و ( سړی نشي کولای ،چې پر هغه دومره باور وکړي ،چې  خواړه  تر دې کچې  بدخونده وي ) دې خبرې ،چې دخېټې له تاوه ېې کړې وي ډيره موده دفرانسې اوانګلستان ترمنځ ډيپلوماتېکې ستونزې  راپنځولې وې .
ژاک رينيه شېراک  په 1932 ز کې دپاريس په پنځمه حوزه کې نړۍ ته سترګې پرانېستې دي په 1956 ز کې ېې له برناديټ دوکورسيل سره ګډ ژوند پيل کړ . مېرمن ېې دفرانسې  له معتبرو کورنيو څخه ده . دشېراک او مېرمن ترمنځ ېې ټولنيز توپير له  ورايه جوت  و، شېراک له بزګرې کورنۍ سره تړاو لري . دخپلې کورنۍ  يوازینی زوی  و خور ېې په کوچنيوالي کې  مړه شوې وه دشېراک  دوه بچيان دي : لورانس او کلوډ .
شېراک  دپاريس په  يوه ښوونځي کې خپلې لومړنۍ زده کړې پيل  کړې  ،له فراغت وروسته ېې د لوړو زده کړو پر مهال   له کيڼ اړخه  خوځښت څخه اغيزمن شو د ( لومانيتيه ) په نوم ورځپاڼه ،چې دخوځښت لخوا چاپېدله پر سړکونو پلورله  او دخوځښت  په ناستو کې به ېې ونډه اخسته، کله ، چې په 1953 ز کې شېراک  له دوبني  ښوونځي فارغ شو بيا دمنجمنټ او ادارې مشهور انسټيټوټ  ته ولاړ  له دې  ادارې  څخه  دفرانسي لوړپوړي  مامورين فارغيږي ، خو شېراک دکمونيستي شاليد له کبله  کومه دپاموړ رتبه  تر لاسه  نه کړه. دا مهال نو نوموړي  دخپلې مېرمن له کورنۍ مرسته وغوښته ،چې هغه مهال دفرانسې له معتبرو هغو ګڼل کېده.  ديادونې ده ،چې هغه مهال دمېرمن کورنۍ ېې شېراک ته دخپل لور د وړ مېړه په سترګه نه کتل . شېراک وتوانېده ،چې په 1954 ز کې يې دسياسي زده کړو پوهنځي ته مخه کړه او ډیپلوم ېې تر لاسه کړ .
دا مهال نو ،چې شېراک  دمنجمنټ او ادارې له انسټيټوټ څخه فارغ شوی، بخت ېې وځليده هغه هم داسې ،چې ده ېې په خپله هيڅ اټکل هم نه کاوه په 1960 ز کې دلومړي وزير جورج بومبيدو مرستيال وټاکل شو دا مهال شېراک په همدې حکومت کې کشر وزير و. نوموړي  دبرياليتوب  پر درشل ودرېده په 1979 زکې  دفرانسې  لومړی وزير شو ، خو دوه کاله وروسته ېې استعفا ورکړه  .
شېراک له دې وروسته  د18 کلونو لپاره  دپارېس ښاروال شو دماموريت  دا دوره دشېراک په سياسي ژوند کې تور داغ شو دتورونو ، رسواييو کمښت  نه و پر نوموړي  دا تور ،چې  له عامې پانګې څخه ېې دځان لپاره ګټه اخستې ده او داسې نور هغه ..
پردې هر څه سربېره شېراک داسې زړه راښکونکې څېره لري ،چې دهر چا خوښيږي ارام طبعيت لري ، دخبرو پر مهال له سوچ او غور کار اخلي ، شېک پوش دی نوموړی  تل  دپاريس پر موډ برابر پوښاک کاروي  ،چې په دې برخه کې ېې لوړه ونه هم ورسره  مرسته کوي  ، خو دده خلف نيکولای سارکوزي بيا داسې نه دی  څه ، چې پر مخه ورشي اغوندي  ته وا کټ مټ لکه  پخواني ولسمشر فرنسوا ميتران به، چې اغوستل  .
په فرانسه کې دميتران نوم له  يو شمېر پروژو سره  تړل شوی دی   دبېلګې په توګه  د ( لوفرواوپر باسټيل ) موزيم  شېراک  هم وغوښتل ،چې دده نوم هم له يوې هنري ډالۍ سره غاړه غړۍ شي ،چې دهنر دا پلازمينه نور هم ښايسته کړي او د ده  د ولسمشرۍ  دمهال لاسته  راوړنه  وګڼل شي هماغه و،چې د(قبيلوي هنرونو / لوکي دوبرونلي ) په نوم ېې په 2006 ز کې دا موزيم پرانېست  دلته  له شېراک سره بخت ياري  ونه کړه دحقوق بشر يو شمېر موسسو او تاریخپوهانوپرې نېوکې وکړې   او دا موزيم  يې دافریقايي تاريخ په اړه دامپرياليزم د دریځ ښکارندوی  وباله  . که چيرې دې موزيم  په فرانسوي تاريخ کې  دشېراک له هيلې سره سم دده نوم خوندي نه کړ ، خو فرانسويان  به ېې تل د يو کلاسیک  سياستوال  اوارام ولسمشر په توګه پيژني نوموړی  به تر ډيره د يو اتل په بڼه پاتې وي  پردې سربېره شېراک  ټوکي او حاضر ځوابه  دی ، له خوړو سره ېې ډېره لېوالتيا درلوده .
