د اسلامي نظام د بریا عمده اصل

نظامونه د یوې حاکمې طبقې او یا د منظمو چارو د پرمخیون او ګډو لاسته راوړنو د بقا په موخه رامنځته شوي دي, چې د اجتماعي  مفهوم له مخې خپل اصلیت ته په کتو په ټولنو کې د پلي کوونې له اړخه په دوه لویو کتګورویو د درک وړ دي.

یو هغه نظامونه چې د حاکمې طبقې د ګټو او په واک کې د پاتې کیدنې پر محور راڅرخي.

 چې دا ډول نظامونه د انساني غوښتونکو تفکراتو څخه ماخوذ شوي دي چې د وخت او شرایط سره د ادلون او بدلون په حال کې دي.

  دوهم یې بیا هغه نظامونه دي چې د اجتماعي ثبات او ګډو موخو د پالنې له ادرس څخه د ټولو ټولنو لپاره دهر قشر لاسته راوړنې او مسولیتونه پکې د یوې واحدې درجې په نظر کې نیولو سره تعریفوي.

د دا ډول نظامونو سرچینه بیا له الهي احکامو او قوانینو څخه ده چې ځینې یې په لویه کچه د هماغه عصر الهي استازي (پيغمبر/ نبي) او اړوند امت لپاره د ټولو چارو او کړنو د سرته رسولو لپاره ټاکل شوې کړنلاره قبول شوې ده, او ځینې نور یې بیا په کمه کچه یوازې د الهي استازو د چارو د غوره پرمخیون لپاره اړوند عناصر درلودل چې دوی به ورڅخه د اړونده شرایطو په نظر کې نیولو سره ترې استفاده کوله.
لکه د خپل دعوت د چارو لپاره ځانګړې طرحه او یا د جهادي مبارزو په درشل کې د غنایمو ویش او دې ته ورته نور ډیر موضوعات...

خو د اسلام نړیوال نظام بیا د دوهمې کتګورۍ له بطنه چې د الهي ارشاداتو څخه برخمن دی او ټول احکام او اوامر یې د اسلام د غوره او لویې هستۍ حضرت محمد (ص) په شمول د ټول امت او بشریت لپاره د یوې واحدې سطحې له اړخه پرته له کومې توجيه د تطبیق وړ دي.

د اسلامي نظام همدا ځانګړتیا ده چې په کتو یې د هر فرد حقوق, مسولیتونه او صلاحيتونه د یوه واحد لوري څخه له تعدیل او انساني غوښتنو پرته د تطبیق له وړتیا څخه برخمن دي. 

دا هغه اصل دی چې اسلامي نظام ته یې په ټولو نظامونو اولویت نصیب کړ.

حتی تر دې چې الحادي نړۍ یې هم د ژوند په چارو کې له موثريت څخه حقیقت پالونکي نظرونه په تضادي نقاب نشي پوښلای, بلکې د ژوند ګواښوونکي اړخونه د اسلامي نظام څخه د انوار بښوونکو کړنلارو په استفادې سره ځوابوي.

لکه د اقتصادي چلند برخه کې د میشتو وګړو بیمه کول, د بانکونو له اړخه په مضاربت د قرضونو ورکول او له موجوده افرادو څخه د خدماتو د ترسره کولو په بدل کې د اړونده مالیاتو اخیستل... او بلاخره  د بیت المال له ادرس څخه یې د لازمو امکاناتو محیا کول دا هغه څه دي چې له اسلام نه په استفادې یې په خپلو ټولنو کې د فقر کچه کنټرول کړې ده.

 غربي ټولنو په لږ تفاوت سره چې د مالياتو ټولولو په برخه کې یې ترسره کوي هغه د بیت المال مفهوم دی چې ددوی له تعبیره  د بانک جهاني له اړخه ترتیب او د ټولې کفري نړۍ څخه راجمع کیږي.
بیا یې د خپلو ګڼو عقیدتي, کلتوري, سیاسي... موخو د پلي کیدو په موخه د اسلام پاله ټولنو د شدیدې اړتیا په نظر کې نیولو سره په مشروطه توګه استفاده کوي.

چې دا استفاده بیا د بشر ګواښونکو موخو  او په ټوله کې  د اسلامي نړیوال نظام پر وړاندې د مقابلې لپاره کاروي.

اسلام هیواد پاله نظامونه یوازې د اسلامي شعارونو په توګه د اسلامي نړیوال نظام د مزایاوو څخه نشي برخمن کیدای; بلکې د ټولو اسلامي اصولو او احکامو لکه ( زکات, عشر, ټاکلي مالیات...) او د غوره اطاعت په اساس د ټولې اسلامي نړۍ هدف باید وپالي نه دا جې دوی د هیوادونو د تعصبي او ځان غوښتونکو منافعو له اړخه, بلکې د اسلامي ورورګلوۍ د پرمختګ په اساس مشترک مالي بنسټونه رامنځته او بیرته د اړوندو هیوادونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ترې مرسته د ټولنې وګړو ته په ښه توګه  پلي شي.
ترڅو د اسلامي نظام له واقعي خوندونو او لاسته راوړنو څخه برخمن شو.