د چین او افغانستان تازه اړیکې

مخکې له دې چې د دې لیکنې اصلي برخې ته راشو، غواړم دا ووایم چې که د نړۍ نقشې ته وکتل شي نو ټول هېوادونه د قالینې د ګلانو په شان یو له بل سره اوبدلي او ګډې پولې لري، مګر تاریخونه يې له لوړو او ژورو ډک دي.
 
خو د چین او افغانستان زرګونه کلن تاریخ پر زرینو کرښو لیکل شوی او یوازې د دوستۍ کلمې پکې لیدل کېږي چې ښايي په دې صفاتو موصوف به نور هېوادونه پيدا نشي.
 
د افغانستان او چین اوسنۍ اړیکې:
افغانستان په تېرو شاوخوا سلو کالو کې د انګلیستان، پخواني شوروي، امریکا او ورسره د ناټو غړو هېوادونو په شمول نږدې ۵۰ هېوادونو له تېریو سره مخ شوی او ډېرې لوړې ژورې يې لیدلې چې په دې بهیر کې له چین پرته زموږ ځینې ګاونډيان بې طرفه نه دي پاتې شوي او په یو ډول نه یوډول يې د اشغالګرو مدد کړی دی.
 
خو چین په دې ټول وخت کې نه یوازې د افغانستان له دښمنانو سره مدد نه دی کړی، بلکې په نړیواله کچه يې تېري غندلي او د یو خپلواک او مستقل افغانستان غوښتلو غږ يې پورته کړی دی.
 
کله چې په افغانستان کې سرپرست حکومت واک ته ورسېد، امریکا د افغانستان ملي شتمني کنګل او پر افغانستان يې ظالمانه بندیزونه ولګول چې نږدې وه د افغانستان بانکي سیستمونه هم بند او فلج شي او ډېری هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه یا بند کړل او يا يې چارې و ځنډولې.
 
چین د افغانستان د دوستو هېوادونو په سر کې و چې له افغان ولس سره يې د مرستې ټټر وواهه او د دې تر څنګ يې په کابل کې خپل سفارت بند نه کړ او په خپل هېواد کې يې افغان سفارت چارو هم په نورمال او عادي شکل دوام پيدا کړ.
 
چین که څه هم تراوسه د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل نه دي اعلان کړي خو په ډېرو برخو کې يې مرستې زیاتې کړې او ډېری چیني شرکتونو د افغانستان د کانونو په را ایستلو او نورو برخو کې له سرپرست حکومت سره مرسته او تړونونه وکړل او چیني پانګوالو په افغانستان کې پانګې اچولې دي.
 
امریکا او لویدیځو ملګرو يې په ملګرو ملتونو کې له خپل نفوذه په استفادې څو ځلې هڅه وکړه چې د امنیت شورا له لارې پر افغانستان فشارونه او محدودیتونه زیات کړي خو چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه د امریکا فرمایشونو ته منفي رایه ورکړه او د افغانستان پر ضد يې د دغه هېواد دسیسه شنډه کړه.
 
د ۲۰۲۳ میلادي کال کې په کابل کې د چین د پخواني سفیر د ماموریت موده پای ته ورسېده او د سرپرست حکومت د رییس الوزرا له خوا په ډېرو شاندارو مراسمو د نوي سفیر باور لیک ومنل شو.
 
دغه راز څه وخت مخکې په چین کې د افغان سفیر بلال کریمی باور لیک هم د چین د دولت د رییس شي جین پینګ له خوا ومنل شو.
 
څه وخت مخکې د افغانستان سرپرست حکومت په یوه بیان کې یو ځل بیا دا خبره په ډاګه کړه چې دوی یو چین پېژني او د یو چین اصل ته ژمن دي.
 
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د روان کال د مرغومې په ۲۴مه په خپله ایکس پاڼه ولیکل چې افغانستان د یو چین اصولو ته ژمن دی او د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه د سیمې د سولې او ثبات پر زیان ده.
 
پورته ذکر شویو مواردو ته په پام سره ویلای شو چې اوس د چین او افغانستان اړیکې تر بل هر وخت ښې او پخې شوې دي او ښه مسیر يې انتخاب کړی دی.