دميدان وردګو يوشمېر ديني عالمانو لاريون وكړ.

  ايمل ، دغوائي ۲۹ مه: دميدان وردګو ولايت دبېلابېلو سيمو يو شمېر ديني عالمانو ديوه لاريون په ترڅ كې د نوموړي ولايت له والي عبدالجبارنعيمي نه وغوښتل چې خپله استعفى دې بېرته واخلي او له مركزي دولت نه يې هيله وكړه چې د نعيمي استعفى دې نه مني او وړانديزونه دې ورته منظور كړي.   دوى لومړى د ميدان ښار په جامع جومات كې غونډه وكړه ، چې بېلا بېلو ديني عالمانو پكې خبرې وكړې.   دسيد اباد ولسوالۍ يوه تن مشهور ديني عالم مولوي چغچران وويل (( والي عبدالجبار نعيمي ديني اساساتوته په درنه سترګه كتلي او ددوى درناوى يې كړى دى.له همدې وجې د باصلاحيته چارواكيو نه هيله كوو، چې د دوى استعفى ونه مني.))   د اولو بهسودو يو ديني عالم مولوي غلام حسين وويل:(( په نعيمي كې د يوه عادل او صادق واكمن صفتونه شته دي.دۀ د ټولو توكمونو ترمنځ دورورګلوۍ فضاء رامنځته كړېده.))   يوۀ تن مولوي سميع صداقت د سيد اباد د شهاب الدين د مدرسې مدرس ياده كړه:(( له دې وړاندې ميدان وردګو ته داسې والي نه وو راغلى، چې دمدرسو له حاله خبرشوى واى. دۀ له ديني عالمانو او مدرسو سره ښې اړېكې درلودلي دي او د قدر په سترګه يې ورته كتلي دي ))   د جلرېز ولسوالۍ يو بل ديني عالم مولوي حيدرشاه وويل:(( والي منكرات  له منځه وړي، مسجدونو او مدرسو ته يې دخپل توان په اندازه پام اړولى دى))   ددوهمو بهسودو يوه دين عالم مولوي عادلي وويل:(( تعصب چې په اسلام كې منع دى.ددۀ  لخوا له منځه وړل شويدى.)) له غونډې نه وروسته ديني عالمانو يو پرېكړه ليك صادر کړ،چې پكې ټينګار شوى، چې باصلاحيته چارواكي دې د نعيمي استعفى نه منظوروي.   دميدان وردګو ولايت والي وايي، چې دى نه غواړي سمبوليك والي واوسي او هر قدم يې چې  اخستى د ميدان وردګو د ولس په  ګټه دى.   دۀ دجلريز،ميدان  او نرخ اداري  واحدونو له مخورو سره په يوې ناسته كې ويلي،كه وړانديزونه يې ونه منل شي، نو هيچيرته به هم دنده وانخلي.   ديادونې وړ ده،چې د غوائي پر ۲۳ عبد الجبار نعيمي خپله استعفى په رسمي ډول ولسمشرحامدکرزي ته وړاندې كړه خو دميدان وردګو مطبوعاتي دفتر وايي، چې استعفى يې لاتر اوسه نده منل شوې. او  دولس لخوا نه څو ځله د لاريونونو په ترڅ کې ترې غوښتل شوي، چې خپله استعفى بېرته واخلي .