د افغانستان سیاسي  ثبات ته اړتیا..!


په یوې ټولنه کې محلي، ملي، سیمه اییز او نړیواله کچه هغه مسایل او پېښې پر هغو سیاسي پدېدو پورې اړه لري چې د ټولنیز ژوند د نظم او حاکمیت له ګتګوریو سره اړوند ویلې شو چې سیاسي پدیدې د دولتونو او ټولنو ترمنځ له یو بل سره د قدرت او مقاومت بهیر مختلفې نښې دي اما د سیاسي پېښو محاسبه یو ستونزمن کار دی ځکه چې په ځانګړې ډول دا پديدې او پېښې له یوې دورې څخه بلې ته توپیر لري. د افغانستان سیاسي پدیدې او پیښې تر ډیره له ناسالم سیاسي پوهوي، نړيوالو اړخونو او حتی له سړې جکړې سرچينه اخلي او همدارنګه د شخصي، سمتي، تنظیمي او قومي ګټو مفکورې د پدېدو جوړېدو لامل ګڼل کېږي. خو بیا تر ډېره د اسلامي فکر او عقیدو یا افراطیت څخه د جګړو او مخالفتونو لپاره پریمانه ګټه اخیستل شوې ده. مونږ ځکه د لانجو حل ته معقول لاره نشو پیدا کولی، چې سیاسي ناپوهي، ناسالم رقابت، عقدې او بیځایه مخالفتونه زښت ډېر دي، چې په اسانې سره د خبرو اترو له لارې د دې ډول لانجو هوارول اسانه کار نه دی.
 
په افغانستان کې سیاسي مسايلو څخه هدف سیاسي، اقتصادې، ټولنيز، ناسالم رقابتونه او مخالفتونه دي. په هېواد کې سیاسي پدېدې، پېښې او دسیسې هغه وخت په سمه مانا پېژندلی شو، چې نیمګړې برخې راتقویه او ظرفیتونه لوړ کړو، خو په واقعیت کې بیا د همدې نیمګړتیا امله د ناکامۍ څپو او سیاسي پېښو او ناسالمو رقابتونو ښکار شوي یوو، چې له ناورینونو پرته يې نوره ګټه ملت او هېواد ته نه ده راوړي.
 
په اوسنیو شرايطو کې د سیاسي پدېدو حل د پوهي تقاضا کوي. دلته د سیاسي پدېدو حل لپاره د ټولني علمي، روڼ اندي او د پوهې څښتان لار راپیدا کولای شی، که په افغانستان کې د سیاسي مخالفینو ځپلو تاریخ وګورو ډېر پخوا ته مو بیایی، خو چې کوم دور کې ډېر سیاسي مخالفین ځپل شوي، هغه نظام قایم شوی نه دی. خو یوازې د ملي اتل غازی امان الله خان د واکمنۍ دور دی چې مخالفین یې ونه ځپل او برعکس د انګریزانو په همکارۍ او لمسون يې مخالفین تقویه شول. که چیرې د سیاست مفهموم ته کتنه وکړو، سیاست د پالېسيو عمومي لارښوونو ته ویل کېږي، چې د فعالیتونو حدود او اداري اهدافو د ترلاسه کولو لپاره اړین تصمیمونه په کې د دولت د رئيس له لوري نيول کېږي. اوس مهال مونږ د دې ظرفیت نه لرو، چې د عمومي لارښوونو لپاره پالیسۍ او معتبر مکانېزم راجوړ کړو. د فعالیتونو حدود ورته اساسي قانون ټاکي اړین تصمیمونه هم د اساسي قانون له مخې ټاکل کېږي،  ولې اهدافو ته د رسېدو لارې چاري بیا د دولت رهبرۍ په غاړه وي، چې د کوم ډول طرزالعمل او مکانېزم له لارې پر مخ تللی شي.

د سیاسي ثبات له امله منظمه ټولنه چې د خپلو اتباعو ترمنځ د ټولنیز باور او همکارۍ چلند لوړه کچه لري، همدارنګه منظمه ټولنه د بې ثباتۍ پر وړاندې مقاومت کوي. همدا ډول د ډېرو هېوادونو په اساسي قانون کې د ستونزو او مشکلاتو حل، د سیاسي ګډوډیو مخنیوی او بې عدالتۍ له منځته وړل، د فساد او مفسيدو ته د مجازاتو ټاکلو له لارې تنظيمېږي، چې د راتلونکي لپاره هر ډول د سیاسي پدېدو حل پکې وي، خو بدبختانه چې په افغانستان کې د څو لسیزو اختلافاتو او سیاسي بې ثباتۍ او سیاسي دښمنیو حل و فصل په اساسي قانون پورې نه محدودېږي. ځانونه له اساسي قانون څخه معتبر ګڼي، چې همدې غرور او تکبر داسې تیت پرک کړي یو.
 
