کورنيو چارو وزارت: هر کله چې تلفات ډېريږي، نو افغان ځواکونوو ته د شاتګ امر کوو

روهي (يوه نۍ/۲۳ د غوايي)، د کورنيو چارو وزارت وايي، چې له طالب وسله والو سره په جګړه کې چې د ملکي کسانو او افغان ځواکونو د تلفاتو د لوړېدو چانس وي، نو ځواکونو ته د شا تګ امر کوو.

د ياد وزارت وياند نجيب دانش رسنيو ته ويلي، "که چېرې وپوهيږو چې په دغه ځای کې د مرګ - ژوبلې شمېر لوړېدای شي، نو ځواکونو ته د شا تګ امر کوو."

بيا له بلې خوا د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند جنرال محمد رادمنش وايي، چې په جګړه او بريدونو کې د تلفاتو رامنځ ته کېدل يوه طعبيي خبره ده او جګړې له تلفاتو خالي نه وي.

نوموړی زياتوي، "په تېره اونۍ کې مو ډېرې ولسوالۍ له طالب وسله والو ونېولې، د ولسواليو نېول او جګړه پرته له تلفاتو د امکان وړ نه ده."

له تېرو دوه اونيو څخه، د هېواد په بيلا بېلو ولايتونو کې طالب وسله والو په ولسواليو باندې برېدونه زيات کړي، چې له امله يې يو شمېر ولسوالۍ تر خپلې والکې لاندې راوستلې دي.

يوازې تېره اونۍ، طالبانو د بدخشان کوهستان ولسوالي، د فاریاب بلڅراغ ولسوالي او د بغلان تاله او برفک ولسوالۍ تر خپلې والکې لاندې کړې، چې وروسته يې افغان حکومت د بېرته نېولو راپورنه خپره کړل.