تعصب، تبعیض  او عصبيت  لومړی برخه

تعصب: په انګریزي کې ورته Prejudice  وایي چې له Prejudgment څخه اخیستل شوی لغت دی. تعصب د تیار جوړ شوي ذهنیت او عقیدې پر بنسټ د ځېنو وګړو او ګروپونو په باب د هغوی د رنګ، ژبې، قوم، هیواد، نژاد، مذهب، جنسیت او ټولنیز ـ اقتصادي حالت له مخې برداشت او سلوک ته ویل کیږي.
 
تبعیض: چې په انګریزي کې ورته Discrimination  وایي، د نورو وګړو او ګروپونو په وړاندې د هغوی د رنګ، ژبې، قوم، هیواد، نژاد،مذهب، جنسیت او ټولنیز-اقتصادي حالت له مخې برخورد او عمل ته ویل کیږي.
 
د تعصب او تبعیض توپیر: دا دواړه یو له بل سره تړلې مفکورې دي، خو په طبیعت او څرګندیدو کې توپیر لري. تعصب نظریه او تبعیض تعصب امیزه کړنه، سلوک او برخورد دی. تبعیض په انساني اړیکو او د خدماتو په برابرولو کې د نابرابرۍ د رامنځ ته کېدو سبب کېږي او بدې ټولنیزې نتیجې رامنځ ته کوي. دا په اصل کې یو روانی یا احساسي غبرګون دی. تبعیض، د تعصبي چلند څرګندول یا عملي کول دي، چې افراد یا ادارې له نورو سره غیر عادلانه، ناسم، ظالمانه یا توپیري چلند کوي. یعنې تبعیض د تعصبي اعمالو، سلوک، چلند، پالیسیو او اجراآتو معنی لري.
 
عصبیت: عصبیت دې ته وایي چې انسانان د پلار له خوا د خپلې انساني بیولوژیکي منشې سره کلکې اړیکي وساتي او دغه اړیکې تر هر څه مهمې وګڼي.
 
خو د ابن خلدون په نظر عصبیت د افرادو او ټولنو د انسجام د قوت او انګیزه لرلو له وړتیاو څخه عبارت دی چې د دغه قوت او وړتیا میزان په تاریخ او تمدن کې د بري او بقا عامل دي. د ابن خلدون له نظره عصبیت ټولنیز تمایل، انګیزه او ژمنتیا ده او داسې پیاوړی ټولنیز انسجام رامنځته کوي چې د تمدن دایجاد او بقا سبب کیږي. ابن خلدون یې د پلرنۍ بیولوژیکي اړیکو پر ځای د ټولنیز پیوند، انسجام او انګیزې د ایجاد په معنی کاروي.
 
د اسلام نظر
د اسلام له نظره تعصب او تبعیض مردود دي. د اسلام ستر پیغمبر (صلی الله علیه و سلم) عصبیت ته بلونکي، تعصب کوونکي او په تعصب کې مړه کېدونکي ټول له اسلام بهر ګڼلي او تعصب یې د جاهلیت د زمانې یوه ورسته او بویناکه ټولنیزه ناروغي ګڼلي ده . اسلام ټول انسانان د آدم او حوا اولاد ګڼي، تور ته په سپین، عرب ته په عجم او د دوی پر عکس کوم امتیاز نه مني . امتیاز یوازې هغه چاته دی چې ډیر پرهیز ګار وي. عالمان، خیررسوونکي، او له ښځو سره د ښه چلند لرونکي هم تر نورو ښه ګڼل شوي دي.
 
پخوانی او اوسنی حالت
له لرغونو زمانو راهیسې په انساني ټولنو کې په یوه اندازه تعصب او تبعیض وو او اوس هم شته خو اندازه او شدت یې تر پخوا کم شوی دی.
لرغونو انسانانو د قوم، جغرافیې او ټولنیز موقف له مخې تعصب کاوه. د رومي، یوناني، ساساني او نورو امپراطوریو په واکمنو او ټولنو کې د نورو په وړاندې شدید تعصب موجود وو، چې د لویو جګړو او تباهیو سبب کېده. زموږ نیکونو هم ځانونو ته نجیب ویل او نورو قومونو ته یې تر ځان په کم نظر کتل. په هندیانو کې کاست یا طبقاتي سیستم موجود وو او تر یوه حده اوس هم شته چې د ټولنې وګړي یې د برهمن (ملایانو او ښوونکو)، کشاتریا (حاکمانو، جنګیالیو)، ویشنو (ځمکوالو او سوداګرو) او سوډر (کارګرانو) په ګروپونو ویشلي دي. د دوی دا باور هم وو چې لومړۍ طبقه د خدای له سر، دوهمه یې له سینې او مټو، دریمه یې له خیټې او څلورمه یې له پښو جوړه شوې ده.
 
