دکابل ښاروالۍ دښاري خدمتونو دمرغومي مياشتې لنډ رپورټ

دښآري خدمتونومطبوعاتي دفتر:  کابل ښاروالۍ کوښښ کړى، چې دتېرپه څېرخپلودرنوښآريانوته اړين خدمات وړاندې کړي.پدې لړکې يې دروان کال دمرغومي  په اوږدوکې لاندې چارې، دځينونورواداروسره دهماهنګۍ په رڼاکې  ترسره کړي،چې ستاسې درانه حضورته يې وړاندې کوو:   كابل كې دافغان خدماتي ګروپ لخوا مغازه پرانيستل: دې مغازه كې څلورډوله خوراكي توكي:وريژې، غوړي،اوړه اوبوره(چيني) له بازارنه په ټيټه بيعه پلورل كيږي.البته پر هغوكسانو،چې په افغان چانس كې يې ونډه اخيستې وي اويايې افغان چانس ته ديوه كال لپاره ۱۵۰۰ افغانۍ پوره وركړې وي. دغه مغازه دكابل ښآرپه (اولومكروريانو)كې واقع ده،چې دسوداګريو چارودوزيرډاكټرميرمحمدامين فرهنګ،دكابل ښاروالۍ دمرستيال الحاج  غرزي خواخوږي،داطلاعاتوفرهنګ معيين ښآغلي پوهنمل غلام نبي فراهي،دنړيوالو سوداګريزوخونو عامل رئيس ښاغلي فاروقي،دافغان ټلوېزيون رئيس ښاغلي احمدشاه افغانزي لخواپرانيستل شوېده.  دكابل ښاروالۍ مرستيال وويل،چې دغه كارله بې وزلوسره لويه مرسته ده ،چې له بازارنه به په ټيټه بيعه سوداوې رانيسي. دغسې كارونوته هركلى وايي اودپياوړتيالپاره يې هرډول مرستې ته چمتوده. هغه له ملي سوداګرونه وغوښتل چې دغه وړپروګرامونه رامنځته کړي.    الحاج غرزي خواخوږي ديوشمېرښاريانوستونزې واورېدې: د كابل ښاروالۍ مرستيال الحاج غرزى خواخوږي دكابل ښار له يو شمېر ښاريانوسره وكتل اود هغوى ستونزې او ربړې يې واورېدې اواړوندواداروته يې دحل لپاره هدايت وركړل . ځينوكسانو دځمكو پرسردشخړويادونه كوله،چې ځينوزورواكانو ترې نيولي دي. هغه يادونه وكړه، چې له څه مهاله  راهيسې له زورواكانوسره په اخ وډب اخته دى او تر ډېره يې كوښښ كړې چې غصبې كړې ځمكې ترې بېرته ونيسي. همداراز هغه يادونه وكړه،چې په كابل كې ډېرخلك دكورونو له نشتوالي سره لاس اوګرېوان دي. دى وايي كه هره اداره خپلومامورينواونوروچارواكيوته دهستوګنځايونوپه جوړولوكې مرسته وكړي، نوترډېره به ستونزه كمه شي.   كابل ښاروالۍ دشپږوناحييودپاكۍ چارې خصوصي سكتورته وركړې: دمرغومي  پر۵ مه ديوې غونډې په ترڅ كې چې دكابل ښآروالۍ په مركزي غونډيځ كې جوړه شوې وه، دكابل ښاروالۍ دشپږوناحييو:دوهمې،درېيمې، څلورمې،شپږمې اويولسمې ناحييې دپاكۍ چارې، دكابل ښاروالۍ لخواخصوصي شركتونوته وركړل شوې. دكابل ښاروالۍ مرستيال غرزى خواخوږى  وايي چې دغه چارې يې په امتحاني ډول ديوكال لپاره، بېلابېلوشپږوشركتونوته وركړيدي. هغه وايي:كابل ښاردپراختياپه حال كې دى اوډېروګړي پكې اوسي،چې دوى ورته په سمه توګه نه شواى رسېدلاى نوله همدې وجې يې دپاكۍ چارې خصوصي سكتورته وركړې.   شخصي شرکتونودکابل په شپږوناحييوکې دپاکۍ چارې پيل کړې: دجدي پراتمه،هغوشخصي شرکتونوچې دکابل ښاروالۍ لخواورته دشپږوناحييودپاکۍ چارې ورسپارل شوې وې،عملا په کارپيل وکړ. ((ددوهمې ناحيې دپاکۍ چارې د((ورس وروڼو))دشرکت لخوا دسلوتنو پاکوونکيودېارلسوګاډيو اويوۀ لوډرپه وسيله;ددريېمې ناحيې داړوندې سيمې دپاکۍ چارې ديوسل اوشلوتنو،شپږوګاډيواويوه لوډرپه وسيله د(( قربانزاده ميراحمد)) شرکت لخوا، اود څلورمې ناحيې دغه چارې دسلوتنو،شپږوموټرواويوۀ لوډرپه وسيله د((بانډه وال)) شرکت لخوا ترسره کيږي.)) همداشان په پنځمه ناحيه کې به دپاکۍ چارې د((بام جهان)) شرکت د١٠٠ نفرو، اووه ګاډيو،يوۀ سکواتوراويوۀ لوډرپه وسيله،په شپږمه ناحيه کې به دسلونفرواووه ګاډيواويوه لوډرپه وسيله د((امين امان)) شرکت لخواترسره کيږي. همدغسې په يولسمې