سریزه
لکه څنګه چې انسانان د ژبو له ډيرو ډولونو نه په یوه ژبه ګړيږي، نو خپلو کلمو ته یې وزن او آهنګ هم ورکړی دی، کله چې څو کلمې او وزن آهنګ پيدا کړي نو ورسره جوخت یې د سندرو ویلو لاره چاره هم پیدا کړې ده، غاړې د پخوانو پښتنو یوه ځانګړې سندریزه لاره ده چې د تاریخ په اوږو کې یې په شفاهي ډول، جوړښت، پرمختګ او انتقال موندلی دی.
غاړې
غاړې د عامو سندرو په ډله کې هغه سندرې دي چې مشخص ویونکي یې څرګند نه دي. غاړې د کاکړیو غاړو په نامه هم شوې دي، دغه سندرې یا نظمونه د پښتني لویې قبیلې کاکړو د سیمې زېږنده دي. غاړې زیاتره مسریز یا یو بیت وي. د دویزې یا مثنوي بڼه لري، هره غاړه ځانته یو ځانګړی موسیقیت لري. غاړې په ترنم یا موسیقۍ کې رامنځته شوې دي. غاړې د مسرییز جوړښت له مخې دوه مسرییز دي او اته اته سېلابه لري. زیاتره غاړې د مضمون له مخې عشقي، مذهبي، ټولنیزې، حماسي او... خواوې لري، یوه ځانګړنه یې دا ده چې دغه منظوم فورم زیاتره مهال فی البدیهه رامنځته کېږي او د سوال جواب بڼه هم لري.
کاکړۍ غاړې د ولسي ادبیاتو یو زوړ ډول دی، که څه هم نامه یې په کاکړو پورې تړلی دی خو د ټولو پښتنو ګډ مال دی، او په جوړولو کې یې ټولو ونډه اخیستې ده.ځکه د وګړو شفاهي بدیعي ادبیاتو یوه ځانګړتیا دا ده چې ټولنیز وي.
غاړې د شین خالو نارې او کاکړیو په نامه هم ثبت دي. د شین خالو نارې په نامه خو لا یو روایت دی((شین خالۍ د ارغستان اوسېدونکې وه او لویه غله وه، چې خپله ډله یې درلوده، د ارغستان، کدني تو د کندهار د ښار لویې لارې به یې نیولې او کاروانونه به یې لوټول، نو په دې اړه ځینې غاړې شین خالۍ ته منسوبې دي. د کندهار خلکو به له همدې جوري د شین خالو یا شین خالۍ نارې ورته ویلې.
شین خالۍ په قد ګړدۍ
په پښو به څنګه وړي بېړۍ
نو دا شین خالۍ نارې نه بلکې کاکړۍ نارې دي.))
توره شپه ده توره خونه
شین خالۍ نه ده معلومه
غاړې د جوړښټ له مخې څلور ډولونه لري.
۱-آزادې غاړې
هغو غاړو ته ویل کېږي چې د قافیې له قیده آزادې وي.
لکه:
ولو کوې و ماته ګورې
کودې به دې باد یوسي
ولو کوم و تاته ګورم
خدای دې ګردې په باد یوسي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زه چې کښېنم ستا تر څنګ
اخلم له ګردې دنیا خوند
پر نازک مه کې خور
مه سې پړونې پر ما زوړ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۲-قافیه والې غاړې
دغه غاړې چې قافیه پکې مراعات شوې ده، د وزن له مخې په دوو برخو ویشلې ده یوه یې نیمه آزاده قافیه واله او بله یې په وزن برابره باله شي.
الف: نیمه آزادې غاړې هغو ته ویل کېږي چې قافیه پکې مراعت شوې وي خو د مسرو ترمنځ یې سېلابیز جوړښت ورته نه وي.
لکه:
خوب ظالم دی تر مرګي
بې ګرانه کم دی ځي راځي
لومړۍ مسره اووه څپې او دویمه مسره اته څپې ده.
ب: په څپيز جوړښت برابره غاړه: د مسرو تر منځ یې سېلابیز جوړښت برابر وي.
لکه:
-په ګنډم د زړه زخمونه
ستا د سر راکړه تارونه
-خپل به کړم په تا پردي
که دې باور دي په یاري
۳-ردیف والې غاړې
هغو غاړو ته ویل کېږي چې یوازې ردیف پکې پالل شوی وي.
لکه:
سر مې یښی ستا په غېږ کې
خدای دې لوی خیر راپيښ کړي
ازلي قلم مې خوار دی
سپینه زوند مې په زوال دی
۴-قافیه والې ردیف والې غاړې:
هغه غاړې دي چې قافیه او ردیف دواړه پکې پالل شوي وي.
لکه:
ستا پر غونډه زنه خال دی
ما دې سم نیولی حال دی
کډې ځي نری باران دی
په هلمند کې مې جانان دی.
غاړې د پښتنو د افکارو او عقایدو ښکارندوې دي، د دوی ذهنیت پکې پروت دی او د ژوندانه هر اړخ لکه: مینه، ټولنه، ارواپوهنه، دین، سیاست او ډيرو نورو ته پاملرنه پکې شوې. چې دلته یې څو اړخونه له بېلګو سره وړاندې شوي دي.
