کورني تولیدات هغه تولیدات دي چې په هېواد کې د ننه له کورنیو يا بهرنيو خامو موادو څخه تولید شي او له هغو مواردو څخه ګڼل کېږي چې کولای شي د هېواد اقتصادي وضعیت په پښو ودروي. د مخ پر ودو هېوادونو کې د اقتصادي پراختیا لپاره کورني تولیدات تر ټولو مهم رول لوبوي او کله ناکله خو بیا همدا تولیدات په سیمه ييزې او نړیوالې کچې د اقتصادي انقلاب لامل هم ګرځي.
دا چې زموږ په هېواد کې هم له تېرو څو کلونو راهيسي کورنیو تولیداتو ته د خلکو او پانګوالو ورپام شوی نو د پام وړ پرمختګونو پکې رامنځته شوي. افغانستان په طبیعي ډول د پاکې هوا، لویو سیندونو او د پراخو کرنېزو ځمکو په درلودو سره کولای شي چې د هېواد په اقتصادي سکټور کې فعاله ونډه واخلي. زموږ هېواد له ګڼو ستونزو سره سره په کورنیو تولیداتو کې داسې صادرات هم لري چې نه یوازې د سیمې په کچې بلکې په نړیوالې کچې د مقایسې وړ دي.
د یو هېواد اقتصادي نظام د خلکو د غوښتنو پر اساس منځته راځي او د خلکو اړتیاوو ته ځواب ویونکي توکې تولیدوي. د هر هېواد اقتصادي نظام په دې فکر کوي چې د خلکو لاندې پوښتنو ته څنګه ځواب ووايي.
۱- څه شی پيدا کړي؟ لومړی په دې غور کوي چې وګړي څه شي ته اړتیا لري چې د تولید وسایل پرې وکارول شي او د خلکو د اړتیا وړ توکې تولید کړي.
۲- څنګه يې تولید کړي؟ په دې برخه کې دې ته پام کېږي چې توکې څنګه تولید کړي چې لګښت کم او تولید يې ډېر وي. دا هغه وخت ترسره کېږي چې د تولید عوامل په سم ډول وکارول شي.
۳- د چا لپار تولید؟ په دې برخه کې د خلکو هر ډول اقتصادي، سیاسي، مذهبي او ټولنیز حالت او غوښتنې په نظر کې نیول کېږي.
۴- وسایل څنګه وویشل شي؟ د تولید وسایل څنګه وویشل شي چې د خلکو ټولو غوښتنو ته په مناسب وخت کې ځواب ووايي او ایا دغه وسایل له خلکو سره وي که له دولت سر او که په ګډه.
همدغو پوښتنو ته په کتو سره زموږ په هېواد کې اقتصادي سکټور هم تر يو څه حده توليدات لري.
چې د هغو له ډلې؛ ساختماني مواد، طبي او روغتيايي وسايل، درمل، پي وي سي، سيخې ګول، برقي وسايل، د لاسو مينځلو توکې، قيمتي ډبرې، موبل فرنيچر، لمريزه برېښنا، پاکې معدني اوبه، دراوزې، لرګي، ، غوړي، بوټان، کاغذ، رنګ، قالينې، پلاستيک، بطري... او داسې نور له ملي توليداتو څخه ګڼل کېږي.
د تولیداتو عوامل
په تولیداتو کې یو لړ مهم عوامل دي چې تولیدات پرې ترسره کېږي.
۱- ځمکه: ځمکه د انسان د هڅو پایله نه ده بلکې د خدای(ج) له خوا بشریت ته په وړیا ډول ورکړل شوې تر څو د خپلو ګټو لپاره يې په سمه توګه وکاروي. له ځمکې څخه موخه ټول هغه طبیعي وسایل دي چې په طبیعت کې موجود دي نه يې څوک رامنځته کوی شي او نه يې څوک له منځه وړی شي. لکه: غرونه، اوبه، رڼا، هوا..
د محصولاتو لپاره هر ډول ځمکه د کرنې وړ نه وي، عمومآ د ځمکې هغه برخه چې مناسبې اوبه او هوا ولري، بارانونه پکې منظم وي او په لږ وخت کې حاصل خیزه وي، نو د کرنیزو تولیدات لپاره مناسبه ځمکه ګڼل کېږي. همدارنګه کومې ځمکې چې د کانونو له مخې غښتلي وي په هغو هېوادونو کې صنعتي وده په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روانه وي.
۲- کار: د تولید دوهم لامل کار دی، له کار څخه موخه هغه ذهني یا فزیکي هلې ځلې دي چې د لویو یا کوچنیو موخو د لاسته راوړلو لپاره ترسره کېږي.
۳- پانګه: په تولید کې درېيم مهم لامل پانګه ده، پانګه د یو شخص د شتمنۍ هغه برخه ده چې عايد پرې لاسته راوړل کېږي. یا ټوله هغه جمع شوې شتمني چې د یوه تولید فعالیت لپاره کارول کېږي پانګه بلل کېږي.
