دخوست والي عبدالجبارنعيمي  د خواشينۍ پيغام

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ ، چې نن دوشنبه د سلواغې په ۱۸ نېټه سهار مهال د خوست ولايت د باک ولسوالۍد اجرایه مدیر او اوسنی سرپرست ولسوال سېدمحمد هغه مهال د نامعلومو وسلوالو کسانو له لوري په شهادت ورسېده، چې د خپل کور څخه د دندې لپاره د ولسوالۍ په لور روان وو. نوموړي ته د لوی خدای ج څخه د فردوس جنت غوښتنه کوم او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتونکی یم . د ولسوال سېدمحمد په شهادت رسولو یو ځل بیا وښوده ، چې د خاورې او ولس دښمنان نه غواړي ،چې ولس ته خیر رسوونکي او خپلې خاورې ته خدمت کوونکي کسان پرېږدي . نو دوی په همدې موخه دا ډول تروریستي بریدونه ، چې د اسلامیت ، انسانیت او افغانیت سره خلاف او په ټکر کې دي ، د خپلو شومو اهدافو لپاره ترسره کوي او نه پرېږدي ، چې افغانستان یو باثباته او سرلوړی هېواد ووسي . موږ د سرپرست ولسوال سېدمحمد دغه بې رحمانه وژنه په سختو ټکو کې غندو او د عاملینو د نیونې په اړه یې جدي پلټنې روانې دي ، انشاءالله ډېر ژر به یې امنیتي ځواکونو ونیسي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي . یو ځل بیا دا ډول بې رحمه کسانو ته خبرداری ورکوم ، چې په هېڅ صورت به په خپلو شومو اهدافو کې بریالي نه شئ ، ځکه ولس په دې پوه دی او نه غواړي ، چې د خپلو پرمختګونو څخه ستاسو له امله وروسته پاتې او یا یې هم د کورنۍ غړي ستاسو د ظلمونه ښکار شي . په پای کې د خوست په ټولو شریفو او مېړانیو اوسېدونکو باندې غږ کوم ، چې په خپلو کې سره یو موټی شئ او مه پرېږدۍ ، چې د خاورې او ولس دښمنان ستاسو په مېنو کې دا ډول ناوړه بریدونه ترسره کړي .ځکه په مامور برید ستاسو په پرمختګ برید دی . نو د خپلو پرمختګونو په اساس د هر غلیم په مقابل کې لکه سپر ودرېږۍ ، ترڅو دا ډول کسان په دې ونه توانیږي ، چې د مامورینو او یاهم د عامو وګړیو په وژلو سره خپلو شومو موخو ته ورسیږي . په درنښت عبدالجبارنعیمي د خوست والي ورځ : دریم نېټه :۱۳۸۹/۱۱/۱۸