د بندونو جوړیدنه د افغانستان ژغورنه ده

درې کاله مې د هلمند په عمومي سيندېزې حوزې کې د سروې او ډېزاين انجنير په حيث دنده ترسره کړه. پدې درې کالو کې مې مختلفو ولايتونو لکه هلمند، کندهار، ارزګان ...  ته د لويو او کوچنيو بندونو د سروې کولو لپاره سفر درلود. د دغه ولايتونو تقريبا ټولې سيمې د اوبو کمښت ځپلې وې. په دغه سيمو کې بارانونه ډېر کم ورېږي، کوم وخت که باران وورېږي نو د دغه باراني اوبو د جمع کولو لپاره هم کوم سېسټم نلري. يو کار چې پدې سيمو کې ډېر عام وو، هغه د برمو ويستل وو.
 
د دغه سيمو خلکو د خپلو فصلونو د اوبه کولو لپاره ځاى ځاى برمې ويستلې وې. د هر اوبه راويستونکي پايپ قطر يې د 10cm څخه کم نه وي، او اوبه يې هم 24 ساعته چالانې وي. د ځمکې لاندې اوبه يوازې د څښاک لپاره دي، نو که د فصلونو د اوبه کولو لپاره د ځمکې لاندې اوبه داسې بې درېغه استعمال شي، نو خداى مکړه زمونږ هېواد به ډېر زر د يو لوى ناورين سره مخ شي.
 
دغه حالت ته بايد د پاى ټکې کېښودل شي. دولت بايد پوره هڅه وکړي هغه ځايونه چې هلته د اوبو کمښت وي، لوى او کوچني بندونه جوړ کړي، همدارنګه پدې کار کې ځايي خلک چېرته چې بند جوړېږي بايد پوره ونډه ورسره واخلي. هغه پيسې چې دوى يې د برمو په ويستلو او سولرو مصرفوي هغه دې په خپل د اوبو بند کې مصرف کړي نو کار به يې هم زر وشي او د څو اړخېزو ګټو خاوندان به هم شي.