((مخدوم رهين ))  ملت ته  د ملت د بابا ظاهر شاه لخوا زهرجنه ډالۍ

رښتيا خبره ده چې كله كله سړى خپل دښمن ته په خوږو كې زهر وركوي ، په افغانستان كې شاهي كورنۍ او شاهي دربار پښتون قوم او پښتو ژبې ته ستر زيانونه اړولي. سره ددې چې ظاهرشاهي كورنۍ په خټه پښتانه محمدزيان دي،خو تر ننه پورې الحمدالله ددې كورنۍ يو كس هم سوچه په پښتو خبرې نشي كولی، او بل داچې دربار ته نژدې په دربار كې هغو كسانو ځاى نيولي كوم چې د پښتون قوم او ژبې سره په شعوري توګه د دښمنۍ په لار درومي . راځم خپلې خبرې ته كله چې د بن تر غونډې وروسته په افغانستان كې لنډ مهاله اداره جوړه شوه، او كرزى دولس مشرپه توګه وټاكل شو دولت د مصلحتونو له مخې د ټوپكوالو(شمالي ټلوالې ) غربي تكنوكراتانو(اروپايي ميشتو او امريكايي ميشتو سياستوالو) اوپه بهر كې د روزل شويو متعصبينو ترمنځ وويشل شو. په دغه وخت كې هر ډلې كوښښ كاوه چې په مركزى كړۍ كې ځاى ولري، د همدې موخې لپاره د ظاهر شاه كورنۍ هم د اعتماد وړ يو شمير كسان ملت ته ورډالۍ كړ. دپښتون قوم او پښتو ژبي شعوري دښمن مخدوم رهين چې تاسى يې له نوم سره اشنا ياستى يو له هغو كسانو نه و چې په كابينه كې ځاى وموند،رهين په اصل كې په كال ۱۳۵۲ ل لمريز كې په ايراني پوهنتون كې روزل شوى څيره ده. كله چې مخدوم رهين د كلتور وزارت د وزير په توګه وګمارل شو له هغى ورځې يې خپل د وفادارۍ لوړه (پښتون قوم او پښتوژبې سره دښمني ) كوم چې ورته ايراني بادارانو وركړې وه پر پل قدم كيښود،پښتو ته يې په سپكه وكاته ، په زرهاوو ايراني فاشستي كتابونه يې له ځان سره راوړل،ملي ټرمينالوژى يې تر پښو لاندې كړه ،پښتو ژبه يې له رسمياتواو دفتري چارو وغورځاوله او په پاى كې خپله فاشستي څيره يې بربنډه كړه، سره ددې چې د نوموړى فاشست په اړه كتابونه ، زرګونه مقالې او ليكنې شوي بيا هم ملت ته د محمدظاهرشاه د اعتماد وړ زهرجنه ډالۍ وه . په ولسي جرګه ګې هم د مخدوم رهين فاشستي او اسلام ضد څيرې څخه پرده پورته شوه،او داكثريت رايو سره ونه منل شو ، خو بيا هم د شاهي كورنۍ او كرزى په سلا په هندوستان كې د سفير په توګه وټاكل شو. بيا هم ومو ليده چې فاشست مخدوم رهين خپل د پښتو ضد كړونو څخه پاتې نه دى او په هندوستان كې خپل فاشتي افكارو ته پراخ والی وركړى ، سفارت ته يې ايراني كتابونه اړولي ، او په پاى كې د اساسي قانون د ملي ټرمينالوژي سره سم هغه لوحه كوم چې پرې ليكل شوي و( په هند كې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت ) د ورتګ نه وروسته په پاړسى ژبه اړولي ، چې دا كار خپله د افغانستان د اساسي قانون او ملي ټرمينالوژى تر پښو لاندې كولو په معنا ده،حتی په ډيرو بهرنيو هېوادونو كې پر افغان سفارتونو پښتو ليكل شوي لوحې پرخپل ځاى پاتې دي ،غوره مثال يې د روسيې په فدارتيف دولت په پلازمينه (مسكو )كې د افغانستان پرسفارت ليكل شوى پښتو لوحه تر اوسه پورى شته . خو اصلي خبره داده چې مخدوم رهين د پښتو ژبي سره دښمنى لري او نه غواړي چې پښتو ژبه پرمختګ وكړي ، ځكه بيا دمخدوم رهين ايراني لوړه تر پښو لاندې كيږى او ايراني فاشستان ترې مروريږي . په پاى كې ولس مشر كرزي ته د ټولو پښتنو دا سلا ده چې دغه متعصبه څيره نور دسياست له ډګر نه لرې كړي او د ايراني چارواكو هيلې له خاورو سره خاورې كړي ، ځكه د رهين په شتون كې ممكن ددغه واحد ملت په منځ كې بيلوالى رامنځ ته شي او خداى دې نه كړي چې د المان د نازيانو په څير فاشستي جګړې ته اور بل شي .