د خوست ولايت د ځمکو د غصب کميسيون ابلاغيه

بسم الله الرحمن الرحيم درنو خوستمېشتو ! لکه څرنګه چې تاسو پوهېږئ ، د خوست په ولايت کې له بده مرغه په لسګونو زره جريبه دولتي ځمکې د ځينو ځان غوښتونکو او په شخصي ګټو مينو کسانو له خوا په مرکز او ولسواليو کې په ډېره بې رحمانه ډول لاندې شوي ، چې د خوست ولايت څخه يې د داسې بنسټيزو رغنيزو پروژو مخه نيولي ، چې په ترسره کېدو سره به يې د دې ولايت د اوسېدونکو په ژوند ژورې مثبتې اغېزې شيندلي وای .خو د افسوس ځای دی ، چې دغو بې رحمه کسانو دخوست خلک په لوی لاس له دې نعمتونو محروم کړي دي . همداشان د غاصبينو له لوري غصب شوي دولتي ځمکې د دې سبب شوي ، چې د خلکو په منځ کې فاصلې ، د بې باورۍ فضا، بدبختۍ او ډول ، ډول ناخوالې رامنځته کړي اوبالاخره یې ځینې په خپلو منځو کې په شخړو سره اخته کړي دي . په دې هکله د افغانستان د ولسمشر حامدکرزي حکم ، د لویې څارنوالۍ او سترې محکمې رسمي سپارښتنې شوي ، چې په هر ولایت کې د دولت هر مامور مکلفیت لري ، چې دولتي غصب شوي ځمکې له زورواکو خلاصې کړي او بېرته یې د دولت په ملکیت کې راولي .ترڅو دولت په کې د ولسونو لپاره دژوند اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي . په همدې لحاظ د خوست ولایت ولایتي ادارې په دې هکله جدي مبارزه پیل کړي او ترهغې به دوام لري ، ترڅو چې له غاصبینو ټولې دولتي ځمکې بېرته خلاصې او د خوست د مظلوم او شریف ولس لپاره ټولګټې پروژې په کې پلي شي . ځکه چې په دې ولایت کې د بیارغونې پنځه کلن ستراتیژیک پلان جوړ شوی ، چې له مخې یې د مرکزي دولت ، مرستندویه ټولنو او ملي سوداګرو سره خبرې روانې دي ، چې په خوست کې د پلان په چوکاټ کې د ولس د اړتیاوو سره سمه بنسټيزه بیارغونه وشي .خو دا ټول پلان او پروژې د غاصبینو له لوري دسختو خنډونو سره مخ دي ، ځکه چې ټولې هغه دولتي ځمکې چې باید په کې یادې پروژې پلي شي ،دامهال غاصبینو لاندې کړي دي .نو د دې لپاره چې دخوست د خلکو لپاره هم اساسي رغونه شوي وي او د دوی شته ستونزې هوارې او د یوه هوسا ژوند څښتنان ګرځېدلي وي ، په همدې مناسبت د ځمکو د غصب کمیسیون په لاندې برخو کې مواد په تصویب رسوي : • ټولو ولسوالانو ، د زراعت ریاست او د خوست ولایت امنیتي اوکشفي ارګانونو ته دنده سپارل شوي ، چې د ټولو هغو کسانو چې دولتي ځمکې یې غصب کړي ، یا هغه کسان چې ددولت په ځمکو کې اخېستل او پلورل کوي ، په عاجله توګه لېست او مالوم شي ، ترڅو په اسانۍ سره ونیول شي او د خپلو ملي جایدادونو سره د خیانت کولو په منظور په سخته سزا ورسیږي . • یو ځل بیا هم له دې ابلاغیې له لارې په ټولو غاصبینو غږ کوو، چې پرته له کوم ځنډدې دولتي غصب شوي ځمکې پرېږدي ، کنه نو په اړه یې پلټنې روانې دي ، ډېر ژر به د قانون منګولو ته وسپارل شي او بیا به یې په هېڅ صورت شکایت او سپارش ونه منل شي . • هغه کسان چې د سړکونو په حریم کې د خپلسري لوړپوړیزې ودانۍ، مارکېټونه او دوکانونه جوړوي ، د دې ابلاغیې د نشرولو سره سم دې ژر ترژره له دا ډول ناوړه او غیرقانوني کړنو په کلکه ډډه وکړي ، د نه منلو په صورت کې به یې بیا هر ډول شکایت په خپله غاړه وي . دا وه په پورته توګه د خوست ولایت د دولتي ځمکو د غصب کمیسیون ابلاغیه ، چې یو ځل بیا په کې غاصبینو ته چې د خوست د خلکو د آبادۍ ، سوکالۍ او پرمختګ مخه یې نیولي ده ، کلک خبرداری دی ، چې نور دې له خپل ولایت او خوستمېشتو سره ظلم او جفا نه کوي او په خپله خوښه دې غصب شوي ځمکې خوشي کړي او بېرته دې دولت ته په واک کې ورکړي ، ترڅو په کې هغه په پلان کې نیول شوي لویې پروژې پلي کړي ، چې دخوست دخلکو په ژوند مستقیماً مثبت اغېز لري . همداشان دخوست ولایت د ټولو قومونو څخه یو ځل بیا غوښتنه کوو، چې د خپل ولایت او خپلو ملي ګټو په خاطر په دې لاره کې د ولایتي ادارې سره کلک ودرېږئ ، ترڅو د غصب د خلاصون له امله د ژوند په خوږو پوی شئ په درنښت د ځمکو د غصب د کمیسیون له خوا