له امریکا او اروپا سره د اوکراين د ملګرتيا پايله!

له تېرو دوو مياشتو راهيسې په تدريج سره معلومېږي چې د امريکا متحده ايالات او اروپا د اوکراين له مالي او نظامي ملاتړ څخه ورو ورو لاس اخلي او اوکراين د دوو کلونو شديدې جګړې، په ميلياردونو ډالرو مالي تاوانونو او د ميليونونو اوکراینيانو په کډوالو کېدلو او زرګونو په وژل کېدلو سره  ميدان کې يوازې پرېږدي، ځکه چې د امريکا د متحده ايالاتو کانګريس لخوا اوکراين ته نظامي بوديجه تر اوسه نه ده منظوره شوې او تر نيمايي ډېر د امریکا د کانګريس سناتوران او عام خلک د اوکراين د جګړې سره د نظامي او مالي ملاتړ خلاف دي او پلوي یې نه کوي.  نو دا چې اوکراین له نظامي تجهيزاتو، او مالي ملاتړ په برخه کې له خنډونو او ستونزو سره مخ دی او بې د اروپا او امريکا له نظامي تجهيزاتو او ملاتړ څخه ان يوه اوونۍ هم جګړه مخته نشي وړلی  نو د برتانيا او امریکا نظامي او سياسي سلاکارانو ورته مشوره ورکړې چې په خپل جګړيز تاکتيک کې تغيير راولي ، لګښتونه راکم کړي او یا دې د سولې پر لارو چارو غور وکړي، ځکه اروپا او امريکا اوس پوهېږي چې د نظامي لارې دا جګړه ګټل ناشوني دي او نشي کولای چې روسيې ته ماتې ورکړي.
 
له بلې خوا د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ددې جګړې پر وړاندې له اوکراين څخه ملاتړ په کمېدو دی ؛ نو ښکاره خبره ده چې د امريکا او اروپا د ملګرتيا پايله ارام ارام دې ځای ته رسېږي چې اوکراين به بالاخره له روسيې سره د سولې خبرو ته کېني او د سولې د مزاکراتو له لارې به دې شخړې ته د پای ټکی ږدي او له بلې اړخه د اوکراين ولسمشر زيلينسکي هم دې نتيجې ته رسېدلی دی چې د اروپا او امريکا ملګرتيا نوره هغسې کلکه او ټينګه نه ده لکه ددې جګړې څخه وړاندې او يا حد اقل يوکال مخکې چې وه ،ځکه اروپا هم له اقتصادي ناورين سره مخ ده او اروپايان له میليونونو اوکرايني مهاجرو او هغو نظامي مرستو څخه چې له اوکراین سره کېږي خپله له اقتصادي ستونزو سره لاس و ګرېوان دي او نشي کولای د مرستو  لړۍ دوامداره وساتي،نو یې اوس ورته د روسيې پر وړاندې د جګړې د تاکتيک په بدلولو مشوره ورکړې ده او هغه تاکتيکونه دادي چې د خرپ او ترپ جګړې، مطبوعاتي جګړې او د ملکي اهدافو او ملکي وګړو په نښه کولو دې تمرکز وشي.
 
د روسيې د سوچي په ښار کې چې د ځوانانو نړیوال فستیوال د مارچ په لومړۍ نیټه پرانیستل شو د افغان پلاوي په ګډون له ۲۰زرو څخه ډیر ګډونوال پکې راټول شوي دي،  د اوکراين استخباراتي ډلې هڅه کوي چې له دې لارې نفوذ وکړي او دا فيسټيوال تخريب کړي. په دې فيسټوال کې شاوخوا لس زره یې د نړۍ له ۱۸۰ هېوادونو څخه راغلې بېلابېلو مسلکونو لرونکي ځوانان دي.
 
دا ځوانان چې د کولتوري، او دوديزو ارزښتونو  لکه د کورنۍ، هېواد او کولتور د ساتنې په موخه راټول شوي دي ، اوکراین او ملاتړي یې هڅه کوي چې په دې فيسټوال کې ترهه خپره کړي او خرابکارانه فعاليتونه وکړي. دوی ان نه يوازې چې ګډونوالو باندې یې فشار راوړی وو چې فيسټيوال کې تخريب وکړي بلکې ان د فيسټيوال له تنظيموونکو سره یې هم اړيکې نيولې وې چې دا فيسټوال له خنډ او ځنډ سره مخ کړي او د لاتينې امريکا (ګابون، برازيل ، ګواتيمالا، او دومنيکن جمهوريتونو) له خلکو سره  د اوکراين د پوځي برخې مشهور سرغنه کيريل بودانوف اړيکې نيولې وې چې خورا ډېرې پیسې به ترلاسه کړئ که مو دې فيسټوال کې هرج و مرج جوړ کړ.
 
دوی د امريکا او برتانيا په مرسته د استخباراتي جګړې په ترڅ کې غواړي نړۍ ته وښيي چې روسيه ان د غونډو او فيسټوالونو او عادي ژوند لپاره امن ځای نه دی او نبايد چې هلته څوک لاړ شي او يا سياحت وکړي، لکه څنګه چې د ۲۰۲۳ کال په اپريل کې  داريا وګينا  هڅولې وه چې ځوان خبريال ووژني او ترهه او ويره خپره کړي او يا لکه په نورو سيمو کې چې ځينې حملې وشوې دوی غوښتل په دې سره خپلو موخو ته ورسېږي . دوی په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ۱۰۴ حملې د روسيې پر خاوره کړې دي چې د ملکي خلکو په ګډون ان افغانې کورنۍ هم پکې مړه او ټپيان شوي دي په داسې حال کې چې د جګړې د قوانينو له مخې په ملکي خلکو او ملکي اهدافو حملې کول د جګړې له اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده.