آیا موږ یو امت یو؟

د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر په ۲۵ نیټې، د امریکا هوايي څیړنو ادارې (NASA)، اروپایي ټولنې او کاناډا د یوې ګډې پروژې په توګه د جیمز ویب په نوم یو تلسکوپ هوا ته وتوغولو چې لس ملیارده ډالره لګښت ورباندې شوې وو. اصلي موخه یې دا وه چې له نن څخه د نژدې څوارلس ملیارده پخوا د سترې چاودنې (Big Bang) تیورۍ ته عملي بڼه ورکړي او د کهکشانونو انځورونه واخلي. قرآن کریم د الأنبياء د سورت په دیرشم آیت کې د خلقت پیل ته داسې اشاره کوي (أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا - آسمانونه او مځکه یو له بل سره نښتي وو، بیا موږ جلا کړل).
 
د ۱۹۶۹م کال د جولايي د میاشتې په شلم تاریخ، د امریکا نیل آرمسټرانګ د لومړني انسان په توګه د خپلې هوايي بیړۍ څخه راووت او د سپوږمۍ پرمخ یې قدم کیښود. خو ۵۵ کاله وروسته، موږ نن هم د سپوږمۍ د مدار او افق د میندولو او پيژندلو څخه عاجز یو. تیره اونې، د ۵۷ اسلامي هیوادونو له ډلې څخه اوه څلویښتو یې د یکشنبې او لسو هیوادونو د دوشنبې په ورځ د خلیل د سپینې ږیړې او تنکي ذبیح د سرښندنې اختر ونمانځلو. خو بیا هم وایو چې یو امت یو.

په جوماتونو کې مو کمرې لګولی چې څوک د چا جب ونه وهي،‌ څپلۍ غلا نه کړي او د چندې صندوقچه ونه تښتوي، د بې اعتبارۍ په همدې زاره چاودي چاپیریال کې بیا هم په جار سره وایو چې یو امت یو؟  کله چې ستا د ګټې وټې سیزن شي نو دروازه پرانیزې، خو چې زما وار شي بیا دروازه کلکه وتړې. پخپلو اوبو کې زه له تندې سوځم او چیغې وهم چې اوبه راکړه، ته راپورې خاندې خو بیا هم وایو چې یو امت یو. د خپلو مقدساتو زیارت او لیدلو ته بې له ویزې او اجازې نه شو تللاې، خو بیا هم وایو چې یو امت یو.
 
همدا تیره میاشت، د امریکا پخوانی ولسمشر او د دې هیواد ډیر ځواکمن کس، ډونالډ ټرمپ د منصفه هیئت له خوا په ۳۴ تورونو ګرم وګڼل شو او د برحاله ولسمشر جو بایډن زوي، هنټر بایدن څو ورځې وړاندې په دریو تورونو کې ملامت حساب شو. آیا زموږ د سیمې په هیوادونو کې څوک د خپل مشر او ټولواک له مجرد عکس سره د طنز کومه شوخه جمله هم لیکلای شي؟ محاکمه خو د خوب لیدل دي! همدا شان، کله چې په ټولنې کې په یو بې وسه باندې ظلم زیاتې وشي، نو ورته وایي چې په آخرت کې به درسره ګورم. دا ځکه چې موږ د سرو سترګو ځای نه لرو او عدالت د زورورو اشارې ته ګوري، خو بیا هم ځان یو موټي او برابر امت ګڼو.
 
موږ د ۷۳ په ځای، په ۳۰۰ مذهبي او طائفي ډلو باندې ویشل شوي یو. د کفر، ارتداد، فسق او زندیقتوب ټاپې په جیبونو کې ګرځوو. فتوی له منبر څخه سنګر ته کډه کړې، ځینې مذهبي توند لاري خو لا د بې مذهبو سره نکاح ناروا بولي. د یوې فرقې مقتدي د بلې ډلې د امام پسې اقتداء نه کوي او کله ناکله خو په یو جومات کې دوه محرابونه جوړوو‌، ولی بیا هم وایو چې یو امت یو؟
 
د دې وروستۍ نیمې پیړۍ د ټولو جنګونو ۷۵ سلنه د همدې امت د بچیانو ترمنځ دي، ترټولو ډیرې وسلې همدوئ اخلي او یو د بل په خلاف یې په ډیرې بې رحمۍ سره کاروي، خو بیا هم وایو چې یو امت یو. د یو هیواد، یوې جغرافیې، یو اقلیم او ګډو ملي ژبو ویونکي یو؛ ولې ځینې جنابان ځانونه د افغان په ځای افغانستانی او حتی د خیالي خراسان هستوګن بولي. خپل د زرګونو کلونو ټاټوبی او پلرنۍ خاوره د اغیار د تمدني حوزې برخه بولو، خو بیا هم باټې وهو چې د یو امت بچیان یو!
 
د اروپا د اتحاديې ۲۷ غړي دي، دوئ نه خپلمنځي سرحدونه لري او نه دلته ویزې ته اړتیا شته؛ یو پارلمان دی او یوه یې سکه (یورو) ده. ما څو کاله وړاندې شپږو اروپايي هیوادونو ته سفر درلود. نه یوازې زه نه پوهیدلم چې موږ د کوم هیواد په های وې (غټې جادې) کې روان یو، بلکې زما دواړه ملګري چې هماغلته اوسیدل؛ د لوحو له خطونو څخه یې معلوموله چې دا د کوم هیواد ژبه ده؟
 
په لویدیزې نړۍ کې ټول وګړي د خپلو مشرانو او سیاسیونو په لاس جوړو شوو قوانینو ته ژمن دي او هغه د ژوند لپاره سرې کرښې ګڼي. نو اوس دا تله او ډنډه ستاسې په لاس کې ده چې د یو رښتیني، عملي او یو موټي امت ښه تمثیل موږ کوو، که د اروپا د مختلفو قومونو، ژبو، پرګنو او سیاسي لیکو لارویان؟  الله مې دې زاړه ایمان ته خیر کړي.
—-----------------------------------
یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay