منځني او سخت فزيکي فعاليتونه د ښه خوب سبب ګرځي‎

په جاپان کې ترسره شوې دا څیړنه د منځني عمر اشخاصو کې د خوب د ښه کیفیت لپاره د فزیکي فعالیت په اهمیت ټینګار کوی.
مناسب خوب د ښه روغتیا ساتلو لپاره خورا مهم دی، او برعکس - د خوب کیفیت ښه کولو لپاره د ژوند ښه شیوه (healthy lifestyle ) همداسې حیاتي ګڼل کیږي. د فزیکي فعالیت او خوب ترمنځ د اړیکو د ښه روښانه کولو لپاره، د څیړونکو یوې ډلې د منځني عمر لرونکي اشخاصو ترمنځ یوه پراخه څیړنه ترسره کړه چې د خوب د کیفیت ښه کوونکو فکترونو په پیژندنی سره به، د خوب د اختلالاتو او ناروغیو په وقایه کې د پام وړ مرسته وکولی شی.
 
په کافي اندازه د ښه کیفیت لروونکی خوب د انسان د فزیکي او احساساتي هوساینې لپاره زښت اړین دی. د مثال په توګه، د ښه کیفیت خوب د مختلفو ناروغیو د پایلو په ښه کولو کې مرسته کوي لکه: د زړه او نورو میټابولیکی اختلالاتو، رواني ناروغیو او ډیمنشیا (dementia).  
 
له بلې خوا، د خوب اختلالات لکه بې خوبۍ (insomnia)، narcolepsy، او تر نارمل حد د زیات خوب ناروغی (excessive sleepiness) کولی شي د  روغتیا لپاره د جدي خنډونو باعث شي، چې اوس مهال په نړی کی په پراخه کچه انسانان ترې ځوريږي. د امریکا په متحده ایالاتو کې، 50-70 ملیون اشخاص د خوب اختلالاتو سره مخ دي، په خاصه توګه د  بې خوبۍ((insomnia د ناروغی څخه،  په ورته وخت کې، د meta-analysis of 17 studies مرکز څیړنو ښودلی چې د چین په 15٪ نفوس کې insomnia شتون لري، همداراز د نړۍ په دریمه درجه هیوادونو کې دا سلنه نوره هم زیاته ښودل شوی ده.
 
نو ددې ناروغیو د لا ښه پیژندلواو مخنیوي لپاره اړینه ده، چي په هغو فکترونو او لاملونه غور وشي چې د خوب د کیفیت د ښه والی سبب ګرځي. که څه هم په دې برخه کې تر اوسه داسې کومه جامع او په حقاقیو ولاړه څیړنه او پیداینه وجود نلري خو پخوانیو څیړنو جوته کړي چې، د ژوند مناسب طرز، د غذا  صحي رژیم او منظم فزیکي فعالیت، د ښه خوب لپاره ګټور دی.
 
د څیړنو په جریان کې جوته شوه چی، متوسط او د سختی کچی فزیکی کړنی د خوب د کیفیت په ښه والی کې مستقیم رول لری، خو جالبه دا وه چی ارزښتونه په ښځینه جنسیت کې په ثبوت ورسیدل او دا د هغه فرضی په ریښتینولی دلالت کوی چی د خوب د ناروغیو په وړاندی د جنسیت تفاوت وړاندی کړی وو، خو لا زیاتو مطالعاتو ته اړتیا ده چی د موضوع اصل ته ځانونه ورسوو.
 
څیړنو په کره توګه دا نده جوته کړی چی کوم تمرینات، په کوم وخت او طریقه سره کولی شی چی د خوب په کیفیت کی تغیر راولی، خو فزیکی تمرینات دی چی د دماغ او وجود تر منځ د یوی صحی فضا د رامنځ ته کیدو سبب ګرخی او دواړه د یوه آرام خوب لپاره هڅوی.
 
د زیاتو څیړنو او مطالعاتو د لنډیز څخه لاندی  دری فرضی د خوب او فزیکی تمرین په هکله د لیکنو په سر کې ځای لری:
 
د اکسیجن په شتون کې فزیکی تمرینات د اندوفرین د ازادیدو سبب ګرځی
Endorphins د هغه کیمیاوی هورمونونو د جملی څخه دی چی په دماغ کی د یو لړ فعالیتونه کچه لوړی او د شخص د ویښ پاتی کیدو باعث ګرځی، څیړنی ښیی چی ایروبیک تمرینات د بدن څخه د یاد هورمون ازادیدو ته لار هواروی او د شخص د خوب د راتګ باعث کیږی. د یادونی وړ ده چی ددی کړنی لپاره باید دا اشخاص د خوب څخه وړاندی د ۱ څخه تر ۲ ساعتو پوری تمرین وکړی.
 
فزیکی فعالیت د عضویت د اصلی تودوخی درجه کموی
په ځینو اشخاصو کې فزیکی تمرین د هغه شاور حیثیت لری کوم چی سهار د خوب پاڅیدو وروسته په نیمه ګرمو اوبو کیږی، د فزیکی فعالیت څخه ( ۳۰تر ۹۰ دقیقیو) وروسته د بدن د تودوخی درجه کښته راخی. د عضویت د اصلی حرارت درجی کمیدل د آرام خوب لپاره زمینه مساعدوی. همداراز د یادی تودوخی لوړیدل د ویښدلو لپاره د بیبداری یو زنګ دی.
 
منظم او دوامدار فزیکی تمرینات سترس او ذهنی فشار کموی
په عمومی توکه سپورت کول د انسان ذهنی او روانی کچه باندی د پام وړ مثبت تاثیرات په ځای پریږدی، په دی اساس شخص د ذهنی فشار، ستریس، اضطراب، منفی افکارو او نشیی توکو سره د پام وړ فاصله نیسی.
 
د انسان په ژوند کې عموما بیخوابی او د خوب نوری ناروغی د همدی فکتورونو په اساس منځ ته راځی، نو نه یوازی فزیکی تمرینات او د ژوند غوره طرز موږ د خوب د ناروغی, څخه امن ساتی بلکی د ژوند کولو لپاره مو د هره اړخه سالم او مثبت ساتی.