اداري نزاکتونه

نزاکتونه په هره ټولنه کې ډېر مهم او اړین دي خو په ځانګړي ډول اداره کې ځکه ډېر ضروري ګڼل کیږي  چې د دويم کور غوندې ځای لري، له همدې امله په کار ده چې په اړوند موضوع ګوتې ستړې شي، چې پرته له شکه د داراې د کار کوونکو لپاره اغېزناک تمامییږي.

داسې  ادارې چې د ټولنې سره کار لري لکه ځینې رسنیزې ادارې لکه د ټلویزیون اداره يا د اخبار اداره او دې ته ورته نورې، باید په خپلو کې (د همکارانو تر منځ) پوره احترام ولري ځکه دوی هغه څوک دي چې ټولنې ته په خپلو ورځنیو ریپوټونو، خپرونو او تفصیرو کې د سمون په موخه پیغام ورکوي. که چېرې دوی پر خپل ځان کې د اصلاح فرهنک دود نه کړي نو چال چلند یې په يو عدت بدلیږي او نور خلک د ده په لیدو ښه نظریه له ځان سره نه اخلي او تل به وایي، پلانی خبریال داسې او داسې خویونه لري.
په يوه اداره کې هر څوک د خپلې برخې کار کوي او خورا ستړي وي، خو د بل همکار سره د مرستې او همکارۍ هڅه کوي دا يوه ښه  کړنه او د همکارانو تر منځ د کارونو په سرته رسولو کې خورا مهم رول لري، خو که نه بریالي کیږي باید په حالت یې ځان وپوهول شي او تر هغه ورسته پرسکړه وشي له غوسې او زړه بدونکو خبرو باید ځان وساتو، له احساتاتو څخه کار وانه خلو.

کله چې د دوه همکارانو تر منځ موضوع راځي باید دریم یې د سمون لپاره د حق خبره وکړي او ونه وایي، پریږده چې هر څه کیږي ودې شي، سره له دې چې حقیقت ورته مالوم هم وي.

د ادارې مشر څنګه چې د يو رهبر دنده لري او ټولې چارې څاري په اداره کې د ستونزې د رامنځ ته کېدو په وخت کې پوره حوصله مندۍ سره د ستونزې حل پیدا کړي او د همکارانو تر منځ شخړه هواره کړي او هېڅ کله دې حالت ته زمینه برابره نه کړي چې په اداره کې همکاران يو بل ته بدې او تیزې خبرې وکړي.

ښه اداره هغه ده چې پکې پوره ارامتیا حاکمه او ټول غړي يو بل ته متقابل احترام ولري.
ځينې ادارې له نیکه مرغه د خپلو همکارانو سره دومره ښه چلند او سلوک لري چې صفتونه یې په خپله همکاران ان له دفتره د باندې هم کوي.

خو له بده مرغه که داسې يوه اداره وي چې پکې د همکارانو تر منځ په هره خبره کې غوسه او جګړې رامنځ کیږي په همدې اداره کې ټول غړي ورڅخه اغېز من کیږي.
يوه اداره کې د مشرانو خبرې باید ځوانان وزغمي خو نه دا چې خدایه مه که هغه ته پکې توهین او د کړونو سپکاوی یې پکې وشي او حیثیت ته یې يوه صدمه وي، که داسې کیږي نو کارکوونکی یا د دندې د پرېښودو فکر پیدا کوي او یا هم په یاده اداره کې د پخوا په څېر خوښ نه وي تل د هغه کس پر وړاندې په زړه کې بدې خاطرې ساتي چې همدی ترې اغېز مند شوی وي، ځکه هر څوک د خپل درنښت او عزت په خاطر دندې ته مخه کوي.

په يوه اداره کې د دندو په تر سره کولو کې د مشر او کشر خبره هېڅ مطرح نه ده مثلأ که تاسې په اداره کې يو عمر خوړلی اجیر ولرئ په دې معنا نه ده چې خپلې چارې پرېږدئ او د هغه سره په چای پخلو او ډوډۍ تیارولو کې مرسته وکړئ.

د ادارې هر مشر ته په کار ده چې داسې يو سیستم رامنځ ته کړي چې د ستونزې رامنځ ته کېدو پر وخت خپل د لاس لاندې مدیر راوغواړي او هغه بیا وروسته خپلو کارکوونکو ته د مشر خبره ورسوي تر څو په راتلونکي کې ورته  تېروتنې رامنځته نه شي، مدیر باید د هغه د کار کوونکو تر منځ ونه ترټل شي ځکه کار کوونکي په دې کار سره د وضیعت سره نارمل کیږي او د مدیر اغېزه یې پر وړاندې له منځه ځي، که داسې چلند رامنځ ته کیږي نو باید کار کوونکی د نزاکت له هغه ځای پرېږدي.

په ټوله کې اداره باید داسې شکل غوره کړي چې د غړو تر منځ یې نرمښت رامنځ ته شویی وي او له پوره هکمت څخه کار واخیستل شي.
په همدې هیله.