د چین کلاسیک تفکر

د چین په سي جي ټي ان کې پاڼه مې تر « په کلاسيکو اثارو کې د چين مفکوره» ترعنوان لاندې څو ویډيوګانې ولیدې چې ډېر جالب او په اړه پورې معلومات پکې و، ومې کتلې او د چین د کلتور په اړه يې ماته ډېر معلومات راکړل چې زه غواړم دلته يې غورچاڼ له تاسو سره شریک کړم.
 
که د دې وډيوګانو ټولې برخې کټ مټ ولیکل شي نو ډېر به اوږد شي نو ځکه زه غواړم چې یوازې ځينې برخې يې په لنډ ډول شریکې کړم.
 
چین پر خپل پرمختګ او تمدن سربېره په ډېره لوړه کچه یووالی هم ژوندی ساتلی دی، د دغه هېواد په فودان پوهنتون کې د چین انسټیټیوت رییس او مشهور ساینس پوه جانګ وی وی(Zhang Weiwei)  د چین د یووالي د مخینې په اړه وايي:
 
چین د لومړي ځل لپاره په ۲۲۱ میلادي کې د چين شه هوانګ(Qin Shi Huang)  د حکومت پر مهال متحد شو او دا په مختلفو دورو کې د پرمختګ په حال کې و.
 
ښاغلی جانګ د چین په کلاسیک کلتور کې ښارمار نښې په اړه داسې نظر لري چې دا د چین د خلکو او وګړو په زړونو کې ځانګړې او ژورې ریښې لري او که د چین هیواد هرې سیمې ته سفر وکړئ د ښامار یا (ډرګن) انځورونه به ووینئ، او داسې تصور کېږي چې دا (ډرګن) د خلکو ترمنځ د یووالي ساتنې او یووالي رامنځته کولو په برخه کې ځانګړی رول لري.
 
چین که له یوې خوا د جغرافیې او مساحت له اړخه د نړۍ لوی هیواد دی بلخوا په دغه هیواد کې مختلف کلتور او د بېلا بېلو دینونو او مذاهبو پیروان ژوند کوي، خو د پام وړ خبره دا ده چې د ټولو اقوامو ترمنځ یووالی او وحدت موجود دی او هېڅکله په چین کې مذهبي جګړې نه دي شوې، ښاغلی جانګ په دې اړه وايي: چینایان یوه اصلاح او خاصیت چې په چیني کې چيو تونګ ژون يي(Qiu Tong Cun Yi)  ورته وايي، مفهوم يې دا دی چې یو ملت په تنوع کې یووالی وساتي، یعنې یو ملت که څه هم د نژاد، ژبې، مذهب او نورو برخو کې توپیر ولري خو بیا هم ترخپل منځ قوي یووالی ولري.
 
دغه راز پروفیسور جانګ وايي، د چین وګړي او چیني ملت د یووالي ساتنې لپاره یو بل ښه عادت لري چې په چیني کې ورته جيا ګوه يي تي(Jia Guo Yi Ti) وايي، د نوموړي د معلوماتو له مخې دغه کلمه د انفرادي کورنیو او هیواد ګډ برخلیک ته وايي.
 
نوموړی د چین کلمه د یوه هیواد لپاره داسې تعبیروي چې د چین کلمه له دوو کرکټرو څخه جوړه شوې چې یو یې مکان او بله کورنۍ ده، د چین هیواد ایډیا د میلیونونو کوچنیو کورنیو ترمنځ د داسې اړیکې موجودیت دی چې تل ښه روابط لري دغه حالت کې په انګلسي کې State Family  ویلای شو.
 
د دې ویډيوګانو د محتوا له مخې، د چین د تمدن یو بل مهم اصل سوله، دوستي او همغږي ده، د چین هیواد تر ټولو لویه لاسته راوړنه او د دغه هیواد د کلتوري او نورو ډګرونو د پرمختګ لوی لاملونه دا هم دي چې د خلکو ترمنځ یې سوله، دوستي او همغږي موجوده ده، د فو دان پوهنتون استاد ښاغلی بای تونګ دونګ(Bai Tongdong)چې په دودیزو چارو او فلسفه کې مهارت لري وايي: د چیني ملتونو تر منځ دوې مشهورې نظریې چې یوې یې لي(Li) او بله د هه(He) نظریه ده موجودې دي.
 
لومړی نظریه لي(Li) د دود او رواج او دوهمه هه(He) بیا د مناسبتونو او هماهنګ مفهوم لري، په دې معنی چې د یوې سیمې د یووالي لپاره د مناسبو دودونو او رواجونو او مناسبې همغږۍ په صورت کې ممکن دی.
 
د نوموړي د څرګندونو په اساس د چین تمدن همیشه په اخلاقي فضیلت ټینګار کوي او د نظامي فضلیتونو په ځای سوله ییزو فضیلتونو ته لومړیتوب ورکوي.
 