په تاریخ کې د مذهب او دین په نوم زیاتره د سیاسیونو له خوا شدید تعصب او تبعیض شوی دی چې صلیبي جګړې، د عقایدو د تفتیش محکمې، د عیسوي فرقو خپلمنځي جنګونه، د یهودو پر خلاف تعصب او له اسلام څخه د ویرې پر بنسټ تعصب یې ډېر بوږنووکي مثالونه دي.
 
د استعمار د مهال نژادي تعصب او تبعیض د بشریت د تاریخ ډېرې تورې بیلګې دي چې د نورو قومونو د تسلیمولو، ټیټ ګڼلو او غلامولو سبب شوی وو چې تر سمندرونو ورهاخوا د غلامانو لیږد یې تر ټولو بد ډول وو. د دغه مظلومو غلامانو زیاته برخه په کښتیو کې مړه کیدل او سمندر ته غورځول کېدل، پاتې یې تر عمره غلامان پاتې کېدل. ښځې او اولادونه یې هم د غلامانو په توګه محکوم او مظلوم وو.
 
اوس که څه هم تعصب او تبعیض او یا لږ تر لږه د هغوی بدې اغیزې کمې شوې دي، خو لا هم د نژاد، قوم، ژبې، مذهب او جنسیت پر بنسټ تعصب او تبعیض موجود دی. په وروسته پاتې هیوادونو او په ځانګړي ډول افغانستان کې همدا اوس د جنسیت پر بنسټ تبعیض په میلیونو ښځې او نجونې له کار، ټولنیزو او سیاسي حقوقو او زده کړې محرومې کړې دي. مذهبي نازغمي او د نورو مذهبونو د پیروانو پر خلاف تبعیض لا اوس هم په زیاتو سیمو کې موجود دی. د نورو ملتونو د وګړو سره تعصب او په وړاندې یې تبعیضي چلند لا هم د دوی د حقوقو او ازادیو د محدودیدو سبب کیږي.
 
تعصب او تبعیض هله تر ټولو بد شکل نیسي چې د دین د ناسم تعبیر یا قانون له مخې روا وګنل شي او یا په پوهنیز نظام کې شامل شي. په دې صورت کې دغه بد فکر او عمل سم ګڼل کېږي او ورو ورو د ټولنیز نورم برخه کېږي چې بیا یې وګړي او بنسټونه د منفي پدېدې په توګه نه بلکې د یو مثبت یا لږ تر لږه د عادي فکر او عمل په توګه ګڼي چې بدې اغیزې او دوام یې زیاتیږي.
 
د تعصب او تبعیض تر ټولو  بدې نورې بېلګې دا دي: په دوهمه نړیواله کې د یهودانو عام قتل، په افریقا کې پر پورته یادو شوو بیلګو سربېره د اپارتاید موجودیت، په رونډا کې د توتسي قبیلې نږدې یو میلیون وګړي وژل کېدل،  د بوسنیا عام قتل، د ارمنیانو ټولوژنه. د اسراییلو له خوا د فلسطین د خلکو ځمکې او کورونه نیول او له دوی سره دوامدار ظلم او تیری.
 
د تعصب او تبعیض سببونه:
 د ټولنې اغیزې: افراد ممکن له ملګرو، کورنۍ، او ټولنیز چاپیریال څخه تعصیب لرونکی افکار واخلي. کلتوري نورمونه، ارزښتونه او تاریخي میراثونه د تبعیضي ذهنیت او کړنو له ایجاد او دوام سره مرسته کوي. ټولنیز منفي ذهنیت او توقعات د تبعیض له پیدا کېدو او زیاتوالي شدت زیاتوي. د واکمنو له خوا د ځانګړو ګروپونو پر خلاف د تبعیض عملي کول د هغه د دوام او تقویې سبب کیږي چې په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې د واک د ناانډولۍ سبب کیږي.
 
