د افغانستان پرانیستی پوهنتون

د افغانستان پرانیستی پوهنتون
 
پېژندنه:
د افغانستان پرانیستی پوهنتون د لوړو زده کړو یو غیر سیاسي،مرستندویه اداره ده، چې په افغانستان کې په لوړه کچه انلاین او مخامخ زده کړو  یوه نوښتیزه بڼه وړاندی کوي، هر ملت غوره لوړو زده کړو ته اړتیا لري، تر څو په سیاسي،اقتصادي، او ټولنیزو چارو کې یې د پرمختګ لامل شي. بلخوا د زړو او ناکاره لوړو زده کړو  ګټې خورا لږ او لګښتونه ډېر زیات وي، چې د ملت د وروسته پاتی کیدو لامل ګرځیدلو سربیره د فردي او ټولنیز ژوند پر ټولو اړخونو منفي اغیزې کوي.
 
افغانستان کې ۱۹۳۰م کال رسمي زده کړې پیل شوې او څه ناڅه پرمختګ یې وکړ.
د تېرو پینځو لسیزو جګړو نه یواځی په افغانستان کې د لوړو زده کړو بهیر زیانمن کړ، بلکې ورسره په هیواد کې بیوزلۍ،سیاسي او ټولنیزو ناخوالو لوستي کدرونه وځپل او ځینې یی هیواد پریښودو ته اړ ایستل او دا لړۍ لا هم دوام لري.
 
د ویښ ملت او دولت ستر مسولیت دا دی چې راتلوونکی کهول ته په هره برخه کې د زدکړو چارې برابرې کړي. خو له بده مرغه د زده کړو برخه کې وروسته والی زموږ د اوسنیو ستونزو یو ستر لامل دی. دغو ستونزو ته په کتو یوې ډلې لوستو او خواخوږو هیوادوالو د غیر دولتي پوهنتون د جوړیدو هڅې پیل کړې ، تر څو هیوادوال وړیا او آسانه زده کړو ته لاسرسی ولري. دوی په بشپړه ژمنتیا سره ډګر ته راښکته شوي، او باوري دي چې هیوادوالو ته به د افغانستان پرانیستي پوهنتون له لارې د وړیا او په نړیوال سټندرډ برابرو لوړو زده کړو زمینه برابره کړي، تر څو هیوادوال له نوښتونو برخمن شي. ځکه په نړیواله کچه لوړې زده کړې به ټول افغانان او په ځانګړي ډول ځوانان د دې جوګه وګرځوي چې ځان ، کورنۍ او هیواد ته د ښه چوپړ لامل شي.
 
انګېزه:
د اسلام مبارک دین ستر کتاب قرانکریم  پیل د “اقرا” په کلمې سره شوی دی ،نو د ښوونیزو مرکزونو رامنځته کولو لپاره دا یو خورا غوره دلیل دی. اسلام دین کې پر هر ښځینه او نارینه مسلمان باندې زده کړې فرض دي. د علق سورت د پیل پینځه ایاتونو کې بیا بیا د علم په ترلاسه کولو ټینګار سره دوه ځلي د “ولوله” یو ځل د “قلم”او دوه ځله “تدریس”یادونه شوی. د عبادت دوه سترې برخې هم د علم ترلاسه کول او علم نورو ته رسول دي. نو دا موږ خپله ځاني ، دیني او هیوادنۍ د نده ګڼو چې په هیواد کې د لومړي ځل لپاره په وړیا ډول دافغانستان پرانیستی پوهنتون د زده کړو د یوه ستر علمي او معیاري مرکز په توګه رامنځته کړو.
 
لیدلوری:
په نړیواله کچه د یو څیړنیز پوهنتون را منځته کول، چې له نړیوال معیار سره د برابرو زده کړو، هلوځلو، نوښتونو او نړیوالو اړیکو پربنسټ ولاړ ښوونیز مرکز وي.
 