په چین کې دا مهمه نه ده چې څوک د کوم مذهب پیروي کوي، څه ډول ژوند کوي او څه نظریه لري، بلکې مهمه دا ده چې دوی له یو بل سره سوله ییز او له خوښیو ډک ژوند وکړي.
 
موسیقۍ هم د چین د کلتور مهمه خبره ده او د دغه هېواد پوهان وايي چې چیني موسيقۍ د دوی په اتحاد او یووالي کې رول لوبولی دی.
 
د چین د کلتور او نشراتو ملي ارشیف د کتابتون د یوې برخې کارکوونکې اغلې شيانګ شو چن(Xiang Shuchen) وايي چې د چین په د یووالي کلتور کې موسیقې هم ځانګړی ارزښت لري، د بېلګې په ډول د)Erhu)په نوم د موسیقۍ اله چې له ډېر پخوا په چین کې رواج شوې او د چین د ټولو سیمو استوګن ورسره بلدتیا لري، اير هو په حقیقت کې یوازې د موسیقۍ اله نه ده بلکې دا د تمدن او فرهنګ د یووالي یوه وسیله هم بللی شو، ځکه د همدې الې په وسیله د مختلفو سیمو وګړي له یو بل سره فرهنګي مشترکات پيدا کوي او دا د ملتونو د یووالي ساتنې برخه کې خورا ګټور لاره ده.
 
همدارنګه د مشهور چیني فیلسوف کنفوسیوس ۷۶ نسل لمسی او د مین ځو پوهنتون پروفیسور کونک مین شین فنګ وايي چې د نیکه خبرو او نصیحتونو ته يې چینایان په درنه سترګه ګوري او هغه په ټولو چارو کې عملي کوي.
 
هغه وايي، هغه کتاب چې کنفوسیوس ۲۵۰۰ کاله پخوا لیکلی تر ټولو مشهوره جمله پکې دا ده چې «دا د خوښۍ خبره ده چې له لرې راغلو ملګرو سره ليدنې کېږي»
 
د دې جملې الفاظ ظاهرا ساده دي خو یو پراخ مفهوم پکې نغښتی او هغه دا چې چینایان میلمه پاله خلک دي او دا يې خوښېږي چې د مختلفو تمدونونو له خلکو سره اړیکې جوړې کړي.
د چین ملت د نړۍ د ډېرو نورو ملتونو سره په ډېرو شیانو کې یو متمایز ملت دی او یو متمایز توب يې دا دی چې د دغه ملت تاریخ ته که وکتل شي نو دوی تل پر وحدت او یووالي ټینګار کوي بلکې دا تر هر څه مهم او غوره ګڼي.
 
دوی په همدې وجه له زرګونو کلونو راهیسې خپل اقتدار ساتلی او سره له دې چې د تاریخ په بېلا بېلو پړاونو کې د پردیو له یرغلونو سره هم مخ شوی خو په خپل داخلي یووالي او وحدت سره يې دغه یرغلونه مات کړي او د خپل پرمختګ مسیر ته يې دوام ورکړی.
 
دا ډېره نادره ده چې د چین په شان لرغوني او زاړه تاریخ لرونکي لوی هېواد خپل تاریخي برم او کلتور ساتلی، بلکې په خپله جغرافیه کې يې وحدت هم ساتلی دی.
 
که څه هم اوس د کنفوسیوس له زمانې زرګونه کاله تېر شوي خو بیا هم د هغه ویناوې او مقولې یوازې د چین تر خلکو پورې محدودې نه دي، بلکې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې خلک د کنفسیوس زرینې ویناوې اوري، زده کوي يې او په خپل ژوند کې يې د عملي کېدو هڅه کوي.
 
د چیني متونو له مخې، د کنفوسیوس تیوري پر اخلاقي بعد ډېر ټینګار لري او هغه سپارښتنه کوي چې بشر باید له جنګ جګړو لاس واخلي او باید عالي او لوړ اخلاق ولري او یو له بل سره په وحدت او سوله کې ژوند وکړي.
 
دا د چین د کلتور مهم اصل دی چې وايي خلک باید تر هر څه مهم وګڼل شي او حاکم باید د والدینو په شان وي چې د خپلو اولادونو لپاره زحمتونه ګالي، خدمت يې کوي او دغه راز خلک هم باید حاکم ته په درنه او د احترام په سترګه قایل وي.
 
د چین خلکو یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې دوی د خپلو مشرانو سپارښتنو او کلتور ته په ډېره درنه سترګه ګوي او هغه ګام په ګام يې عملي کوي نو پوهان په دې نظر دي چې د چین حکومتونو هم په خپلو چارو کې او آن په قوانینو جوړولو کې د خپلو فیلسوفانو او پوهانو نظریات را اخیستي او همدا وجه ده چې بریالي هم دي.