تېودر څو ګوتنبرګ

 
 
 
پښتو متل دی، چې ژبه هم کلا ده هم بلا! همدغه خبره په لويديځ کې د دموکراسۍ په هکله هم صدق کوي. دلته د دموکراسۍ مانا دا ده : څوک چې حق لري او واک لري، مسؤليت هم لري. هر څوک تر هغه ازاد دی ، چې نورو ته يې زيان نه رسيږي. يانې مطلقه ازادي نشته.
 د دموکراسي تعبير بيا زموږ  په هېواد کې بل ډول دی : دموکراسي =انارشي. هر څه دې، چې زړه غواړي هغه کوه او مسوليت نشته، په دې شرط چې زور او زر ولرې !!!
راځئ په لويديځ کې د دې بلا (دموکراسۍ) يوه پايله وګورو، چې څنګه يې يوه سياسي سټه په لږه موده کې په ايرو واړوله.
 تيودر څو ګوتنبرګ د دغه هېواد پخوانی دفاع وزير ، چې د يوې شتمنې کورنۍ او له يوه شتمن ايالت (بايرن ) څخه، په ډېره دبدبه د جرمني د دفاع وزارت  څوکۍ ته په داسې مهال ورسيد، چې ﻻ ډېر ځوان و. د دې دندې د تر ﻻسه کولو څه موده مخکې په افغانستان کې هم د جرمني پوځيانو لخوا داسې تيروتنې شوي وې، چې د دغه هېواد په رسنيو کې ورباندې زيات بحثونه کيدل او د دوی د پوځونو پر موجوديت باندې نيوکې کيدلې او موثريت يې تر پوښتنې ﻻندې راوستل کيده. يوه لويه پېښه هم هغه وه، چې د افغانستان په شمال کندوز وﻻيت کې له ناټو څخه د جرمنانو په غوښتنه، پر هغه د تيلو ټانکر باندې بمباري وشوه، چې د طالبانو لخوا تښتول شوی و او  کلي خلکو ته بلنه ورکړل شوي وه، چې تيل ځينې ويسي. په دغه پېښه کې يو زيات شمېر ملکي خلک وژل شوي وو.
ګوتنبرګ د دندې په تر ﻻسه کولو سره ډېره نندارې او شوو ته مخه کړه. پر اپوزيسيون ، پوځيانو او نورو يې نيوکې زياتې وې، د افغانستان د پېښو په هکله به يې ورته اشاره کوله. په تلويزيون کې به هم له خلکو،کله نا کله  د شيک پوش او  ښايسته سياستمدار په هکله  پوښتنې کيدلې، چې ځواب به يې ګوتنبرګ و.
د اپوزيسيون هم ګوتنبرګ ته زړه ډېر ډک و او د ګوزار لپاره يې  مناسبه موکه لټوله. داسې حالت له هر پلوه د اپوزيسيون لپاره د زغملو وړ نه و. داسې يوه موکه باﻻخره اپوزيسيون ته په ﻻس ورغله او يا هم کيدی شي، په منځته راوستو کې يې هم هڅې کړي وي.
 
  څو موده د مخه د (( زيود دويچې څايتونګ )) د ورځپاڼې د  16.02.2011 مې نېټې په حواله ، د جرمني دفاع وزير ګوتنبرګ په علمي غلا تورن شو. د ((بايروت پوهنتون )) يو پروفيسور د نوموړي هغه تيزس څارلو په کوم، چې ده دوکتورا اخيستې ده. ياد پروفيسور د ګوتنبرګ په تيزس کې داسې معلومات موندلي چې ګوتنبرګ د سرچينې د يادولو پرته کاپي کړي دي. تر ټولو مهمه او جدي مسئله دا ده چې يو پراګراف يې د يوه اخبار څخه را اخيستی او هغه يې په ځان پسې تړلی دی او داسې تر ۱۵ پورې نورې تيروتنې هم شته چې سرچينه يې نه ده ياده شوې.
دغه خبر، لکه سپرغۍ چې تيلو ته ورسيږي، ګرم بحثونه او نيوکې راپيدا کړې. نور په رسنيو کې هغه ګوتنبرګ نه تر سترګو کيده، چې خپله ننداره به يې پر خلکو خرڅوله د موسکا ځای د جرمنيانو  په اصطلاح (اوږد مخ ) نيولی و. اوس پر نورې نيوکې نه وې ، بلکې له ځانه دفاع وه.
 