موخې:
د وړیا زده کړو، روزنیزه او څیړنیزه هلوځلو، معاصرې ټیکنالوژۍ او نړیوالو اړیکو پرمټ یو داسی نسل روزل چې د دیني او ټولنیزو ارزښتونو ترڅنګ د اوسني عصر معاصرې ټیکنالوژۍ پرمټ په خپلواک ډول دټولنې شته ستونزو ته تلپاتې حل لارې رامنځته کړي، ترڅو د ټولنیز ژوند او اقتصادي پرمختګ ترڅنګ دټولنې اخلاقي مسؤلیت پیاوړی کړي.  په دې توګه د داسی زده کړیالانو روزل چې زده کړو ته د الله تعالی د عبادت په سترګه وګوري، ګټه ترې واخلي او نورو ته یې ورسوي.
 
مسؤلیتونه:

  • په نړیوال معیار برابر په وړیا ډول دلوړو زده کړو برابرولو سره دهیوادوالو ژوند کې د پرمختګ رامنځته کول.
  • د دیني او ټولنیزو  ارزښتونو په پام کې نیولو سره په نړیوال معیار برابرو زده کړو ، روزنیزو او څیړنیزو هلوځلو، معاصری ټیکنالوژۍ  او نړیوالو اړیکو پرمټ روزل شویو زده کړیالانو په واسطه د ټولنې ستونزو ته تلپاتی حل لارې رامنځته کول.
  •  دنړیوالو اړیکو پرمټ یو داسی سیسټم برابرول چې نړیوال او زمونږ زده کړیالان پکې خپلې څیړنیزي لاسته راوړنې، نوښتونه ، پوهه او تجربې د یو بل سره شریکې کړي.
 
تګلاره :
د افغانستان پرانیستی پوهنتون یو ملي او ولسي پوهنتون دی او ژمن دی چې د نړۍ دنامتو او نویو تجربو پربنسټ په مخامخ او پرلیکه وړیا زدکړې برابرې کړي، لومړیتوب هیواد کې دننه استادانو او زده کړیالانو ته ورکول کیږي. د اړتیا سره سم به بهرمیشتي استادان هم ونډه ولري چې د ژوندۍ پرلیکه او نویو پرمختللو ټیکنالوژيو او سایلو پرمټ به د زدکړیالانو ته د ښوونې چارې پرمخ وړي. د پوهنتون ټولې چارې به په داوطلبه ډول مخکې ځي او زده کړیالانو ته به وړیا زده کړې د مرستو له لارې برابریږي.
 
مخامخ او ژوندۍ پرلیکه(انلاین) بڼه زده کړې یعنې څه ؟
په پرمختللې نړۍ کې اوس د زده کړو دوه لاری دود دي، یو یې دودیزې زده کړې (ټولګي کې ښووندیال ته مخامخ کیناستل) چې خورا لرغونی دود دی او بل ډول ژوندۍ پرلیکه(بڼه) زده کړې له لیري څخه ورکول کیږي، چې د وخت او سرچینو سپما سره بهرمیشتو ښووندیالو ته د تدریس لارې هواوري.
ژوندۍ پرلیکه بڼه زده کړې (Hybrid blended Mode learning)مطلب:
 ۱.مخامخ (Face to Face)زده کړی.
۲.ژوندۍ پرلیکه (Interactive Online)زده کړی.
۳.مجازي(Virtual)زده کړی.
۴.د کمپیوټر او انټرنیټ پرمټ زده کړی.
 