۴- متشبث(پانګوال): هغه څوک چې د پانګې په واسطه خام مواد په کار واچوي ګته او زیان په ځان ومني او د تولید پروسه ترسره کړي.
دا ټول هغه عوامل دي چې په توليداتو کې بنسټيز رول لري. په اصل کې د توليد ټوله پروسه د همدغو عواملو تر چتر لاندې ترسره کېږي او پرته له دغو عواملو د يوه هېواد اقتصاد سکټور فلج ګڼل کېږي. ځکه چې يو هېواد هغه وخت په پښو درېږي او مخ پر وده حرکت کوي چې خلک يې تر ډېره حده خپلې اړتياوې په کور دننه له خپلو محصولاتو او توليداتو پوره کړاى شي او يوازې په وارداتو بسنه ونه کړي.
په هغو هېوادونو کې چې ټوله تکيه يوازې پر وارداتو کېږي، څو لاملونه لري؛ يا خو به يې ملک کې جنګ وجګړې وي، مسلکي کارمندان به نه لري، طبيعي کانونه، خام مواد او کرنيزې ځمکې به يې شنډې وي او يا به هم خپلو توليداتو ته په کم ارزښت قايل وي او اعتبار به يې د لاسه ورکړى وي. چې بدبختانه افغانستان له دغو ټولو عواملو سره مستقيما اړيکه لري او هر يو يې په خپل وخت کې توليدي سکټور له پښو غورځولى دى.
دا چې افغانستان ولې تراوسه يو وارداتي هېواد ګڼل کېږي؟
ولې یې د نورو هېوادونو په څېر خپلو تولیداتو ته په کور د ننه او بهر بازار پيدا نشو کړای؟
د کورنیو تولیداتو په مقابل کې لوی خنډونه څه دي؟
کومو عواملو يې د ودې او پرمختګ مخه نیولې؟
هغه پوښتنې دي چې د ډېرو پانګوالو او هېوادولو په زړو کې دي.
غواړو د همدغو ستونزو په يادولو سره يې عوامل او حل لارې روښانه کړو.
هغه څه چې زموږ د تولیدي سکټور د غنامندۍ مخه يې ډپ کړې دا ده چې ډېری پانګوالو خپلې پانګې له هېواد څخه بهر و باسلي او هلته يې په کار اچولي دي. همدا لامل دی چې د هېواد په تولیدي سکټور کې تراوسه بدبختانه قوي او بنسټيزه سرمایه ګذاري چې د افغانستان بازار او د خلکو غوښتنو ته ځواب ویونکي وي نشته.
د یو راپور له مخې په پيښور کې د افغان مهاجرینو د لاسي صنایعو تولیدي کارخانې څخه په کال کې شپږ میلیونه ډالره د پاکستان حکومت ته خالصه ګټه پاتې کيده. په دوبۍ کې بې شمېره افغان پانګوالو په نړیوال مارکیټ کې شهرت پيدا کړ. همدارنګه په ایران، هندوستان، ترکمنستان، ترکې، سعودي عرب، اروپا او امریکا کې د پانګې اچونې په برخه کې افغان پانګوالو ستره ونډه درلودلې ده.
دغو پانګوالو به په هېواد کې د امنیت نشتوالي، پراخ اداري فساد، بډې اخيستل، مالي او ګمرکي تعرفې، جنايي جرمونه، غلاوې او ګڼو ستونزو ته په کتو سره خپلې پانګې نورو هېوادونو ته ویستلي وي، مګر اوس چې تر بل هر وخت د پانګې اچونې په برخه کې زمینه مساعده شوې همدغو پانګوالو که پانګې او سوداګرۍ خپل هېواد ته راوړې نو نه یوازې دا چې زموږ تولیدي سکټور په پښو ودرېږي بلکې د فقر او بیکارۍ په له منځه وړولو کې به د هېواد کمزوری اقتصادي وضعیت هم ورسره پياوړی شي.
د مسلکي او فني کارمندانو او ګارګرانو نشتون هم تر ډېره حده د توليداتو پر کيفيت، ودې او پراختيا منفي اغېز پرېښئ دى.
له سياسي تحولاتو وروسته نه يوازې دا چې دا برخه پياوړې نه شوه؛ بلکې لا پسې کمزورې، بې وسه او بې کسه شوه. په دې برخه کې مو د ګوتو په شمېر متخصصين او مسلکي غړي چې درلودل اوس هغه هم له شماره غورځېدلي او دا برخه يوازې هغو کسانو ته پاتې شوه چې تازه غواړي فکر، عمل او قلم پکې وازمايي.
