غرزى خواخوږى:که څه هم قيمتونه لوړشوي، خودقحطۍ نښې نه ليدل کيږي

ددلوې شپږمه. دغه خبره دکابل ښاروالۍ مرستيال الحاج غرزي خواخوږي،دکابل ښار په ١٥ ناحيې کې دافغان چانس لخواد،ديوه خوراکي کوپراتيف دپرانيستې پرمهال وکړه.   دغه کوپراتيف داطلاعات وکلتوروزارت دمعيين ښاغلي فراهي،دکابل ښاروالۍ مرستيا ل،ملي سوداګرمحمودکرزي،خان جان الکوزي،ښآغلي حميدقادري، دسوداګرۍ وزارت استازيواوځينونوروپه ملتيا پرانيستل شو.    په نوموړي کوپراتيف کې له ازادبازارنه ديوې مياشتې په خوړو کې له دوه سوه افغانيونه ترشپږسوه افغانيوپورې تخفيف ورکوي.   دکابل ښاروالۍ مرستيال  هيله وکړه،چې ملي سوداګردې  دغسې پروګرامونه رامخته کړي،ترڅودکابل بې چاره وګړي ترې ګټه واخيستلاى شي.