څنګه یو ښه پریزینټیشن ترتیب او بیا یې وړاندې کړو؟

     تخنیکي ماهران، ساینس پوهان، اینجنران او پروګرام جوړوونکي زیات وخت په مکررډول په دې اړه فکر کوي چې څنګه د خپلو چارو په اړه یو ښه راپور چمتو او بیا یې وړاندې کړي. دوی زیاتره وخت د خپلو چارو په اړه ښه او غوره راپور نه شي پریزنټ کولای او بیا دا ددې لامل ګرځي چې خپل کاروبار ته ښه مارکېټ نه شي پېدا کولای او په دې هنر نه پوهیږي چې ښه پلور څنګه وکړي، څو یې د شرکت/کاروبار بودیجه لوړه شي.

     دلته موږ روښانه او واضحه لارې چارې درښیوو چې په عمل سره یې تاسو کولای شئ؛ څو پرې غوره پریزنټیشین ترتیب او بیا یې په ښه ډول وړاندې کړئ.

     لومړی: خپل تولیدات (لاسته راوړنې) په محدود ډول را واخلئ
     کچېرې ستاسو تولیدات په زیاتو سلایډونو کې ځای پر ځای شوي وو، نو را محدود یې کړئ او په لنډ ډول یې په کمو سلايډونو کې په ښه او منظم ډول ځای پر ځای کړئ؛ دا ځکه چې په پریزنټیشن کې د خپلې خوښې خبرې او جملې نه شئ ویلای. دا مه هېروئ چې ستاسو څاروونکی ممکن تاسو ته کم وخت درکړي، څو پکې خپل پریزنټیشن وړاندې کړئ.
     په هر صورت په سلایډونو کې هغه لاسته راوړنو ته لومړیتوب ورکړئ چې د ډېر ارزښت وړ وي، دا ستاسو دنده چې څنګه خپل پریزنټیشن ته ښه مواد چمتو کړئ. 

      دوهم: خپل اوریدونکي وپيژنئ
     په دې پوهاوی ترلاسه کول مهم دي چې تاسې له چا سره؛ څنګه او په کومه موضوع پریزنټیشن ورکوئ؟ د خپلو اوریدونکو د پوهې کچه، تجربې او مهارتونه یې، د زده کړې روش او کړه وړه یې تاسې تر اغېز لاندې راولي او پورته ځانګړتیاوو ته په کتو پریزنټیشن وړاندې کول مو په ښه ډول مخته بیايي. دغه راز له پریزنټیشن څخه وړاندې له ځانه دا پوښتنې مطرح کړئ. 

۱- آیا مخکې له دې اوریدونکې زما د راپور/پریزنټیشن په اړه مالومات لري؟ 
۲- آیا اوریدونکي مې زما په څېر ماهر دي او که په دې برخه کې نوي زده کړیالان دي؟
۳- آیا دوی په پېچلو جملو او کلمو پوهیدای شي؟
۴- دوی په کوم میتود ښه زده کړه کولای شي؟
۵- آیا دوی په دې میتود روږدي شوي دی چې یو لیکچرر دې ورته تدریس کوي او بیا دې په پای کې پوښتنې وکړي؟ آیا دوی د پریزنټیشن په پای کې خپلې پوښتنې/غوښتنې مطرح کولای شي؟
۶- آیا دوی د پاور پینټ له سلایډونو سره اشنايي لري؟
۷-  آیا د دوی پر تبصرې، پر بې ځایه نېوکو، د مخه په یو شي پوهېدل او د مجلس په آجنډا پوهاوی لري؟
۸- او آیا زما پریزنټیشن به زما پر چارو او فعالیتونو ښه اغېز ولري؟

پورته پوښتنو ته لومړی ښه ځوابونه پیدا کړئ او بیا د خپل پریزینټیشن د وړاندې کولو په فکر کې شئ.

     دریم: موخه مو په روښانه ډول وړاندې کړئ
     څه غواړئ چې بشپړ یې کړئ؟ ستاسو اوریدونکي له تاسې څه غواړي؟ او ستاسو د پریزنټیشن موخه څه ده؟ دغه راز لاندې چارې هم ترسره کړئ.
۱- خپلې آنګېرنې مو چلینج کړئ، څو په سم او ښه ډول یې وکړئ.
۲- که له کوم کاره عاجزه وئ، مسوولیت مو ومنئ او اعتراف وکړئ چې پر وس مې نه وو برابر؛ دغه راز د بخښنې د کلمې د کارولو هنر زده کړئ او د اړتیا پر وخت یې وکاروئ.
۳- که کوم وړاندیز او غوښتنه مو درلوده، نو په ډاډه زړه یې وړاندې کړئ.
۴- دغه راز د راتلونکي پلان په اړه هم خپله اراده وښایاست، چې راتلونکې کې څه غواړئ، څو ویې کړئ.

۵- او په دې ځان پوهه کړئ چې اوریدونکي څنګه زما پر موخې پوهیدای شي، زه څه غواړم او څه وایم؟

     څلورم: په پریزنټیشن کې غټ ټکي را واخلئ
     کچېرته ممکنه وه، خپل پریزنټیشن په ۳ برخو ووېشئ، دغه راز کولای شئ چې هره برخه په کوچنېو    څپرکو هم ووېشئ.
دلته ۳ سیکشنې عټ ټکي را اخلو، څو له تاسو سره د پریزنټیشن په ۳ برخو وېشنه کې مرسته وکړي.

۱- څنګه خپلې لاسته راوړنې ترتیب او څه ډول یې وړاندې کړم؟ څو څاروونکو ته قناعت ورکړم.
۲- ریسرچ (پلټنه) مې څنګه ترسره کړم؟
۳- او زه کومې ستونزې لرم؟ او حل لارې یې څه دی؟ 
     پينځم: او په پای کې سلایډونه جوړ کړئ
     له پورته لارښوونو وروسته اوس نو د پاور پینټ سلایډونو ته سر ورښکاره کړئ او خپل سلایډونه د پورته لارښوونو سره سم جوړ او ترتیب کړئ. سلایډونه داسې جوړ کړئ چې له انساني سلیقي سره برابر وي.