بهارک هم ولایت شو

 
یوې باور ي سرچینې روهي ویبپاڼې ته وویل : بهارک چې دبدخشان ولایت اړوند ولسوالي ده دولسمشر حامد کرزي ! په فرمان پر ولایت بدله شوې ده سرچینې روهي ویبپاڼې ته زیاته کړه ،چې د ولایت ټول اداري تشکیلات خلاص شوې دی خبره یوازې دېته پاتې ده چې دولسي جرګې ستونزې حل شي او ولسمشر ! ېې دپرانېستنۍ مراسمو ته ولاړ شي .
دیادونې ده ،چې دحامد کرزي دواکمنۍ پر مهال پنجشیر او ډایګنډي ولسوالې هم پر ولایتونو اوښتې دي ، خو دکارپوهانو له انده دددې ولسوالیو نفوس د ولایت نه ، بلکې دولسوالیو دی دا ډول پریکړې سیاسي او دمصلحت پر بنسټ وي نه د اړتیا له مخې .