دمخامخ او ژوندۍ پر لیکه بڼه زده کړو اهمیت:
د زده کړو چاپیریال کې یادې کړنلارې نن سبا تر ډېره دود دي، د ټکنالوژۍ په دې پېر کې اوس هم په پوهنتونونو، ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي، یادې کړنلارې ډیرې ګټې لري چې په لاندی ډول دي:
  • له ښوونیز چاپیریال څخه ور اخوا زده کړیالانو ته دا ورښیی چی څنګه او په څه ډول له نویو کړنلارو او نوښتونو په ګټې اخیستنې پوهه وپنځوي.
  • د مسؤولیت پیژندنې ترڅنګ دا ورښیي چې څنګه په ډله ییز ډول شریک کار وکړي.
  • زده کړیالانو ته اجازه ورکوي چې په ّښه ډول خپلې سکالو وړاندی کړي.
  • زده کړیالان اړ نه دي چې د لکچر یا لارښوونو په بهیر کی ځان سره ياداښت واخلي نو ستره ګټه یې داده چې ټوله پاملرنه یې ښوونیزی سکالو ته وي.
  • ژوندۍ پرلیکه ډول تدریس کې ښووندیال کولای شي چې د زړو تګلارو په پرلتی خپله ښوونیزه سکالو لنډه او په غوره توګه وړاندی کړي.
  • د یادو دوه تګلارو په عملي کیدو سره زده کړیال کولای شي چې له خپلځاني زدکړو او په ډله ییز ډول مخامخ زدکړو سره بلدتیا پیدا کړي.
  • د نوی ټکنالوژۍ پر بنسټ د مخامخ ډول زده کړو له لاری  ګډونوال کولاي شي غوره پایلی ولري.
  • د نوموړو تګلارو په وسیله د نړیوالو سرچینو څخه د معلوماتو په راټولو کې زده کړیال ښه تجربه ترلاسه کولای شي.
 
زموږ لومړیتوبونه:
زموږ د پالیسۍ له مخې زموږ چلند د هری قضیې پر وړاندی د پایښت وړ، د تلپاتی حل لاری پیدا کول او د یوې لویې مثبتې اغیزې منځته راوړل دي. موږ خپلو ونډه اخیستونکو، لاس نیونکو، اړوندو ټولو ادارو او کسانو ته ډاډ ورکوو چې موږ ستاسو د مرستو پرمټ د یو ریښتیني توپیر رامنځته کولو پوره وړتیا لرو. د افغانستان پرانیستي پوهنتون کې موږ د بی طرفه، اغیزمن، تلپاتی او شفاف ښونیز خدمت لپاره هڅه کوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې اړمنو او استعداد لرونکو زده کړیالانو ته د اسلامي احکامو په رڼا کې پرته له کوم جنسیتي،نژادي،سمتي، ژبني او مذهبي،توپیر د وړیا زده کړو موقع ورکول کیږي.
 
الف- ریښینولي: موږ له پیاوړي هوډ سره اراده لرو چې د دوه اړخیز درناوي په ساتلو سره د زده کړو په ډګر کې ریښتینی چوپړ ترسره کړو.
ب- حساب ورکول: موږ د خپلو چارو او کړنو په اړه ژمن یو چې اړوندو ادارو ته سپیناوی ورکړو.
ج- مسؤولیت منل: موږ ژمن یو چې د ټولنې ځانګړو او بدلیدونکو اړتیاو ته ځواب ویوونکی و اوسو.
د- ګټوری پایلی: موږ هڅه کوو چې د خپلو دغو نویو کړنلارو او تګلارو څخه په ګټی اخیستلو سره ښوونیز چاپیریال کی غوره پایلی ولرو.
ط-ګډکار:مونږ هڅه کوو چې ټولنه کې یو بل سره مرسته او ګډکار دود وګرځوو.
ه- نوښت: موږ هڅه کوو چې زده کړیالونو کې د نوښتونو داسی جوهر پیداکړو، چې د هری ستونزی د له منځه وړلو لپاره د شته فرصتونو او امکاناتو په ښه ډول ګټه واخلي.
ی- پایښت: موږ یوازی په تلپاتی حل لارو باندی باور لرو، چې د ستونزو له حل سره مو د تلپاتی ځان بسیاینې او خپلواکۍ لور ته بوځي.
ـــــــــــ
د ليکوال په اړه: 
دوکتور حامد الله افغان، د افغانستان پرانېستي پوهنتون بنسټ اېښوودنکی