په برلين کې د پوهنتون ځينې استادان په دې نظر وو، که چېرې دغه ادعا په ښاغلي ګوتنبرګ په اثبات ورسېږي نو هغه بايد له دوکتورا تېر شي او يا بايد له سره په بله موضوع کې دوکتورا واخلي.
له بلې خوا د جرمني د حکومت اپوزيسيون چې سوسيال دموکراتان دي پر دې ټينګار درلود، چې بايد ګوتنبرګ له خپلې دندې ګوښه شي. دوی دا هم ورسره ويل، چې دی  تکړه ځوان دی خو دغه تېروتنه يې هېڅکله هم د زغملو نه ده.
د نوموړي د ملاتړ په موخه لومړۍ وزيرې انګېلامرکل، د جرمني دپوهنې وزېرې او د ماليې وزير هم په رسنيو کې مرکې وکړې او ويل يې، چې دا ډول تېروتنې له هر چا کېږي موږ هيله مند يو چې ګوتنبرګ به خپله دفاع وکړي.
ګوتنبرګ خپلې تيروتنې ومنلې او وايي چې ما خپل تيزس په اوو کالونو کې وليکلو او غوښتل مې سره له دې چې زه يو سياستمدار شم بايد يو ځوان پلار هم وم. نو ځکه کيدای شي زما په تيزس کې ډېرې تیروتنې شوې وي او زه د هغې ټولو له کبله بښنه غواړم. دی زياتوي تر هغې چې زما مسئله د پوهنتون سره نه وي حل شوې زه به ځان ته ډاکټر نه وايم. خو زه باوري يم چې بېرته به دغه لقب ترلاسه کوم.
وروسته له هغې، کله چې دغه مسئله رسنيو ته ووتله، ښاغلی ګوتنبرګ په يو ناڅاپي سفر افغانستان ته وتښتېد او هلته يې د خپلو سرتېرو سره يوه شپه تېره کړه. (افغانستان ته ، حتی د يوې ورځ تګ هم د لويديځوالو سياستمدارانو لپاره اتلولي ښکاري ) د ده دغه ناڅاپي سفر چې افغان چارواکو هم ترې نا خبرې ښودلې وه او  په برلين کې هم ډېر چارواکي او رسنۍ پرې خبر نه وو، کيدای شي د همدغه پښې سره تړاو ولري. د برلين پوهنتون د يو استاد په وينا چې ګوتنبرګ غوښتل ځان له رسنيو پټ کړي او د ده لپاره د افغانستان پرته بل مصؤن ځای نه وو نو ځکه دی افغانستان ته وتښتېد.
د جرمني دفاع وزير تېودر څو ګوتنبرګ ، له ددو اونيو نيوکو او زړه خوړلو وروسته ستړی شو او دا يې غوره وګڼله ، چې خپله استعفا وړاندې کړي. نوموړي د روان زيږديز کال د مارچ په لومړۍ نېټه  د دغه هېواد لومړۍ وزيرې انګيلا مېرکل ته خپله استعفا وړاندې کړه، او له ټولو دندو يې ځان ګوښه کړ.دا وه په لويديځ کې د دموکراسۍ پايله ، د متخلف لپاره بلا وه خو دخلکو دفاع لپاره يوه کلا ده.
د افغانستان د دموکراسۍ په هکله يوازې د چټلې نوم ورزياتولی شو (چټله دموکراسي). دغه ناوړه دموکراسي يوازو د چارواکو او زورواکو په خدمت کې ده او بلا يې يوازې پر ملت نازله شوې. که داسې معيارونه په پام کې ونيسو لکه جرمني کې يې، چې ځوان وزير په ګونډو کړو، نو په افغانستان کې به يو څو په ګوتو شمېر وزيران او نور لوړ پوړي چارواکي په خپلو دندو پاتې شي.
په افغانستان کې د وزارت او ځينو نورو مهمو څوکۍ ته د رسيدلو لپاره هم  د لوړو زده کړو د سند موجوديت اړين دی خو يو زيات شمېر چارواکو داسې ﻻسوندونه د پاکستان په چوک يادګار کې په جعلي توګه جوړ کړي دي او يا ايران په دې برخه کې ورسره مرسته کړې ده. د دغو چارواکو لست اوږ د دی او اسانه به دا وي ، چې د يو څو تنو هغو کسانو نومونه واخستل شي ، چې اسناد يې کره او سم دي . په دغه کسانو کې د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي، د ماليې وزير زاخېلوال، دادفر سپنتا او يو څو تنه نور دي. د شمال ټلوالې زياتره وزيران او  د احمدشاه مسعود زياتره باډي ګارډان او نږدې همکاران هم لوړو څوکيو ته رسيدلي، چې لوړې زدکړې خو څه ، چې ښوونځي يې هم پای ته نه دي رسولي.
د بېلګې په توګه د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي خو حتی  دولسم ټولګی هم نه دی لوستی. د ده په سوانحو کې دا تناقض تر سترګو کيږي، چې له يوې خوا يې  د دولسم ټولګي د لوستلو خبره په افغانستان کې کيږي او له بلې خوا بيا ويل شوي، چې  شپاړس کلن و ، چې جهاد ته تللی. په افغانستان کې  ښوونځي ته د شمول سن لږ تر لږه شپږ کلني ده او  د فارغيدو عمر په دې توګه بايد اتلس وي. په دې توګه د ده خپلې سوانحې دا په ډاګه کوي، چې نوموړی دولسم پاس هم نه دی. (کيدی شي، د دغه ليکنې تر لوستو وروسته يو ځل بيا پر خپلو سوانځو کې بدلون راولي ).
له دومره خبرو اترو وروسته راځئ، د ګوتنبرګ ژوند او زده کړو ته هم يو ځغلنده نظر وکړو. که دوکتورا يې نه منل کيږي، خو لوړې زده کړې يې درلودې او د لياقت څخه خو يې سترګې نشي پټيدلی.
ژوند ليک :
تېودر څو ګوتنبرګ  د 1971 ز کال د ډسمبر په 5 مه نېټه د جرمني د بايرن ايالت په مرکز  مونشن کې په يوه ارستوکراته او بډايه کورنۍ کې زيږيدلی. پوره نوم يې ( کارل تيودر ماريا نيکوﻻوس  يوهان ياکوب  فيليپ فرانڅ جوزف  سيلويستر فرايهېر  فان  اوند څو ګوتنبرګ ) دی.
نوموړی (ټول نوم به يې نه تکراروم ) جرمنی سياستپوه د جرمني په بايرن ايالت کې (( د مسيحي سوسيال اتحاديې ))  Christian Social Union (CSU). غړی دی.
د نوموړي سياسي څېره هغه مهال په پنځيدو شوه، چې د خپل ګوند لخوا په 2002 ز  کال کې پارلمان ته غوره شو او وروسته له دې په ګوند کې دننه يې هم پرمختګ وکړ.
 په2009 ز کال کې د جرمني د اقتصاد او  ټکنالوجۍ وزير دنده درلوده او له 2009 ز کال تر2011 ز کال د مارچ لومړۍ نېټې پورې يې د دفاع وزير په توګه دنده تر سره کړه.
 
