څۀ فکر کوئ، آیا مصنوعي ځیرکتیا د ترورېزم راتلونکی دی؟

څۀ فکر کوئ، آیا مصنوعي ځیرکتیا د ترورېزم راتلونکی دی؟

پۀ یوویشتمه پېړۍ کې پۀ ځانګړې توګه پۀ وروستیو دوه لسیزو کې، د ترهګرۍ ډېری بیلګې لکه بې پیلوټه الوتکې، مجازي اسعار او سایبري بریدونه لیدل کېږي. حقیقت خو دا دی چې کۀ مصنوعي ځیرکتیا کوم څوک لۀ ناوړه ارادې سره وکاروي؛ نو واقعاً وېروونکې ده.
 
ترهګریز سازمانونه کولی شي مصنوعي ځیرکتیا د ګڼو کارونو د اتومات کولو لپاره وکاروي. مثلاً: اتومات وسلې، چې پرته لۀ انساني مداخلې د برید توان لري. یا د ډېټا راټولونه، چې لۀ تجزیې او تحلیل وروسته د منفي تبلیغاتو او جعلکارۍ لپاره وکارول شي، چې ښه بېلګه یې پۀ دې وروستیو کې د ډیپ فېک ټېکنالوژي ده، کوم چې جعلکار د مختلفو ټارګېټ کړو اشخاصو جعلي ویډیوې جوړوي. بل خوا مصنوعي ځیرکتیا ترهګرو ته دا فرصت او توان هم ورکوي، چې پۀ سایبر نړۍ کې خپل پلانونه او خپل آنلاین خوندیتوب تضمین کړي، تر څو د کشفي ارګانونو لۀ پلټنې څخه پۀ امن وي، چې دا نړیوال امنیت ته د خطر زنګ دی.
 
پۀ هر صورت دا موضوع هر اړخیزې تخنیکي، قانوني او سیاسي کتنې ته اړتیا لري، څو نړیواله ټولنه پۀ ګډه د ورته خطرونو او احتمالي ګډوډیو مخنیوی وکړای شي. د اوس لپاره به دا کافي وي، چې ووایو مصنوعي ځیرکتیا د نوي ترورېزم پۀ وده کې بې روله نده.