علامه عبدالحى حبيبي سيمنيارپيل شو

عبدالودودپښتونځار، دمرغومي دوه ويشتمه:
دلوى استادعلامه عبدالحى حبيبي دزوکړې دسلمې کليزې په وياړ دوه ورځنى ، سيمه ييزڅېړنيز سيمناردکابل ښار دمکروريانوپه سيمه کې،ازادۍ مطبعې ته څېرمه، په کابل هوټل کې، پرلسوبجوشاوخوابآندې  پيل شو. نوموړى سيمنياردافغانستان دعلومواکاډمۍ دژبواوادبياتومرکز لخوادخواخوږي ادبي اوکلتوري ټولنې په مرسته جوړشوى،چې يوه ورځ به بل هم دوام وکړي. دلومړۍ ورځې دغونډې په اوله برخه کې دقران عظيم الشان له تلاوت نه وروسته،دولسمشرحامدکرزي،دلوړوزده کړودوزارت،داطلاعاتوفرهنګ وزارت،دقومونو،قبايلواوسرحدونووزارت، دکابل پوهنتون، دښوونې اوروزنې پوهنتون،دکوټې نه پښتوادبي غورځنګ اوځينونورادارو پيغامونه ولوستل شول اوورپسې دمل پاسوال شاه عالم څپاندلخواداستادپه اړونديوشعرهم ولوستل شو. دولسمشرحامدکرزي په پيغام کې لوى استاد، دسيمې يوپياوړى علمي څېره ګڼل شوې اودسيمينارپرجوړونې خوښي ښودل شوېده.
په پيغامونوپسې ګڼوپښتنواوپارسي ژبوليکوالانو: له کوټې نه راغلي مېلمه استادسيال کاکړ، دال انډياراډيوپروډيوسرښآغلي يوسفزي، دعلومواکاډمۍ رئيس ښاغلي راشد،سرڅېړونکي مرستيال نصرالله ناصر،نيلاب رحيمي، الحاج غرزي خواخوږي، سرڅېړونکي عبدالواجدواجد،پوهنيار ګل احمديما،دسرڅېړونکي مرستيال سيدعليشاه روستايار،سرڅېړونکي نصرالله سوبمن، محقق ميرمحمدشريف پاکراى، سرڅېړونکي عبدالله بختاني خدمتګار، دلمبې مجلې چلوونکي محمدصادق ژړک اوځينونوروليکوالانو هم خبرې وکړې.اودعلامه عبدالحى حبيبي دژوندانه پربېلابېلااړخونو،اثارو،ملي وحدت ته پرژمنتيا،پښتو-Ù
 �ارسي ژبواوسيمې ته پرخدمت اودهغوى پرسياسي هلوځلوباندې رڼاواچول شوه. دلومړۍ ورځې غونډه دماسپښين پردرېيوبجواوپنځه لسودقيقو پاى ته ورسېده.اوبله ورځ به يې دګهيځ پرنهوبجوپيل شي