ژبپوهنه څه ده؟

د معاصر ژبپوهنې بحثونه له نورو علومو او علمي څانګو سره اړیکه لري، یعنې په اوسني وخت کې د ګډڅانګیز علم په توګه له نورو علومو سره تړلی دی. د ژبې نظري څېړنې د ژبې پر نظام او قواعدو بحث کوي. له نورو علومو سره هم اړیکه لري، لکه له فلسفې، منطق، تاریخ، هنر او ادبیاتو، ټولنپوهنې، ارواپوهنې، وګړپوهنې، توکمپوهنې، عصبپوهنې، فیزیک، فېزیولوژۍ، اوب‌پېژندنې او ډېرو نورو علومو سره. د عملي ژبپوهنې څېړنې له نظري څېړنو څخه ګټه اخلي. د ژبې په زده‌کړه، ژباړه، وییجوړونه او قاموس‌لیکنه کې ترې استفاده کېږي. البته د عملي ژبپوهنې څېړنې په همدې بسنه نه کوي، بلکې له نورو علومو سره د تعامل پر بنسټ د ژبپوهنې د نورو څانګو لامل کېږي، لکه د ژبې ارواپوهنه، ټولنیزه ژبپوهنه، عصبي ژبپوهنه، کلېنیکي ژبپوهنه، کمپیوټري ژبپوهنه، ریاضیکي ژبپوهنه، د مصنوعي ځیرکتیا ژبپوهنه، قضایي ژبپوهنه او داسې نور. که له یوه کلي لیده ژبپوهنې ته وګورو، داسې ده، چې ژبپوه د ژبې معلومات راټولوي دغه معلومات کېدای شي په ګړنۍ او اشاري ژبې پورې اړه ولري، دا به ورځنۍ ژبه وي یا انځوریزه ژبه او یا لیکنۍ ژبه، چې دا معلومات به له مقالو، کتابونو، ګزارشونو، ورځپاڼو او ان د اېنټرنېټي او تلېفوني اړیکو څخه راټول شوي وي. په دې مقاله کې د ژبپوهنې حوزې او تیورۍ او له نورو علومو سره  یې په اړیکه باندې خبرې شوې دي. 
 
ار وییونه: ډېسکورس، مانا پوهنه،  کارونپوهنه، غږپوهنه، چارواله، ادراکي، اوړونې، رغښتواله. 
 
سریزه
د هر علم بنسټ په نورو علومو او تیوریو پورې تړلی دی، چې د څېړنې په مټ یې له نویو زاویو سره اشنا کېږو؛ خو له نورو علومو سره یې باید تړاو پیدا او د خبرواترو په وسیله یې د چاپېریال په رڼا کې له ټولو اړخونو سره مطالعه کړو. ژبپوهنه د معاصر علم په توګه د ډېرو ناویل شویو ځوابونو لپاره بېلابېلې لارې غوره کړې دي، چې پخوا د کلمو او جملو بحث ګرم و؛ خو د نورو حوزو او تیوریو په رامنځته کېدو سره ډېرو پوښتنو ته په علمي لحاظ ځوابونه وموندل شول. نويو بحثونو او نظریاتو نویو کارونو ته لارې پرانیستلې، چې له دې سره په ژبه او ژبپوهنه کې د هغه پخواني تصور پر خلاف نوې لارې راخلاصې شوې. پکار ده، چې د خپلې ژبې جوړښت ته د ژبپوهنې د نویو حوزو او تیوریو په رڼا کې وګورو، چې له موضوعاتو سره يې زموږ ژبه سازښت وکړي او د ژبې ګرامر د نویو تیوریو پر اساس ولیکو او د ژبپوهنې حوزې هم پکې له مختلفو زاویو وکاروو؛ چې له علمي لحاظه ژبه پرمختګ وکړي او هم ورته د ځان بسیاينې لپاره اساسات وټاکل شي. 
 