سیاسي ثبات پر اقتصادي ودې کې هم اغېز لري، چې دوامداره ودې او همغږۍ رامنځته کولو کې مرسته کوي. همدا ډول سیاسي ثبات او اقتصادي وده سره لازم و ملزوم دي او په ډېرو مواردو کې سره تړلي مسایل دي. د دوامداره پرمختګ مفهوم په پراخه کچه د سیاست پوهانو لخوا د سیاسي بې ثباتویو له امله اوښتي زیانونه په ګاونډي پاکستان کې مطالعه کولی شو، چې د سیاسي بې ثباتي  له امله هېڅوک دې ته لېوال نه دي، څو دغلته پانګونه وکړي او ان ورځ تر بلې یې سوداګریز فعالیتونه کمرنګه کېږي. له همدې امله د پيسو نړیوال وجهې صندوق، نړیوال بانک، اسیا پرمختیایی بانګ، امریکا، چین او نورو هېوادونو ښه پرېمانه پوروړی دی.

ایران، چې سیاست یې تر ډېره دیکتاتوري اړخ لري چې دولتې سيسټم کې اکثره سیاستوال یې نفي کړي او بشرې قوانینو ته په کې ارزښت کم ورکول کیږي، چې له امله يې د نړيوالو له اقتصادي بندیزونو سره مخ دي. نیمایی زیات پانګه‌وال يې د همدې بندیزونو امله ترکیې او لوېدیځ ته مخه کړې او نه ایران ته د بهرنیو پانګه‌والو لېوالتیا شته. ایران چې د نړۍ په کچه لویی زیرمې د تېلو او ګېس لري، په همدې برخه کې پر صادراتو متقي دی، خو بیا هم د نړۍ اقتصادي بندیزونو امله په ډېرو برخو کې په ستونزو او مشکلاتو کې راګېر دی او همدارنګه اوس مهال په بعضو سیمو کې بې ثباتي او ګواښونو امله تاوتریخوالي سره هم مخ دی.
 
 د افغانستان کورنی سیاست د حذف او نفې امله ځپل شوی. هېڅوک د افغانستان پر ملي ګټو، ارزښتونو او د منافعو په ساتنه کې د یو بل دښمن یا مخالف شوي نه دي، بلکې ټول واک ته د رسېدو په هڅه کې دي. لویه بدبختي همدا ده، چې ملي حاکمیت نه لرو او د هېواد ملي ګټو ساتنې ظرفیت نه لرو. سره له دې چې اسلام د مسلمانانو ترمنځ  وروروالي، په مینه او په اتفاق حتی د صبر، زغم او حوصیلي ژوند ټینګار کوي، خو بدبختانه په یوې جغرافیه کې د یو ملت په حیث راټول مسلمانان ډا ډول وړتیا نه لرو. مونږ باید د بهرنیو دسیسو او جاسوسۍ په مقابل کې لکه د غر غوندې کلک ولاړ حثیت لرلی؛ ځکه چې دین مو د اتفاق او متحد کیدو ټینګار لري، د  ناسالم سیاست ناپوهۍ امله مو خپل منځ کې یو بل ګریوانونه نیولي چې د افسوس وړ خبره ده. که د سیاست څخه موخه د خلکو د ژوندانه ښه والي، سمون او پرمختک لپاره وي او خپلو مېنځو کې د ښو اړیکو شتون وي، نو دا بیا ټول سیاسي مسائیلو حل، لارښوونه، ټولنې پرمختګ او د ښه حکومت جوړښت، اداري او نهادونو جوړښت، د دیني علومو تر څنګ عصرې علوم او هنر وده، عدالت قایم کول او د نورو ټولو اسانتیاوو او اصلاحاتو لپاره  یو ښه معتبر ټول‌منلي اساسي قانون ته اړتیا ده.
 
اساسي قانون بیا د سیاسي ثبات لپاره په ملي کچه په سیاسي بنسټونو کې د حکومت جوړښت، قضایه قوه، مقننه قوه او اجرائيه قوه تقویه کول او ظرفیت لوړېدو ته هڅې، نړیوال سازمانونو تر څنګ د  اقتصادي او سوداګریزو سازمانونو سره نږدې اړیکې جوړول، په سیاسي ذهنیت کې د عامه پالېسۍ، سیاسي پرېکړو، سیاسي سیالۍ او حرکتونه (ټاکنې) سیاسي بهیرونو، پالېسیو او ستراتیژي جوړولو ظرفیت برخه تقویه کول د هېواد سیاسي ثبات ټینګښت کې رغنده رول لري؛ ځکه چې سیاسي ثبات د یو هېواد په تحوول کې خورا مهم بدلون دی، چې د وخت په تېرېدو سره اقتصادي ودې، پانګونې فرصتونه او د سوداګرۍ پراخوالي کې اغېزمن تمامېږي. همدا ډول د دوامداره ودې، همکارۍ او همغږي  لپاره سیاسي ثبات ته اړتیا لیدل کېږي.
 
