ولې نن ورځ د فلسفې ودانۍ ړنګې او تیتي وینو او پر ځای یې د علومو بې تبصره او بې تفکره ماڼۍ دنګې او لوړي ؟! 

دا پوښتنه کېدای سي د نن ورځې د مشکلاتو متنازع حل لاره راته په ګوته کړي. د ډیورانټ په قول انسان که د خپل ذهن او روان د ثبات غوښتونکی وي، باید تر ډېره په فلسفه کې پسې وکرځې نه په علومو کې. 

علوم د فلسفې پرته او فلسفه د علومو پرته خواره ده خو تر ډېره علوم پرته له فلسفې ویجاړونکي او تخریب آوره.
ویل ډیورانټ د علومو تشبیه له حواسو او د فلسفې تشبیه له اروا سره ورکوي. حواس، جسمې فعالیتونه او مزیتونه ټول له منځه تلونکې دي خو ولې تر دې هاخوا بیا ارواوې د ډېر وخت لپاره او حتی کله کله د دایماً لپاره د بشرې ژوندانه په حافظه، شعور او لاشعور کې پاتي کیږي. 

دلته زما موخه د علومو له ټکولو څخه نده بلکه خپله علوم هم هغه کړکۍ دي چې فلسفه د هغو له چوکاټونو نړۍ ته ګوري. د فلسفې پرته علوم یوازې تر حسې ادراکاتو محدود دي چې کله یو ذهن ته ورننوځې نو بیا ځان غوښتني، شرارتونه او اورني حالات پر ذهن را قایموي. په کومو علومو کې چې د فلسفې تأثر له منځه تللی وې د نابودۍ باعث کيږي.

د ډیورانټ د کتاب په حواله چې هغه په خپل کتاب (د حمکت او فلسفې ودانۍ ) کې لیکې:
فلسفه یوازې دا نه چې د سپینسر په قول راغونډه سوې پوهه ده بلکه فلسفه هغه څه ده چې د انسانې غرایزو په تلوسې کې نظم او پیاوړتیا په یو داسې آله سره منځته راوړې چې نوم یې حکمت دی. 
د انسان له پیدایښت سره سم د بشر په وجود کې غریزه هم ور ونغښتل سوه خو دا غریزې مختلفې دې.. 

خپله د انسان د لوږې حس او د ډوډۍ په لټون پسې تلل دا یو غریزه بللای سو او په انسانانو کې د لوړتیا، مشهورتیا او ځان لوړښودنې په موخه عبث کارونه او بې مانا چټیاټ هم د هماغه انسانانو د ځانښودنې غریزې جوړوي. 

په مجموع کې ژوند د غرایزو پرته شتون نه لرې او انسان اړ دی چې د هر شې تر شا یو غریزه په مستقیم او نامستقیم شکل وپالي. 
د جنتونو او د الله ﷻ سره د مینې ، محبت ، قربت او نږدېوالي غریزه ده چې مسلمانان د یوه الله ﷻ بنده ګې کوي ، اوامر یې مني او د هغه پر کلام ایمان لري. 

همداسې د ډیورانټ په بیان چې وایې: علم د اجزاوو توصیفې تحلیل دئ ، فلسفه د کُل ترکیبي تفسیر دئ، یا د یوه جزء تفسیر د کُل لپاره، د هغه جزء د ټوله ارزښت پر حساب . علم د لارو او وسیلو یو شکل دی؛ فلسفه د حللارو او برنامو یو جسم. واقعې چارې او وسیلې یوازې د فلسفې سره په نسبت کې ارزښت او مانا لري. دا چې غریزې باید خپله راغونډي وي، داچې غریزې د یو شخصیت منظمې برخي وي او د ژوند سره همغږي سي؛ هم د فلسفې کار دی او هم د فلسفې له لوړو موخو.

د بشرې علم کاربرد او سروکار د اجزاوو توصیفې کتنه او تحلیل دی، بغیر له دې چې د پایلو په اړه یې وغږیږي. 
علوم د مادې څخه د ډول ډول موادو د ترکیب په اړه بحث کوي خو دا بحث چې د مادې هغه بڼه چې انسان هلاک کوي؛ صرف نظر کوي او آن ورسره کار هم نلري. 

