ننګرهار کې دنيالګيو دکينولو کمپاين پيل شو

په ننګرهار ولايت کې دکرني مالدارى او اوبو لګولو رياست له لورې دپسرلي په راتګ سره بوټو او نيالګيودکېنولو پسرلنى کمپاين ترسره شو
دغه کمپاين چې د کرنې رياست اړونددششم باغ تحقيقاتي فارم
کې دنيالګيو په کينولو سره پيل شو.دکمپاين دپيل په مراسمو کې دولايت مرستيال سرمحقق ډکټر محمد عالم اسحاقزي پرټولوهيوادوالو غږ وکړ چې په خپلو سيموکې  نيالګې دهيواد دښکلا او سمسورتيا په موخه وکري .
نوموړي ددې ولايت دزراعت رئيس هڅې وستايلې چې په څلورمليونه اته سوه دري نوي زره(٤٨٩٣٠٠٠) ميوه لرونکې اوغيري ميوه لرونکي نيالګي اوبوټي کينول کيږي .
دننګرهارکرني مالداري اواوبولګولورئيس انجينرمحمدحسين صافي وويل دنيکمرغه په ننګرهارکي دتيرکلنوپه څيردسرسبزه اوسمسورننګرهارپه موخه دپسرلي په راتګ سره مودنيالګيواوبوټودکينولولړي پيل کړه .
نوموړي وويل په ننګرهارکي سږکال د(4893000) په شاوخواکي زينتي ،ميوه لرونکي اوغيري ميوه لرونکي نيالګي اوبوټي دکرني رياست اونوروغيري دولتي موسيساتوله لوري تربيه شوي دي .
هغه زياته کړه دنيالګيواوبوټودکرلولړي اوپرانستي وروسته به دنيالګيودويشلواوکرلوپروسه دننګرهارولايت په ګن شميرښوونځيو،جوماتونواونوروعامه ځايونوکي ترسره شي .
صافي وويل هيوادوال بايددنيالګيودکرلوترڅنګ دهغي څخه ساتنه احفاظت هم وکړي .
دکرني رياست مطبوعاتي دفتر په ويناپه ننګرهارکي دکرني رياست په هلوځلودغلام حيدرخان باغ په ١٨ جريبه ځمکه کي ،په فارم جديد،ماماخيلو،اود80000)) په شاخواکي نيالګي نيالګي اوبوټي دمملي په تاريخي اوښکلي باغ کي دهيواددسمسورتياپه موخه تربيه کړي دي .
اوهمدارنګه دغيري دولتي موسساتو(NATC،IF hope،Area ،دفرانسي همکاريوموسسي،دنيالګيوټولني اوپه ګن شميرشخصي قريه لرونکولخواتربيه شوي .کرته اماده اوهيوادوالوته به په واک کي ورکول شي ترڅودراتلوونکي شين اوسرسبزه چاپيريال په موخه يي وکري
په غونډکي دبيلابيلوادارواستازوخبري ويناوي وکړي اودنيالګيوکرلواوګټوپه اړه يي دناستي ګډون والوته معلومات ورکړل .دوي له هيوادوالووغوښتل ترڅوپه خپلوسيمو،ديرو،دکورونومخوته ،دويالوپه غاړواوپه نوروسيموکي ديوروښانه اوسرسبزه راتلوونکي په هيله يويونيالګي کينوي اوخپله ملي اواسلامي دنده اووجبه ترسره کړي .
ويناوالوپه هيوادوالوغږوکړوچي دبوټواونيالګيوپه ساتلوکي دي هلي ځلي وکړي اوله وهلويي ډډه وکړي
دغونډي په پاکي دګن شميردولتي اوغيري دولتي موسساتو،دننګرهارپوهنتون دکرني پوهنځي استادانو،محصلينو،قريه لرونکو،دکرنيزواتحاديواستازواوديادي غونډي ګډونوالوله لوري دشين ،سرسبزه اوسمسوره راتلوونکي په موخه دنيالګيوعمل کرل ترسره شول .
ديادوني وړده دننګرهارکرني مالداري اواوبولګولورياست په پام کي لري چي په راتلوونکي ګن شيمرښوونځو،روغتيايي کلنيکونواونوروعامه ځايونوکي دنيالګيودکرلوکمپاين ترسره کړي .