ژبپوهنه څه ده؟
 یو څوک درنه پوښتنه کوي، چې څه دې ویلي؟ ته ورته وایې، چې ژبپوهنه. مقابل لوری بیا درته وایې، چې انګلېسي که پارسي؟ تاسو ورته په ډېر ویاړ وایاست، چې زما ژبپوهنه هم په انګلېسي او هم په پارسي پورې اړه لري؛ موږ باید دواړه ووایو. هغه وایي، په دې خو پوهېږم. بیا پوښتنه کوي، چې تاسو د انګلېسي ژبپوهنه ویلې که د پارسي؟ دلته نو ستاسو ویاړلې څېره مظلومه شي. تاسو نه پوهېږئ، چې څه ورته ووایئ. مجبورېږئ، چې د ژبپوهنې په اړه مقدماتي خبرې وکړې، چې ستاسو په منظور پوه شي.
 
پوښتنه: ژبپوهنه څه ده او ولې يې وايو؟
 
ځواب: ژبپوهنه هغه علم دی چې ژبه مطالعه کوي.
 
په ژبپوهنه کې ډېرې پوښتنې مطرح کېږي، ځواب موندل يې د ژبپوه کار دی.
 
ژبه څه شی ده؟ 
 
ایا یوازې د انسان ژبه ده، ولې د حیواناتو ژبه نه ده؟ 
 
ژبه له موسیقۍ سره څه توپیر لري؟
 
د نړۍ ژبې څه ورته‌والي او توپیرونه لري؟
 
ایا دا سمه ده، چې زموږ نیکونو په یوه ژبه خبرې کولې، بیا یې د کډوالۍ له امله ژبو تغییر کړی او اوسني بېلابېل شکلونه یې غوره کړي.
 
ایا ژبې ته کلي قواعد ټاکلای شو، چې ټولې ژبې پکې تشریح کړو یا یې زده کړو؟
 
ایا ژبه جوړولای شو؟
 
 لیکنۍ، ګړنۍ او اشاري ژبې څه توپیر لري؟
 
د وخت په تېرېدو سره د ژبو شمېر ۱۰۱۷ ته رسېدلی دی؛ نو دا ژبې کمېږي که زیاتېږي؟
 
ژبه څنګه بدلون کوي او اصلاً ژبه ولې بدلون کوي؟
 
دا ټول یوې خوا ته، ماشومان څرنګه ژبه زده کوي؟
 
موږ ولې د ماشومتوب په شان بله ژبه نشو زده‌کولای؟
 
او داسې نورې ډېرې پوښتنې.
 
د ژبپوهنې څېړنې دوې برخې لري. نظري او عملي.
 