ناحيې کې به دغه چارې د((بانډه وال))شرکت لخوا داتيانفرو،شلوشپنوکارکوونکيو(شب کارانو) نهوګاډيواويوه لوډرپه وسيله ترسره کيږي. دشرکتونولخوادپاکۍ دچارې دپيل کېدوپرمهال دکابل ښاروالۍ مرستيال الحاج غرزي خواخوږي وويل،که هرشرکت خپله سيمه په سمه توګه پاکه نه کړي نوسيمه به ترې بېرته واخلي. همداشان هغۀ پر شرکتونوباندې ټينګاروکړ، چې دپاکۍ چارې دې دشپې لخوا ترسره کوي،ترڅوښاريان په عذاب نشي. ديادونې وړده،چې ددغوشرکتونه عمله به دکابل ښآروالۍ دپاکۍ دپرسنول په څېر جامې اغوندي اوخپلوعملوکې به دښآروالۍ دپاکۍ پخواني کسان ګوماري.   هوټلونوکې دې زيان رسوونکې موسيقي نه غږول کيږي: دمرغومي پر١٦ مه دکابل ښاروالۍ چارواکيوپه کابل کې د،ودونولپاره دهوټلونوله خاوندانوسره،په کابل-پاريس هوټل کې  غونډه وکړه. په غونډه کې دکابل ښآروالۍ مرستيال الحاج غرزي خواخوږي،داطلاعاتوفرهنګ اوښآروالۍ فرهنګي چارواکيواودکابل ښاردهوټلونومالکانواومسوولينو،همداشان دافغانستان دپېشه ورانوردمرکزي شورارئيس حسن سپاهي هم  برخه اخيستې وه. دغونډې اصلي موخه پرضرررسوونکې موسيقۍ،پرصحي خوړو،دتنظيف پرچارو،پرهغوځمکوچې دهوټلونواورسټورنټونو دپارکونولپاره ولکه  شوي، باندې خبرې کول اوستونزې لرې کول وو. دکابل ښاروالۍ مرستيال په غونډه کې وويل چې، په هوټلونوکې دې  داسې افغاني موسيقي وغږول شي چې  خلکوته ضررو نه رسوي. دۀ وويل ،چې له دې سره به افغاني موسيقي وساتل شي اوله بلې خوا به ځوانان له بې لاريوڅخه راوګرځي. داطلاعاتوکلتوروزارت دموسيقۍ رئيس ښآغلي  رفيق خوشنودهم،دهوټلونوله خاوندانوځنې وغوښتل چې هغوسندرغاړيوته دسندرويلواجازه ورنکړي،چې له دغه وزارت نه يې دسندرويلوجوازنه وي ترلاسه کړى.   په اتمه ناحيه کې دپاکۍ ډليزکارترسره شو:  له کابل ښارڅخه دکثافاتودټولولوپه لړکې په اتمه ناحيه کې دپاکۍ چارې په په ډلييزډول ترسره شوې.په دغه کارکې ٨٧٥ تنظيفي کارګرانو،دوه لوډرواواته شپېته کثافات وړونکيوګاډيوبرخه اخيستې وه. ددغۀ ډلييزکار په نتيجه کې ١٠٠٠ مکعب مټره کثافات ټول کړاى شول او له ښارنه بيرون وغورځول شول.   شهدالصالحينو ته څېرمه سيمه دموټرمينځلوله هډواوچوپړيوڅخه پاکه شوه:  دکابل دبالاحصارشاته يوشمېردموټرمينځلوهډې اوغرفې،چې دتګ راتګ لارې يې بندې کړې وې، دکابل ښآروالۍ داړوندومسوولينولخوا هيسته کړاى شوې. ديادونې ده،چې دموټرمينځلوهډواوغرفومالکانوته له دې وړاندې خبرورکړل شوى ؤ،چې دلاروپه منځ کې دې دتګ راتګ خنډ نه ګرځي.   د(هيبيتات) ټولنې دکابل ښاروالۍ له وړکتون سره مرسته وکړه: دغې ټولنې دکابل ښاروالۍ دوړکتون له دېرشوماشومانوسره دلوبتکواوقرطاسيې مرسته وکړه. ددغې ټولنې يومسوول ويلي،چې دوى به په راتلونکي کې هم له دغوماشومانوسره مرسته وکړي.   د(نجات) مرستندويې ټولنې لخوا ٢١ قلمه طبي توکي مرسته : دغه توکي دنوموړې ټولنې دمرستيال ښاغلي فوادلخواکابل ښآروالۍ ته وسپارل شول. دغه توکي به دتنظيف رياست اود(حفظ مراقبت وکار رياست)په روغتيائي مرکزونوکې کښېښودل کيږي.اوداړوندې ادارې د پرسونل د،درملنې لپاره به ترې کاراخيستل کيږي.   وخت په وخت نرخونه څارل: په داسې حال کې چې دهېواد په بازارونوکې لږڅه نرخونه لوړشوي،دکابل مرستيال ښاروال الحاج غرزي خواخوږي کوښښ کړى،چې په کابل کې نرخونه بې حده لوړنه شي. په دې موخه دکابل پرهټيووخت په وخت ګرځېدلى اونرخونه يې څارلي دي.  همداشان دمرغومي په اوږدوکې دسړکونو دپاکۍ لپاره پرسړکونومالګه اوخاوره شيندل شوې،چې دلوى خداى(ج) په فضل، د دواورې دورښت برسېره بياهم سړکونه پاک ول.