فکر کوم د یو کمربند او یوې لارې له نوم سره به ټول بلد وي، چې د ورېښمو لرغونې لارې بیا را ژوندي کولو په معنا ده.
خو که څوک غواړي په دې موضوع لا ښه پوه شي نو ویلای شوو چې یو کمربند یوه لار په حقیقت کې پر اقتصادي اهمیت سربېره، د سیمې او آن نړۍ لپاره لرغونی، تاریخی او کلتوري اهمیت هم لري.
په دې معنا چې د ورېېښمو لرغونې لارې چې د تاریخي متونو له مخې زرګونه کاله مخینه لري او له نېکه مرغه دا لار د افغانستان په زړه کې تېره شوې او له همدې امله ویلای شوو چې د افغانستان لپاره دغه لار هم له اقتصادي او هم له فرهنګي او کلتوري پلوه یوه حیاتي پروژه ګڼل کېږي.
د چین د دولت رییس شي جین پينګ له ننه لس کاله وړاندې (۲۰۱۳ میلادي کال) د یو کمربند- یوې لارې د ګډې آبادۍ وړانديز وکړ چې په نړیواله کچه يې زیات هرکلی وشو.
ارتباطي لارې د بشر په ګډ ژوند کې ډېر اهمیت لري او د بشري تمدن وده او لوړېدل له لارو سره مستقیم تړاو لري.
پوهان په دې باور دي چې ارتباطي لارې د هرې سیمې د فرهنګ او کلتور او لرغونتیا هم ثابتولای شي.
لارې یوازې د عادي خلکو، سوداګرو، نظامي وسایلو او نورو د تګ راتګ مسیر نه دی، بلکې د انسانانو ترمنځ د ډله ییز ارتباط، فکري او فرهنګي لاسته راوړنو د لېږد زمینه هم ده.
د روان اکتوبر په ۱۸مه د چین په پلازمېنه بېجینګ کې د کمربند او لارې د نړیوالې همکارۍ درېیم فورم پيل شو چې د نړۍ له ۲۰ ډېرو هېوادونو مشرانو، لوړ پوړو استازو او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټریش او د نوي پرمختګ بانک مشرې ديلما روسيف په مراسمو کې ګډون وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی هم په دې مراسمو کې ګډون لري.
اوس چې افغانستان د امریکا او ناټو له شل کلن اشغاله آزاد شوی او په دغه هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې، د کمربند او لارې طرحه او تازه پيل شوی فورم د دغه هېواد لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه ګڼل کېږي.
ځکه یو کمربند- یوه لارې مسیر چې د نړۍ شرق او غرب سره وصلوي، افغانستان چې یو کمزوری اقتصادي هېواد ګڼل کېږي، له دې فرصته تر بل هر چا ډېره ګټه پورته کولای شي.
د چین دغه نوښت څلور مشخصې ځمکنۍ لارې تعریف کړې چې یوه يې د افغانستان له خاورې، ایران، ترکيې او اروپا ته تللې ده.
په بېجینګ کې د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د کمربند او لارې د نړیوالې همکارۍ درېیم فورم د پیل په مراسمو کې د شي جین پينګ له وینا د دې طرحې اهمیت لا ښه په ډاګه کېدای شي.
شي جين پينګ په خپله وينا کې د کمربند او لارې د باکيفيته ابادۍ د ملاتړ لپاره وویل، چين هيله لري چې له بېلا بېلو خواوو سره د کمربند او لارې همکاريزې اړيکې لا پياوړې کړي، د باکيفيته پرمختګ نوې مرحلې ته د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ چارې ورسوي او د بېلا بېلو هېوادونو د عصري کېدو لپاره ګډې هڅې کړي.
ده د کمربند او لارې د لوړ کیفیت ګډې آبادۍ د هڅونې لپاره ۸ تدبيرونه اعلان کړل او ويې ویل، چين به د کمربند او لارې د نښلونې او پيوستون بعدي شبکه جوړه کړي، چين د نړۍ له پرانیستي اقتصاد څخه ملاتړ کوي، چين به له اړوندو هېوادونو سره لا زياتې عملي همکارۍ وکړي، چين به زرغون پرمختګ ته وده ورکړي، چين به علمي او تخنیکي نوښتونو ته وده ورکړي.
نوموړي دغه راز وویل، چين د خلکو تر منځ له تګ راتګ ټينګ ملاتړ کوي، چين به له فساده پاک د کمربند او لارې باکيفيته ابادي پرمخ بوزي، چين به د کمربند او لارې د نړیوالې همکارۍ میکانیزم بشپړ کړي.
شي جين پينګ د خپلې وينا په پای کې په ټينګه وويل، چې چين د کمربند او لارې وړانديز مطرح کړی او په دې لاره له نړۍ سره لاسته راوړنې او فرصتونه شريکوي. نوموړي په لا ښه کيفيت او لا لوړه کچه د کمربند او لارې ګډه ابادي تاکيده کړه او غوښتنه يې وکړه، چې د ورخلاصون، ټولشموليت، پيوستون او ګډ پرمختګ نړۍ دې جوړه کړو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې ګډې هڅې وکړو.
نتیجه:
افغانستان چې تازه له لسګونه کاله جګړې راوتلی، طبیعي ده چې په اقتصادي، تجارتي، نظامي او نورو برخو کې ډېر کمزوری دی او په دې ټولو برخو کې پر خپلو پښو درېدو لپاره اړ دی چې له نړیوالو سره سالمې، پر متقابل احترام ولاړې او تعریف شوې اړیکې ولري او له دې لارې ځان تقویه کړي.
یو کمربند- یوه لار طرحه کې که د مشارکت چانس ومومي نو دا به د دغه هېواد لپاره یوه مهمه حیاتي پروژه و اوسي.
وروستي