اوبلاره  که  اهو ګذر 

  مخکې تر دې چې ابکزار ته ولاړ شو په چک تم کېږو،  همدا د چک کلیمه  ده چې د  اوبو سر په تړاو ترې زیاتې کلیمې په لږ یا په ډېر بدلون ترې جوړې شوې دي لکه څاڅکي،  څاه،  څڅوبی،  ګڅ او نور چې د همدې کلیمې ماناګانې راټولې شوې دي اوسیمې ته  یې ښېرازي او سمسورتیا وربښلې  ده،  اوس نو همدا څک دی چې د ((څ)) د توري په تغیر چک ترې جوړ شوی دی چې په پښتو کې بیا څک څاڅکی شوی او د څاڅکي اسم جمع بیا څاڅکي ده.

په فزیکي بڼه د څک ولسوالۍ ده چې ډیرۍ برخې یې پرېمانه اوبه لري یا په بله ژبه څک په څاڅکي او څاڅکي په خوړنو بدل شوي دي او په پایله کې د لوګر سیند ترې جوړ شوی دی چې د چک د برېښنا د توليد له فابریکې پرته د اوبو د ښه مدیریت په برخه کې په عملي بڼه کومه هڅه شوې نه ده او اوس نو که اوبه ژوند دی،  شتمني ده خو فرهنګي ښکلا هم ده ځګه چې زموږ د سیمو نومونو سره هم د اوبو د نعمت کلیمه نغښتل شوې ده.
همداشان دلته نه تنها چک کلیمه د اوبو د څاڅکي په مانا شته ده بلکې له دې سره زیات شمېر نومونه لکه سیاب،  باغ بند،  کڅ غر او نور شته دي خو موږ دلته یوازې ابکزار تر څېړنې لاندې نیسو،  ابکزارد څک ولسوالۍ یو له مشهوروغرنیو سیمو ده چې میرکه، مانجرخېل، سره کلا، کرکت، چینو اونوریې مشهور کلي دي چې د عربانو درې،  جیلګې ولسوالۍ،  سباڅنک او کونجغتو سیمو ته څېرمه پرته سیمه ده.

 مخکې تر دې چې نوموړې کلیمه وڅېړو  هېواد په زیاتو برخو کې د تګاب،  اوبتک  او دې ته ورته نورې ډېرې سیمې پردې بڼه نومول شوې دي مانا یې یوه راځي هغه ښکته مځکې ته ویل کیږي چې هلته اوبه غونډې وي او شاوخوا واښه هم ولري نو څرنګه چې اوبتک او تکاب یو شان مانا لري د بڼې بدلون یې د ژبو له مخې دی.

اوس نو ابکزار او ګذراب هم دې ته ورته د اوبو لار مانا لري خو بلخوا د فزیکي مشاهداتو له مخې څنګلورې دره (جیلګه) چې ولسوالۍ یې هم له اغېزه دا نوم خپل کړی دی،  جیلګه د سیمې د خلکو په ژبه هغه سیند ته ویل کیږي ؛ د کال په ټولو موسمونو کې اوبه ولري،  د تجربې پر بنسټ مخکې تر دې چې په یو سیمه کې انساني تصرفات ونه موندل شي د طبیعي بڼې له مخې نومول کیږي نو په همدې اساس دا دوه څنګ په څنګ درې د اوبو د کچې له مخې ارزول شوې او نومول شوې دي،  هغه چې اوږده ده  او پوره اوبه یې د کال پر هر وخت کې لرلې دي  جیلګه  نومولې ده او هغه چې لنډه ده د کال په ځانګړیو وختونو کې یې  پرېمانه اوبه لرلې دي  ابکزار یا ګذراب نومول شوې دي.

حمزه پاڅه زلزلې په خیبر راوله
تل ويښ وي تندرونه له برېښنا سره
بلخوا په طبیعت کې د اوبو او هوا یو شمېر عنصرونه د خپل خوځښت له امله په ځانګړو شرایطو کې ځانګړی غږ رامنځ ته کوي د بېلګې په ډول باد چې کله په عادي ځمکه لګیږي یوشان غږ او که په ځنګل لرونکو سیمو کې خوځیږي بل ډول غږ خپلوي اوس نو اوبو بهېدل همدا ډول حالتونه لري که چېرته سیند ونه په لومړی مرحله (V)  کې وې یا په بله ژبه غرنیو درو کې وي غږ او سرعت یې زیات وي نو ځانګړی غږ ( ګړازار) کوي نو دا هم له امکانه لېرې نه برېښي چې دا د اوبو ګړزار وي  چې غږ لرونکی اوبلار مانا لري او دا څه په هغه اوبلارو کې رامنځ ته کيږي چې لنډمهاله بهیږي یا په بل عبارت سیلابي اوبه غږ لري  خو په هر حال بیا هم د سیلاب  څخه بل څه کېدای نشي. 

بل تعبیر دا هم کېدای شي چې دا اهو ګذر وي ځکه له نن پنځوس کاله مخکې په همدې سیمې په ګاونډ  کې د مشرانو له خولې د غرڅنیو پسونو مختلف ډولونه موجود وو او دې ته څېرمه ځای ځایګي نومونه د اوچه یا اهوچه او نراهو په اسمونو شته دي نو له همدې مخې ممکن برېښي  چې دا اهو ګذر یا غرڅنۍ مېنه وي.