زده کړې :
په 1991ز کال کې د روزنهايم له  ګېمنازيوم څخه فارغ شو او بيا عسکري خدمت ته وليږل شو.
له 1992ز کال څخه يې تر1999 ز کال پورې د جرمني د(( بايروت )) ښار په پوهنتون کې د قانون په هکله زده کړې تر سره کړې. ګوتنبرګ همدا راز د مونشن په پوهنتون کې د سياسي اقتصاد زده کړه هم موازي پيل کړه. په 1999ز کې د بايروت له پوهنتون څخه فارغ شو. د زده کړې په بهير کې يې د فرانکفورت (د ماين تر څنګ ) او د نيويارک په ښارونو کې په ځينې کمپنيو کې عملي کارونه (پراکتيک) هم سرته ورسول.
ګوتنبرګ په 2007 ز کال کې خپله دوکتورا د حقوقو په هکله دفاع کړه، چې له پايلو يې ګران لوستونکي خبر دي.
 
ماخذونه :
ويکيپېديا
روهي ويب پاڼه د خبرونو برخه :
د جرمني دفاع وزير خپله استعفا وړاندې کړې 
 
روهي ويب پاڼه
د جرمني د دفاع وزير ګوتنبرګ په علمي غلا تورن شو
سيدعبدالله ولي زی