د ژبې نظري څېړنې د ژبې پر نظام او قواعدو بحث کوي. له نورو علومو سره هم اړیکه لري، لکه له فلسفې، منطق، تاریخ، هنر او ادبیاتو، ټولنپوهنې، ارواپوهنې، وګړپوهنې، توکمپوهنې، عصبپوهنې، فیزیک، فېزیولوژۍ، اوب‌پېژندنې او ډېرو نورو علومو سره اړیکه لري.
د عملي ژبپوهنې څېړنې له نظري څېړنو څخه ګټه اخلي. د ژبې په زده‌کړه، ژباړه، وییجوړونه او قاموس‌لیکنه کې ترې استفاده کېږي. البته د عملي ژبپوهنې څېړنې په همدې بسنه نه کوي، بلکې له نورو علومو سره د تعامل پر بنسټ د ژبپوهنې د نورو څانګو لامل کېږي، لکه د ژبې ارواپوهنه، ټولنیزه ژبپوهنه، عصبي ژبپوهنه، کلېنیکي ژبپوهنه، کمپیوټري ژبپوهنه، ریاضیکي ژبپوهنه، د مصنوعي ځیرکتیا ژبپوهنه، قضایي ژبپوهنه او داسې نور. که له یوه کلي لیده ژبپوهنې ته وګورو، داسې ده، چې ژبپوه د ژبې معلومات راټولوي دغه معلومات کېدای شي په ګړنۍ او اشاري ژبې پورې اړه ولري، دا به ورځنۍ ژبه وي یا انځوریزه ژبه او یا لیکنۍ ژبه، چې دا معلومات به له مقالو، کتابونو، ګزارشونو، ورځپاڼو او ان د اېنټرنېټي او تلېفوني اړیکو څخه راټول شوي وي. کېدای شي، دا معلومات د اوسمهال یا تېر مهال له کتابونو او فلمونو، کتیبو او ډبرلیکونو را اخيستل شوي وي. په ټوله کې ویلای شو، چې دا ټول معلومات د څېړنې لپاره انتخابېږي، بیا ژبپوه دغه توکي را اخلي او یوې ګوښې ته ورسره کېني. پر خپله څېړنه فکر کوي، چې په کومو برخو يې کار وکړي. مثلاً: د څېړنې یو کار یې دا دی، چې له تېرمهاله یې تر اوسه څه بدلون کړی. مثلاً: د مور او پلار کلمې له کومه راغلې اوس موږ پلار وایو، پېتر یا پتر نه وایو. خلک (نه څېړونکی) له دې سره کار نه لري، چې دغه کلمه په هغو نورو ژبو کې څنګه کارول کېده. مثلاً: په انګلېسي کې پلار ته father وایي؛ ګورو چې د پلار او father نومونه یو بل ته ډېر سره نيژدې دي؛ نو ژبپوه پر دې فکر کوي، چې دا ژبې له یو بل سره څه اړیکې لري، یا دا ورته‌والی یوازې يوه پېښه ده. دا پکار ده، چې څېړونکی باید کومې کلمې انتخاب کړي، چې د ژبو ترمنځ ورته‌والی پیدا کړي. دا کار خپل اصول لري، داسې نشي کېدای، چې د کمپیوټر کلمه راواخلو او ووایو، چې په کومو ژبو کې يې کمپیوټر بولي. کېدای شي انګلېسي، جاپاني او پارسي ژبې له یوې موره وي، چې یوه نیا لري. په پارسي لږ شک لرم، دا ځکه چې کمپیوټر ته رایانه هم وایي؛ خو داسې نه ده. البته ژبپوه په دې پوهېږي، چې انګلېسي او پارسي له یوې موره دي؛ خو جاپاني ژبه بیا توپیر کوي. دا یوازې د یوه ژبپوه په څېړنیزو کارونو پورې اړه لري.
 
کله چې د ژبپوهنې خبره کوو؛ نو اړ یو، چې د ژبپوهنې حوزې وڅېړو. هغه حوزې دا دي: اوازپوهنه، غږپوهنه، مورفولوژي، نحوه، ماناپوهنه او کارونپوهنه. د ژبپوهنې دغه حوزې ډېرې پېچلې دي؛ خو په عین حال کې له یو بل سره اړیکې هم لري؛ نو ژبپوه اړ کېږي، چې د ژبې له ځینو اړخونو تېر شي او د ژبې په يوه مشخصه او ځانګړې برخه کې ډېره مطالعه وکړي.
 
اوازپوهنه یا فونیمېکس: د اوازونو مطالعه ده، یعنې راښيي، چې اوازونه څرنګه تولیدېږي. ژبپوه په دې پوهېږي، چې اواز څرنګه درک کړي او د اوازونو ترمنځ توپیر وکړي، مثلا: د /ک/ او /ب/ ترمنځ توپیر وکړي. ځینې وخت د اوازونو توپیر نه کېږي، چې ځینو ته کلېکي (ټونګل) اوازونه وایي.( لکه: ټک، اَی، پي) ځینې اوازونه د کمپیوټر له لارې تحلیلېدای شي. په اشاري ژبه کې اوازونه هماغه نښې دي، چې په هماغه چاپېريال کې کارول کېږي.
 
غږپوهنه يا فونولوژي: د ژبې له معلوماتو مرسته اخلي، چې په ژبو کې دا توري څنګه ترکیبېږي. 
 