په تولیدي کارخانو کې د انرژۍ ستونزه تر ټولو مهمه مسله ګڼل کېږي. د انرژۍ په واسطه تولیدي کارخانې فعالیت کوي. په فابریکو، کارخانو او صنعتي پارکونو کې د تولید د لویو او درندو ماشینونو چلولو لپاره کافي انرژۍ ته اړتیا ده. خو بدبختانه چې تراوسه د افغانستان انرژیکي منابعې په ډېره ټیټه کچه انرژي تولیدوي چې حتا د خلکو عادي اړتیاوې هم په بشپړه توګه نشي پوره کولای.
افغانستان له پراخو طبیعي منابعو او سرچینو څخه برخمن دی. که چېرې د افغانستان طبیعي منابعو په استخراج کې پاملرنه وشي او د سیندونو په برخه کې يې د برق په تولید بنسټيز کارونه پيل شي نو تولیدي کارخانې به له بشپړه انرژۍ څخه برخمنې شي.
د کورنیو تولیداتو لپاره د بازار نشتوالی، د تبلیغاتو کموالی او د هېواد په سطحه د خلکو نا خبري هغه څه دي چې تولیدات یې یوازې په څو محدودو ساحو پورې تړلي. ځینو تولیداتو د کم کیفیت له کبله په ټولو کورنیو تولیداتو د بې باورۍ لوی څادر خپور کړی. او تراوسه د دغه څادر په ټولولو کې دولت او پانګوالو کوم داسې بنسټیز کار نه دی کړی چې خلکو ته د خپلو تولیدات د کیفیت پوره ډاډ او تضمین ورکړي.
که د ننه په هېواد کې هرې برخې ته تولیدات ولرو خو که بازار ورته ونه لرو نو پرته له بازاره به زموږ توليدات يوازې په توليدي کارخانو کې پاتې شي. او د ټولنې هېڅ درد ته په دوا نشي.
حل لارې
۱- د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره ډېرې لارې شته. خو په دې شرط چې د لارو تر پيدا کېدو وروسته په همدغو لارو روان شو.
افغانستان د پام وړ اقتصادي ظرفیت لري. په دې ظرفیتونو کې کرنه او طبیعي سرچینې، ځوان او مخ پر زیاتیدونکي نفوس او همدارنګه په امنیتي وضعیت کې وروستي پرمختګونه شامل دي.
د خصوصي سکټور په مټ د یو دوامداره اقتصادي ماډل پراساس د دې ظرفیتونو نه ګټه پورته کول کولای شي اقتصادي ثبات او د توليد او عاېدو د ښه والي لامل شي.
۲- د اسلامي امارت د کابینې وروستي فرمان پراساس په دې پريکړه وشوه چې له دې وروسته به ټولې حکومتي ادارې له کورنیو تولیداتو ګټه اخلي. که په همدې ډول دولت او تولیدي سکټور په ټول هېواد کې د کورنیو تولیداتو په هکله ګډ کمپین پیل کړي او هېوادوال د کورنیو تولیداتو له ارزښت او کیفیت څخه خبر کړي نو له ډېرو ښيګڼو سره سره به د تولیدي سکټور څخه عرضه زیاته او له هېواد څخه به د صادرېدو کچه هم لوړه شي او د دغه کار په کولو سره به یوازې په تولیدي سکټور کې د افغانستان اقتصاد په پښو ودرېږي.
۳- د مالي سیاست له لارې دولت باید د وارداتو کچه راټيته او د صادراتو کچه لوړه کړي تر څو داخلي تولیدات تقویه شي.
۴- د کورنیو تولیداتو لپاره د سیمې او نړۍ په کچه د مارکیټ پیدا کول هغه څه دې چې د اقتصادي ودې او پرمختګ څرک ترې ښکاري. د تولیداتو د پراختیا لپاره د تولید پر کیفیت غور او بحث کول تر ټولو مهمه مسله ده.
۵- دا چې د هېواد په بازارونو کې ډېری وخت له بهرنیو تولیداتو ګټه اخيستل کېږي او د کورنیو تولیداتو د کيفيت کچه ټیټه وي، نو د تولیداتو پر وړاندې تر ټولو لويه بحث پارونکي پوښتنه همدا ده چې ولې تولیدات په سر کې د ښه کیفیت او کمیت سره بازار ته وړاندې کېږي خو وروسته وروسته نه کمیت پاتې وي اونه کیفیت. هغه توکې او اجناس چې د ننه په هېواد کې د ارزښت او ګټې وړ نه وي نو نورو هېوادونو ته يې صادرول او په نړیوال مارکيټ کې ځایه پيدا کول ناشونې دی.
په دې برخه کې د افغانستان سټنډرډ ملي اداره باید د تولیداتو د کیفیت لوړولو لپاره خاص معیارونه او سټنډرډونه رامنځته کړي. ځکه چې یو وارداتي هېواد په صادراتي هېواد باندې د بدلولو لپاره د تولیداتو کیفیت اوسټنډرډ پکې اړينه مسله ده او سوداګر هم په دې برخه کې باید خپل تولیدات په نړیوالو معیارونو برابر او باکیفیته محصولات تولید کړي.
وروستي