
روهي(څلورنۍ/۶ د لیندۍ)،د کابل د ختيځې څنډې په یوه لوی نظامي مرکز کې د مېرمنو يوې ډلې د غره لمن ته نژدې ډزې کولې. پوځي یونیفورم یې اغوستی، په زغروالو او محافظتي خولیو هم سمبالې وې. تور رنګه M4 ټوپکونه یې په لاس خپلې نښې یې پخولې. دوی د افغان ځانګړو ځواکونو پوځیانې وې. ما يې دوه ورځې سخت او درانه پوځي تمرینونه او نښه ويشتنه له نژدې ولیده.
هغه څه دي چې دوی له نورو ځانګړې کوي. د مېرمنو دا ډله په افغان پوځ کې یوازېنۍ هغه ده چې کار یې عملیاتي بڼه لري او عملاً په جنګي عملیاتو کې برخه اخلي. د افغان حکومت په ځانګړو پوځي عملیاتو کې- هغه که شپني یا ورځني وي- ښځینه ځانګړي ځواکونه ګډون کوي او له دوی پرته هېڅ عملیات نه کېږي.
د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قومندان محمد فرید احمدي وايي، دغه سرتېرې له نارینه پوځيانو سره د هغو کورونو په پلټلو کې مرسته کوي چې شک پرې کېږي. ښځینه ځانګړو ځواکونو قومندانې چې نه غواړي نوم یې واخیستل وایي دوی باید تل د تیارسئ په حال کې واوسي.
هغه وايي "زموږ دندې سملاسي دي. له وړاندې مو نه خبروي او ځای یې هم مشخص نه وي، درې یا څلور ساعته وړاندې راته وايي چې عملیات لرو، نو نجونې تیارېږي، لنډ معلومات ورکول کېږي او ځي د عملیاتو په لور." دې قومندانې د خپل ځان په اړه وویل چې په امریکايي فلمونو کې د پوځي مېرمنو په لیدو یې له نظامي کېدو سره مینه پیدا شوه.