د اواز او غږ ترمنځ توپیر: غږ مانا توپیروي. لکه په لېر او رېل کې چې د غږونو د ځايونو بدلون ماناوې بدلې کړې دي، لکه څنګه چې د مانا په بڼه کې بدلون راغلی؛ نو د لېر ځایناستی کېدل ناشونی دی. ل ـ ر دوه بېل غږونه او اوازونه دي، مګر په ځینو ژبو کې د لېر او رېل ویل هیڅ بدلون نه پېښوي. د مانا د بدلون لامل نه کېږي. په عربي ژبه کې( ث، س، ص) د کلمو په مانا کې بدلون راولي، مګر که په پښتو کې سحر، سهار ووایو؛ نو په مانا کې بدلون نه راځي. ځینې وخت د غږونو له بدلون سره په مانا کې بدلون راځي. ( زیار، ۱۳۸۴: ۲۴،۲۷)
 
مورفولوژي: وییونه (لغتونه) مطالعه کوي، چې هر ویی څرنګه جوړېږي او مورفولوژي يې سپړي. مورفولوژي دا معلوموي، چې یوه کلمه له نورو سره په هماغه ژبه کې څه اړیکه لري. د کلمې پر جوړښت، ریښه، مختاړو او وروستاړو بحث کوي. مورفولوژي له یوې خوا له فونولوژي سره اړيکه لري او له بلې خوا له نحوې سره.( چمتو، ۱۴۰۰: ۱۰۰)
 
غونډله‌پوهه (نحو): هغه پوهنه ده، چې د یوې ژبې پر غونډلو (جملو)، عبارتونو، غونډونو (ترکیبونو)، جوړښت، د توکونو پر ترتیب، تنظیم او جوړښتي نظام بحث کوي.( شېرزاد، ۱۴۰۰: ۱۷) 
 
مانا پوهنه: په انګلېسي کې ((semantics ورته وايي، موخه یې په انساني ژبو کې د مانا مطالعه او سپړنه ده. په ټولیز ډول د ویي او مانا ترمنځ د اړیکې سپړنې ته ماناپوهنه وایي. د مانا علم معمولاً د دلالت کوونکو له اړيکو، لکه ويي، عبارتونو او نښو سره کار لري، چې مانا د څه لپاره کارېږي. ماناپوهنه د ژبپوهنې د څانګې په توګه د ژبنیو نښو او پیلامونو(سېمبولونو) له سپړنې او شننې سره کار لري. ( ارغند، ۱۳۹۶: ۴۴)
 
کارونپوهنه: ( pragmatics) له یوناني (pragmatikos ) کلمې اخیستل شوې، چې pramat د کارونې او عمل په مانا دی. کارونپوهنه هم د مانا مطالعه ده؛ خو هغه مانا چې ویونکی یا لیکونکی یې انتقالوي او اورېدونکی یې له متن څخه اخلي. ګرور هاډسن وایي: کارونپوهنه د ژبې او متن ترمنځ اړیکه ده. کارونپوهنه د همدې دواړو پديدو د اړیکې مطالعه ده.( سمون، ۱۴۰۲: ۵۰)
 
دغه پورته ذکر شوې حوزې د ژبپوهنې ارې ( اصلي) حوزې دي. کېدای شی دغه حوزې د تاریخ په بهیر کې یا په یوه ټاکلي وخت او یا په اوسمهال کې وڅېړل شي. 
تاریخي ژبپوهنه: که ژبه د تاریخ په بهير کې وڅېړل شي، دې ته تاریخي ژبپوهنه وایي. په تاریخي ژبپوهنه کې بیا د وخت په تېرېدو سره بدلون راځي. لکه د تلفظ بدلون او د مانا بدلون. دا بدلون د نورو ژبو له ویونکو سره د اړيکو، راشه‌درشې او راکړې ورکړې له امله رامنځته کېږي. لکه د کمپیوټر، فکس او نورو په وسيله، يا له انګلېسي پښتو ته او يا داسې نورو ژبو ته د کلمو او مفاهيمو تګ. البته د نورو بدلونونو لامل هم کېږي. مثلا: د مشابه ژبو مطالعه چې د وخت په تېرېدو سره په ژبه کې بدلون راځي یا یې د جغرافیې تغییر په ژبه کې د بدلون لامل کېږي.( همای،۱۴۰۱: ۱۵)
 
