ته ليلا دمينې

              هرپلـــــوچې گـورمه ښــــــكلا شــې راته ته دردمې شې درمل مې شې شـيفا شې راته ته وړم چې له دردونـــــو تـوروخــــــاوروته پنــاه ژرمې درد دوا كړې مســـــــيحا شې راته ته شــي چې طبيبان مې درملنـــــــې تـه عاجـــــــز راشې كمـــــــــيا بوټـى شـې دوا شې راته ته دردمې چې نشــــــــې مينه خمــــــار تـه پاروي جام مې شې مينا مې شې صحبا شې راته ته زه چې بې ســـــدي دنيا كې ښه شـمـــــه بېخود بياراشې په هوش مې كړې مـلا شې راته ته نــور ځي اتـــكاب ته دشبقــــــدر په امېـــــــــــد زه مغــان كې ناسـت يمه يلـــــدا شې راته ته زه چې مـــلاقـــــــات كـــــــوم درب العلمــــــين كعبــــــه شې منــدرصـــنم كرشــناشې راته ته زورداهــــاړ نه رسي كه هرڅومـره شي گــــرم اوښكې مې باران كړمـه برښـــنا شې راته ته دل مې كړي غوبل مې كړي گردون په خپل ستم لاس په ســررا تېركــړې تمـــــناشې راته ته اوښكې مې لاروي شي بــدرقه ئې كړي سـلگۍ لارچې كړمـــه وركـــه رهنمـــــا شې راته ته خپلــــوالماســـــي اوښكـــونه جوړكــړمه امېـل هســـــــكه غــاړه راوړې په خنداشې راته ته ستاهجــرچې مړې راته ډېوې كړې په ماښـــام شمس مې شې قمــر مې شې رڼاشې راته ته مابســــمل چې كله جــنون پورته كړي له كلــي ته ليـــــــلا دمينې شــې ســــحراشې راته ته