د فرهنګ او رسنیو رول: متعصبانه ټاپې او ناسم برداشت له دې هم رامنځ ته کیږي، چې کلتور او رسنۍ دغسې ذهنتیونه خپاره کړي، چې څو بېلګې یې دا دي: د توتسي او هوتو قبیلو په جګړه کې د رسنیو منفي او پارونکی رول، د ‌ Blackface Performances فلمونه چې تورپوستي یې په کارتونو کې ریشخند کړي او کم راوستي وو، په شلمه پیړۍ کې د غربي رسنیو له خوا د چینایي او جاپاني نژاده خلکو بې باوره ښودل او د زیړ خطر تر عنوان لاندې ورپسې خپروني کول، په نازی المان کې د یهودو کارتونونه جوړول. د رسنیو دې غیر مسؤولانه کړنې د تبعیض او ناعادلانه کړنو (لکه د یو میلیون توتسي وګړو قتل عام) او ناعادلانه قوانینو د جوړیدو سبب شوې. په غرب کې د اسلام د پیغمبر (صلی الله علیه و سلم) د کارتونونو رسمول او خپرول هم د کرکې خپرولو یو بد عمل دی چې بیا بیا تکرارېږي او د دوه بیلیونه مسلمانانو زړونه او احساسات ټپي کوي.
 
قانوني نابرابري: په قوانینو کې د تعصب او تبعیض ځېنې بیلګې دا دي: د نورمبرګ په قانون کې چې نازی المان د هغه له مخې یهودان د ښاروندۍ له حقوقو محروم کړل، د هندوانو د کاسټ سیستم چې انسانان په څلورو ګروپونو ویشي، او د ځینو د امتیاز او نورو د محرومیت سبب کیږي، په امریکا کې د جیم کرولي قانون چې د جنوبي امریکا خلک یې د نژاد پر بنسټ ویشل او سیتمیک تبعیض ته یې زمینه جوړوله.
 
تعلیمي سیستم: د امریکا او ځینو نورو هېوادونو اصلي اوسیدونکو ته د تعلیم د نه برابرولو، د جنسیت پر بنسټ د تبعیض تشویق، د زیاترو هیوادونو په تعلیمي نصابونو کې د یوه قوم یا خپل ملت برتري او لوړګڼل هغه بېلګې دي، چې د تعصب او تبعیض تقویې ته یې زمینه جوړه کړې ده.
 
ویره او ناامني: فزیکي، ټولنیزه یا رواني بې اطمناني هم د تعصب سبب کیږي. کله چې په ټولنه کې فزیکي امنیت او ټولنیز خدمات نه وي موجود، ځینې وګړي نور افراد یا ګروپونه د دې کار مسؤول ګڼي او په مقابل کې یې تعصب کوي.
 
اقتصادي عوامل: په ټولنه کې د اقتصادي توپیرونو او د زیرمو د لاس ته راوړلو لپاره د رقابتونو شتون تعصب ته لار هواروي او ځینې ګروپونه یا افراد نور افراد یا ګروپونه د دغو ستونزو مسوول ګڼی او تر منځ یې نیتونه او اړیکي خرابیږي.
 
رواني فکټورونه: په افرادو او ګروپونو کې د لومړیتوبونو د ټاکلو په شان ذهني او شناختي عوامل هم د تعصب سبب کیږي. ځینې خلک غواړي چې نور په ګروپونو وویشي او بیا د ښه او بد تقسیمات وکړي چې ځانونه په ښو/ مستحقو او نور په بدو/ نامستحقو کې راولي.
 
د دین او مذهب ناسم تعبیر او یا ترې خیالي وېره: د مذهبي متنونو تحریف یا د مذهب پر بنسټ بد چلند د میانمار له مسلمانانو سره د تبعیض او ظلم، د اروپا د عیسویانو تر منځ د مذهبي جګړو، د هندي مذهب د کاست سیستم، او په ایران کې د بهایانو سره د ظلم سبب شوي دي.
 
انحصار او زیات غوښتنه:  د ځینو افرادو او ډلو ذهنیت همدا وي، چې تر نورو غوره دی، او باید زیاته برخه ولري، نور تر ځان کم وګڼي او نور باید د ده هر امر او غوښتنه د ټولنیزو نورمونو او اصولو په شان ومني. د واکمنو له خوا د ځانګړو ګروپونو پر خلاف د تبعیض عملي کول د هغه د دوام او تقویې سبب کیږي چې په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې د واک د ناانډولۍ سبب کیږي.
 
تعصب: تبعیض زیاتره له تعصبه زیږي چې له اشخاصو او ډلو سره مخکې له مخکې جوړ شوي فکرونه او قضاوتونه موجود وي او د هغو په اساس د یو ټولنیز ګروپ یا شخص د قوم، ژبې، رنګ، نژاد، مذهب، جنسیت یا هیواد له مخې فکر کوي.
 
تاریخي سوابق: د تاریخي نابرابریو، استعمار، غلامۍ، ټولوژنو او نورو تاریخي پیښو اغیزې هم د نسلونو تر منځ د اوږده تبعیض سبب کېږي. د دغسې بې عدالتیو اغیزې د محرومو ګروپونو د شدیدو غبرګونونو او یا له دوی سره د لا زیات تبعیض سبب کیدای شي.