ډېسکورس شننه: په ژبپوهنه کې هغه مطالعې ته ویل کېږي، چې د ژبې لوی واحدونه (متنونه)، لکه ډیالوګونه، داستانونه او ویناوې تر بحث لاندې نیسي. دا ډسکورسونه ژبه په مختلفو بڼو کاروي. له ژبې چې کله کار اخلي له بېلابېلو بڼو یې استفاده کوي. لکه: و نه و یو شپون و. دا جمله موږ د یوه داستان په پیل کې کاروو. د یوه داستان د پیل لپاره کېدای شي، ښه پیل وي؛ خو یو ژورنالېست یې په تلوېزیون کې د خبر د پیل لپاره نه شي کارولای. د ډېسکورس مشخصوونکي موږ ته د ډېسکورس اصول راښیي. مثلا د ډېسکورس په وسیله پوهېدای شو، چې د داستان کوم نقشونه اصلي او کوم یې فرعي دي.) یورګنسن او فیلیپس،۱۷:۱۴۰۱)
 
په معاصره ژبپوهنه کې درې تیورۍ دي، چې د ژبپوهنې په برخه کې یې ډېر بحثونه رامنځته کړي. البته دا تیورۍ په ټوله کې د سوسور له رغښتوالې تیورۍ اغېزمنې دي. هغه تيورۍ دا دي: زېږنده اوړونې ژبپوهنه، چارواله ژبپوهنه او ادراکي ژبپوهنه. 
 
د رغښتوالې ژبپوهنې تیوري: په شلمه پېړۍ کې په ژبپوهنه کې علمي انقلاب راغی، چې سرلاری يې سوسور و. د سوسور لېکچرونه د ده شاګردانو راټول کړل د « Course de linguistique générale/ د عمومي ژبپوهنې کورس» په نامه یې چاپ کړل. د دې کتاب په پاڼو کې د تاریخي او رغښتي ژبپوهنې په اړه ګټور نظریات نغښتي دي، چې د ژبپوهنې له تاریخي بهیره نیولې د ژبپوهنې پر موضوع، ګړېدا، د ژبې پر داخلي او بهرنیو عواملو، غږپوهنې، د غږپوهنې پر اصولو، د ژبنۍ نښې پر ماهیت او نورو ګڼو ژبنیو بحثونو مالامال دی. په تېره د سوسور د دال او مدلول بحث، چې د ژبپوهنې ترڅنګ په ادبیاتو کې هم د بحث وړ دی. په ټوله کې ویلی شو، چې د نوې ژبپوهنې اساس تر ډېره د سوسور پر نظریاتو ولاړ دی. سوسور ژبه یو کلي نظام وباله. په رغښتواله کې د کلمې تر سطحې بحث وشو، چې له دې سره یې نورو ژبپوهانو ته د څېړنې او شننې لارې پرانیستلې.( حمیدزی، ۱۴۰۲: ۸۹) 
 
د زېږندې اوړونې ژبپوهنې تیوري: د شلمې پېړۍ په نیمایي کې یو بل مهم ګام په امریکا کې نام چامسکي واخیست. نام چامسکي د رغښت خبره د جملې په کچه وکړه او هم يې د ژور او برسېرن رغښت خبره ورسره غوټه کړه. دا په نحوه کې مهم کار و، چې په ډېرو ژبو کې تطبیق شو. په زېږنده اوړونې تيورۍ کې د جملې تر کچې بحث وشو. د نام چامسکي څېړنو پر ارواپوهنه، فلسفه او کمپیوټري ژبه اغېزه وکړه.( مقدم، ۱۴۰۱:۱۰)
 
د چاروالې ژبپوهنې تیوري: د شلمې پېړۍ د ژبپوهنې په مکتبونو کې یو مهم مکتب د لندن دی، چې د جې.آر فېرث غوندې مشهور ژبپوه پکې تېر شوی. د چاروالې تیورۍ مهم غړی مایکل الېکزاندر کرېکووډ هالیډې دی، د ده ژبپوهنیزې نظریې ته نظاممنه چارواله نظريه او ګرامر ته یې چاروال ګرامر وایي. د نوموړي په اند، ژبه یو داسې نظام دی، چې درې سطحې، څلور ټولۍ (کټګورۍ) او درې تلې لري، په دې نظام کې دننه بېلابېل ژبني توکي لکه کلمې، ګرامر، متن، اوب او مانا خپلې خپلې دندې یا چارې ترسروي. په چاوراله کې د متن او اوب تر کچې بحث وشو، چې د ماناپوهنې او کارونپوهنې حوزې پکې ښکېلې دي.(حمیدزی، ۱۳۹۸: ۵۷)
 
