ورځپاڼه : عبيدالله عبيد دپښتنو په څپلو پیل وکړ



د لوړو زدکړو وزیر ! عبیدالله عبید دخپل کار په لومړیو کې دپښتنو پر وړاندې خپل فعالیت پیل کړ ی او تر اوسه یې  څو پښتانه  له دندې  ګوښه کړې دي .
باور ورځپاڼې ته  رسیدلي راپورونه  کاږي : عبیدالله عبید ، چې دکار یې ایله څو ورځې کیږي  ددې وزارت  مالي او اداري مرستیال وزیر محمد صابر خیشکی اړ ایستلی ،چې استعفا ورکړي او دغه راز یې د وزارت  اداري رییس اسدالله ساپی له خپلې دندې لیرې کړې دی .
له دې وړاندې داسې ویل کیدل ، چې عبیدالله عبید له پښتنو سره سخت حساسیت لري او نوموړي د طبي پوهنتون دریاست پر مهال هم له پښتنو سره په ښکاره ناوړه چلند کاوه د لوړو زده کړو د وزیر په توګه دده له ټاکلو وروسته دا اندېښنه  زیاته شوه ،چې نوموړی به  په دې دنده کې هم دپښتنو دځپلو لپاره هلې ځلې وکړي .
دیادونې ده ،چې  داداري اصلاحاتو کمیسون  لخوا ټاکل شوی  اداري رییس اسدالله ساپي په ناقانونه توګه له دندې ګوښه کړې دی  پردې سربېره څو نور پښتانه یې هم له دندې ګوښه کړې دي . تېرې ولسي جرګې ځکه عبید ته دباور رایه ورنه کړه ،چې نوموړی دجعلي اسنادو د لرلو ترڅنګ  دژبنیو او قومي تړاونو پر پاللو تورن دی .
د روهي ویبپاڼې دمعلوماتو له مخې  عبیدالله عبید دطبي پوهنتون دریاست پرمهال  په اخلاقي  فساد کې  هم ښکیل دی .
دسیاسي چارو کارپوه  نجیب الله  زمری وايي : دا لس کاله کیږي ،چې پښتانه  دحکومت په مختلفو برخو کې ځپل شوې دي  او دولسمشر کرزي دا وروستې دوره خو دملي مشارکت دشعار تر نامه لاندې دپښتنو په زیان تمامه شوې ده .