شرعي مسائل او د خلکو ستونزې


ډیری وخت داسې پېښېږي چې يو لړ شرعي مسائل او فتوی ځينې مولي صاحبان يو ډول او ځينې بل ډول عوامو ته بيانوي, چې په نتيجه کې ددې سبب شي تر څو عوام په شک او بې باورۍ کې پاتې شي;

ډېر کله چې زه وينم خلک دا پوښتنه کوي چې موږ د کوم ملا ومنو؟ يو راته يو څه او بل راته نور څه وايي, موږ ته خو علم نشته نو اوس څه وکړو!؟

دوی په حقه دي, ستونزه دا ده چې هرڅوک ځان ملا او مفتي ګڼي او له ډېرو مې اورېدلي هم دي حتا له هوښيارو او لويو خلکو چې دين د ملا او مفتي له لاسو راوباسئ موږ ټول مسلمانان يو او ...

سمه ده چې دين د ملا او مفتي اجاره نه دی, خو په دين پوهېدل هم د هر چا کار او وړتيا نه ده.

مسائل بايد په پوره دقت او تحقيق عامو خلکو ته بيان شي تر څو له اختلاف او شک لرې پاتې شي او تر ډېره بايد هڅه وشي چې اختلافي مسائل که څوک ډېر يې د بيانولو لېوال وي له اختلاف سره بيان شي نه په مطلق ډول!

د دين او شريعت لاره بېخي څرګنده او سيده ده, هېڅ داسې څه شتون نه لري چې حقيقت يې څرګند نه وي او يا يې حل شتون ونه لري.
وروسته د دې آيت شريف له نازېلېدو هر څه او هره اړتيا بشپړه او له پوره حل سره تکميل شوه:
"الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِى وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلٰمَ دِينًا ۚ" [المائدة: 3]

ژباړه: "نن ما ستاسي دين، ستاسي لپاره بشپړ کړ او خپل نعمت مي پر تاسي پوره کړ. او ستاسي لپاره مي اسلام ستاسي د دين په توګه منظور کړ".

مشوره:
ددې لپاره چې شکمن او دوه ډوله مسائل وا نه ورېدل شي او د دين په تړاو شکمن نه شئ, د عامو ملايانو څخه لويې مسئلې مه پوښتئ او د خپلو شرعي مسائلو د پوښتلو لپاره رسمي دارالإفتا ته مراجعه کوئ; داسې به نه شکمن ياست او نه به د ديني مسائلو په تړاو زړه نا زړه ياست.
والله أعلم!