د ادارکي ژبپوهنې تیوري: ادراکي ژبپوهان د نورو ژبپوهانو غوندې، ژبه د پوهې د یوې موضوع په توګه څېړي او د ژبې د نظام او نقش د تشرېح هڅه کوي. دوی د انسان د ژبې، ذهن او ټولنیزو او فيزیکي تجربو اړیکې راسپړي. د ژبې په اړه د هغوی یو استدلال دا دی، چې ژبه د انسان ایډیاوې او ذهني ځانګړنې منعکسوي. ادراکي ژبپوهنې په ۱۹۶۰ و ۱۹۷۰ لسیزو کې له نویو ادراکي علومو، په تېره د انسان په ذهن کې د ټولیو د ډلبندۍ له تیورۍ او ګشټالټ ارواپوهنې سرچینه واخیسته. د دې تیورۍ په سرلارو کې لانګاکر او لیکاف راځي. په ادراکي ژبپوهنه کې د متن تر کچې بحث وشو. کېدای شي دا متن یوه نښه، یو کتاب يا یوه مقاله وي. په دې تيورۍ کې هم د ماناپوهنې او کارونپوهنې حوزې ښکېلې دي.( ښکلی، ۱۴۰۱: ۱۴۹) 
پایله 
د ژبپوهنې علم په وروستیو کلونو کې د خلکو پام ځان ته اړولی دی. د دې څو لاملونه دي، یو دا چې د هر هېواد او فرهنګ خپل هویت ته فکر شوی دی، چې دا هویت د ژبې په وسیله ساتل کېدای او ژوندی کېدای شي؛ نو ځکه هر هېواد او فرهنګ دې برخو ته ځانګړی پام کوي. ژبې یوازې خپل تاریخ، فرهنګ او هویت نه‌ساتي، بلکې له نورو فرهنګونو او تاریخ سره د اړیکې او نيژدېوالي لامل کېږي، چې دا خپله د ژبې ارزښتونه ساتي. د نویو تیوریو او حوزو رامنځته کېدل هم د ژبې په بډاینه کې مهم رول لري؛ نه یوازې علمي کوي يې، بلکې د هرې ژبې د خپل جوړښت پر بنسټ، د ژبې په ګرامر او جوړښتي نظام کې پرتو ستونزو  ته د حل علمي لارې پرانیزي.   
 
ماخذونه
۱: ارغند، ذبیح الله صاحب. ۱۳۹۶. ماناپوهنه. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه. 
۲: حمیدزی، راحله. ۱۳۹۸. دستور نقش ګرای نظام مند هالیدی. کابل: انتشارات کابلستان.
۳: حمیدزی، راحله .۱۴۰۲. نظریه های زبانشناسی. کابل: انتشارات سمون.
۴:: چمتو، محمدقسیم.۱۴۰۰.تشریحي ژبپوهنه. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.
۵: زیار، مجاوراحمد. ۱۳۹۸. پښتو پښویه. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
۶: سمون، محمد مصطفی. ۱۴۰۲. ادراک او مانا. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
۷: شېرزاد، محمد اقا. ۱۴۰۰. پښتو نحوه. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.
۸: ښکلی، اجمل. ۱۴۰۱. د ژبپوهنې نظریې. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.
۹: مقدم، محمد دبیر. ۱۳۹۵. زبان شناسی نظری. (پیدایش و تکوین دستور زایشی). ویراست سوم. تهران: انتشارات سمت.
۱۰: همای، یحیا. ۱۴۰۱. پرتلیزه – تاریخي ژبپوهنه. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه. 
۱۱: یورګسن، ماریان، فیلیپس، لوییز. نظریه و روش در تحلیل ګفتمان. ترجمه: هادی جلیلی. تهران: انتشارات نشرنی.