د علومو کار د مادې له تجزیې سره دی چې مثلاً یو ماده له کومو عناصرو جوړه سوې او کوم کارونه کولای سي؟ 

که هغه کولای سې یو ښار تخریب کړې، هنرې او فرهنګې ځایونه ویجاړ کړي او یا داچې یو کامل تمدن سره له انسانې جوهر او ظرافته له منځه داسې یوسي چې هیڅ محصول ونلري.

ځکه خو د انسانې غریزې څخه د خلاصون موږ هیڅ څرک نه وینو او نه دا شونې ده چې انسانې جسم او اروا دې له غریزې تشه پاتي سي، خو د فلسفې په اړوند مو وویل چې همدا د غیر انسانې او وحشې غرایزو د سرکوب کولو او پرځای یې د یو پراخ او آرت تفکر او تدبر پر غریزه سمبال ذهن جوړولو کې فلسفه ډېره مرسته کولای سي.

برډلي وایې: موږ د هغه څه په لټه یو چې غریزې مو یې غواړې او بیا ددې دلایلو موندل چې ولې موږ د یو څه په لټه کې اوسو؛ خپله د غریزې په کمه نده.  ددې داسې مثال راځې لکه استاد غضنفر چې یو ځای وایې په بشرې ژوند کې له اسطورو خلاصون نسته او د اسطورو رد چې کوم کسان کوي، هم یې باید په اسطورو وکړي. 

د هیواد د حکمرانۍ لپاره د افلاطون هغه خبره چې باید د هیواد واکدار فیلسوف وي هم ددې ښکارندویې کوي چې باید واکدار خپل نیم عمر په فلسفه او ریاضت کې تېر کړئ وي تر څو د خپلو شخصي غرایزو تر اغیز لاندې رانسې.  دا چې د یو هیواد په کچه د یو داسې کس شتون اړین بلل کیږي نو د نړۍ په اړه خو باید انسان فکر وکړې چې ڪوم عقلونه پر نړۍ اوسني واکمن عقلونه او ذهنونه دي؟

د ننې علومو څخه ډېرو پوهانو په خپله کچه و نړۍ او انسان ته زیان رسولی، کنه تاسو د ډاکټرانو، انجنیرانو او اقتصاد پوهانو بې غوري د یو بزګر سره محاسبه کړئ. همدا د ننې علومو کمزروې ده چې بشر داسې پوهوې چې د بل بشر، نړۍ، طبیعت او خلقت په وړاندې یې خلوص او عاطفه په زړه کې وژني او د اوسنې انسانه یې سراښ لېوه جوړ کړئ.

فلسفه د اوسنیو انسانانو په فکر د خلوت ، ځان گوښې، د ټولنې څخه د فاصلې او انزوا په یو تفکر اوښتې خو دا کسان هېروې چې یوخت همدې فلسفې لوی تمدنې او پراخ بشرې پوهاوی په خپله غېږ کې رانغښته. 

افلاطون او ارسطو د ټولنې څخه په انزوا کې خپل افکار اوج ته نه وه رسولې بلکه هغوی د ټولنې دننه د ټولنې پر سمون فکر کاوه. 
دا خلګ پوهېدل چې د انسان ژوند بغیر له علم او علم بغیر له حکمت او فلسفې خوار او کمزوری دی. فلاسفه پوهیږي چې د بشر ژوند یوازې بې مانا او بې تعقله نسې کېدای او باید چې د ژوند په هر راز پیچلتیا کې د علومو تر څنګ د فلسفې تاج هم راج وچلوي.

ویل ډیورانټ په دې باوري وو چې نن ورځ زموږ فرهنګ ډېر سطحې دی او پوهه مو ګواښونکې ده ځکه موږ په چارو کې شتمن خو په موخو کې بېوزله یو. بېوزلې به په دې مانا نه وي چې انسان دې شتمنې ونلرې بلکه زموږ بېوزلي همدا ده چې د شتمنیو په راټولولو نور لوټوو او بیا پر ځانونو د پوهانو ګمانونه کوو . ددې پر ځای چې د انسانې ژوند هر اړخ ته پام وکړو، انسان لره پکار دې چې د یو ماورأ الطبیعې اخلاقو پلو راونیسي. کنه د اوسنې انسان حالت تر بل هر دور تر انسان وحشې، ډارېدلی او ځپلی دی .