شېراک دخوړو په اړه ټوکې لري دبېلګې په توګه  دالمان  له پخواني سلاکار ګيرهارډ شرودر او دروسيې  ولسمشر ولاديمير پوتين سره ېې  دېوې غونډې په څنډه کې ټوکه وکړه او دبرتانويانو دخوړو سپکه ېې ورته وکړه : (برتانويانو  په اروپا کې  کرنې ته يوازې  دغوايي ليونتوب  ډالۍ کړې دی ) انګلستان  له فنلينډ وروسته  دويم هېواد دی ،چې بې خونده خواړه  لري . يو ځل دناټو عمومي منشي ورنه  وغوښتل ،چې داسکاټلينډ خواړه وڅکي  دا مهال نو شېراک داسې نېوکه پرې وکړه : ( له ناټو سره زموږ  ستونزې له همدې ځايه راپيدا کيږی ) .
شېراک 18 کاله  دپارېس ښاروال و دلومړي ځل لپاره  په 1995 ز کې بيا دفرانسې دولسمشر په توګه وټاکل شو ،چې بيا په 2002 ز کې د ټاکنو له لارې  ېې بيا دا څوکۍ وګټله  نوموړی  په فرانسه کې  له مشهورو او ټولمنلو سياستوالو څخه  ګڼل کيږي  شېراک  دشلمې پیړۍ په پنځوسمو کلونو کې دسياست ډګر ته  ورننوت  او له شارل ديګول څخه اغيزمن و .
شېراک په خپل سياسي ژوند کې لوړې دندې تر سره کړې دي  نوموړی  له 1976 -1974 ز او 1988- 1986 ز پورې دوه ځل  دلومړي وزير په توګه دنده ترسره کړې ده په 1962 ز کې د لومړي وزير جورج بومبيدو مرستيال و په 1965 ز کې د کوريز ايالت  په سانفريول  کې سيمه یيز سلاکار و  وروسته بيا په 1967 ز کې له همدې سيمې پرلمان ته بريالې شو  وروسته  بيا په حکومت کې د دندو وزيرشو .
پردې سربېره شېراک  له 1974-1967 ز ترمنځ  د ټولنيزو چارو ، ماليې ، سوداګرۍ ، کرنې او په پای کې دکورنيو چارو دوزير په توګه  دندې ترسره کړې دي . په فرانسه کې د1974 ز دولسمشرۍ  له ټاکنو وروسته  واليري ګيسکار ډيستان ، شېراک دخپل لومړي  وزير په توګه وټاکه .
دشېراک په سياسي ژوند کې 1976 ز  پرېکنده کال ګڼل کيږی نوموړي حکومت پرېښود او دجمهوريت لپاره دخلکو ګوند په نوم ېې سياسي خوځښت پيل کړ په 1977 ز کې ېې دښاروالۍ ټاکنې وګټلې او دپاريس ښاروال شو ،چې نوموړی  بيا تر 1995 ز پورې دا دنده تر سره کړې ده .
په 1986 ز کې ،چې اشتراکي ګوند په ټاکنو کې ناکام شو ولسمشر فرنسوا ميتران  شېراک دخپل لومړي وزير په توګه غوره کړ په 1988 ز کې شېراک  دميتران پر ضد په ټاکنوکې برخه واخسته خو ناکام شو ،خو7 کاله وروسته  بيا بريالی شو او خپل سيال ليونيل جوسپان ته ېې ماته ورکړه او 52.6% راېې ګټلې وې  د 2002 ز دولسمشرۍ ټاکنې داسې وې ،چې شېراک په غوڅ اکثريت بريالی شو دا مهال ېې نو دفرانسې  پر سياسي ډګر خپل ژور اغيز پريباسه  او دنوموړي  يو له سترو سمونو او بدلون دا و ،چې دولسمشر کاري دوره ېې له  7 کلونو 5 هغو ته راکمه کړه ،چې دپارلمان  له دورې سره يوڅير شي .
شېراک په 2003 ز کې پر عراق دبريد مخالفت کاوه په 2008 ز کې ېې په خپل نوم ( دشېراک دکلتوري خدمتونو) يوه موسسه پرانېسته،چې اوس هم په فرانسه کې پر فعاليت بوخته ده .