له سیاسي پلوه د بې ثباتې امله نور هېوادونه لېبیا، یمن، سرېلانکا، عراق او ځيني افریقایي هېوادونه په دې ورستیو کې له پام وړ ګډوډيو سره مخ دي، چې د پراختیایي کارونو ترڅنګ يې د يادو هېوادونو پر اقتصادي فعاليتونو سيوری غوړولی او همدغه سيوری خپله د اوږدې مودې لپاره په نوموړو هېوادونو کې د بې ثباتۍ وړاندوینه کوي.
 
همدارنګه په یوه هېواد کې د سیاسي بې ثباتۍ مسایل کیدای شي د تضادونو، نیمګړتیاوو، ننګونو او بحرانونو لامل په توګه راڅرګند شي، خو په افغانستان کې بیا له څو لسیزو راهېسي تضادونه، نیمګړتياوې، ننګونې د تاوتریخوالي ترڅنګ د سیاسي بې ثباتي له امله د حکومت او نظام پرځېدل مو څو ځله تجربه کړل، چې د اقتصادي رکود ترڅنګ يې د ټولنې له بربادي او تباهي پرته نور نتيجه نه لرله.
 
په دغسې وضعيتونو کې معقوله لار ولس ته مراجعه کول او د مصلحت پر ځای د هېواد اساسي قانون ته ارزښت ورکول دي. په اوسنۍ پرمختللې نړۍ کې له ناکامیو او مخالفتونو باید نور را ووځو، له هر ډول بحران، انفلایسون او ډیفلاسون څخه د افغانستان ژغورلو وړتیا خپله کړو، اقتصادي ناسم چاپیریال کې سمون او ودي ته هڅې وکړلی شو. نور باید د افغانانو پر سرنوشت رحم و ترحم وشي. دلته باید افغانانو ته د حالاتو سمون او بهتروالي هیله مندې ورکړل شي او د ښي حکومتوالي په لور ګامونه واخیستل شي.
 
اوسني واکمنان باید پوه شي چې هېڅ افغان د جګړې پلوی نه دی، د سولي او سوکالي او پرمختګونو ته لېوالتيا لري، باید په حکومتي مختلفو برخو کې د خدمت کولو لپاره جلب و جذب شي او ناهیلي يې ختمه شي.
 
د اصلاحاتو راوستل پدې مانا نه شي، چې په بهانه يې ځوان قشر له حکومت امتيازونو بې برخې شي، چې دا په لوی لاس نا انډولۍ او بې عدالتۍ د هڅو په توګه تلقي کېدای شي او ښايي عواقب يې فکر خلاف بد او ډېر وي. په عین حال کې د اوسنيو واکمنانو لخوا په دې دوه کالونو کې هېڅ لوړ رتبه چارواکې له ځوانانو سره نه یوازي چې ملاقاتو ونه کړل، بلکې د دوی د ستونزو حل په برخه کې تر اوسه هېڅ اقدام نه دی شوی.
 
ایا دا خو به په دې مانا نه وي، چې په قصدي ډول د ځوانانو د نفي او حذف کېدو  لپاره د حاکمې دستګاه له لوري هڅې کېږي؟
 
په دې هېڅ شک نه شته چې په افغانستان کې ځوانان له تاوترخوالي او ځيګ حالت سره مخ دي، خو دا داسې يو قشر دی، چې د سیاسي قدرت غوښتونکي نه دي، بلکې اصلاحاتو او ښي حکومتوالۍ، د تضادونو او ننګونو ختمیدو، د بې روزګاري او فقر له منځه وړلو ته لیوال دی، د هېواد په مختلفو برخو کې يې خدمت کړی او د قانوني کړنو او د قانون حکمیت او دوام ته خوشبین دي.
 
په اوس کې تر ټولو مهمه ده، چې د معقولو روش او پالېسيو په اختيارولو سره بايد هېواد له قطبي کولو څخه وژغورل شي، اساسي سمون او سیاسي اصلاحات بايد رامنځته شي، او په سیاست کې د راډیکال او افراطي لارو او زیږ چلندونو مخنیوی دې په کلکه وشي.
 
که اوسني واکمنان پوهېږي او که نه، خو افغانستان له راتلونکي جدې خطرونو د ژوغورلو لپاره معقولو او جدي هڅو ته اړتيا لري.