مینه ییزې غاړې:
په دې غاړو کې د پښتنو د مینې تاوده احساسات او عاطفې رانغاړل شوې دي. د پښتنو د دود او دستور تر چتر لاندې د مینې او دوستي اصول او قوانین په خورا خوږه او موزونه ژبه وړاندې کېږي، همدارنګه د پښتني ټبر خویونه لکه: وفا، رفاقت، وقار، پتمني، مېړانه او نور پکې بیان شوي.
ليار به نيسم د اوبو
که راله درخته د مالټو
له همزولو سلا وکه
په رنګ توره يم نازکه
سره يوه که زور او زړه
تر ميان راووځه د کاله
ستا و مور ته يم جيران
په ترږمۍ نيسي سويان
ستا خولګۍ و چای پياله
وبه يې کم د ستړيا ښه
سپين ټیکری دي باد کاوه
که تا په لاس وښوراوه
سور چار ګل دې کی په سونډه
اخلې پل لګوې پونده
سوړ سهار وخت د توبې
زما تر نازک لاندې اوږې
ستا ياري اصلي مارغه
نيسي بې ډېر قسمت خواره
شکه د خلکو له زړو باسي
نرۍ قران وکي بيا راسي
شين اسمان چې مهربان سي
پردی څوک به دې جانان سي
ښایستې کم اصله يې
کنې له ښو به شرمېدې
ښايستې خمارې سترګې
تر کور تر شوم د نېکمرغې
له پښتۍ مې زړه وهي
د نرۍ بد باڼوګان دي
لوی سهار دی نرۍ ژاړي
نړېدې به د غرو غاړې
ګران د بورې مېږې وری وای
زه يې د غاړې غړوندی وای
ګرانوم به يو سړی
په دنيا څوک سي رسيدی
ګلې ولاړې بازاري سوې
په لوی رب کې مې روزي سوې
وکلا ته ږغ راوکه
نوم د بل واخله نازکه
د نازکې نجلۍ يار يم
لکه ونه د سپېدار يم
دلته هم ځوانان اوسېږي
تنده ستا نه په ماتېږي
د ښايسته جانان بيلتون
نه ځي به شا لکه بيلتون
د کږدۍ تر مراندو راغلې
بيا د خړ له غپا ولاړې
ږيره وخريه صوفي
نجونه بريتونه خوښوي
سپينه ښه لري سيکه
څې کښېني کور لکه خيمه
سپینې مېږې په ورو، ورو ځي
ژړ ځوانان يې په څنګو ځي
ستا خولګۍ د باچا تخت
یو وار پر ګورم د ځان بخت
ستا محبت د اور له ذاته
روغ صورت نه سو راپاته
سپینه خوله نه خرڅوې
که سوداګر نه سته دورې
ستا د خولې پرهر ګزک دی
اوس د خلکو پر ما شک دی
درته وچه سوم په پښو
سپينه انکار وکړه ليا هو
زما به دونه بخت له څه وي
چې نازک به پر وياله وي
زما وستا ياري سهي ده
په رويبار کې خطايي ده
شرم مه کوه له موره
ټيکری تس که دلې ګوره
شپې دې درې کوې پېنځه
د پور خاونده به سې ته
ښايسته يې تور اوربله
زړونه کاږې له کوګله
ښوريدم به ستا پر غولې
که وزر وای پر ما پورې
ښایستې ودې ويستم
له خوړو وچ ودريدم
ښايستې نجلۍ راکښېنه
وچ لرګی سوم دروازې له
ما وګران ته نه پرېږدي
ادې دې هم وکي ياري
ما به کټ ته دروړه خوله
ګران زوال دې سه زما ښه
ټولنیزې:
په ټولنيزو غاړو کې د پښتنو ولس د ټولنیزو معیارونو بیان ته خاصه پاملرنه شوې ده، لکه په قول درېدل، ټينګ عزم لرل، همدردي، خوږه ژبه او پر خلکو یې اغیز چې ژبه هم یوه ټولنیزه پدیده ده، د دې تر څنګ د پښتنو د سیمو او مېنو طبیعي انځورونه په کې څرګندېږي.
موږ د بل ولات مارغان يو
نه کښېنو نه په چا ګران يو
قول مه راخواروه
که واوره ګز ودرېده
يار مې مري ورور مې ناجوړ کې
زما قدم د زړا جوړ کې
زړه دې نه دی پرراپرې
څنګه بې ما تروې شپې
مازديګر دی لمر له غرو ځي
تور پټکي له کروندو ځي
وړ يې نه ده ستا غوځي
د دووس بخت په هوا ځي
سره غرمه ده چای پخېږي
تر دودکښ کاڼې راولوېږي
ورور مېږوی دی ټينګ به اوسي
خور وړۍ ده باد بې يوسي
د خدای پار دی پښتنو
زړه کړم تورو ديوالو
ستا د سر سوال به کوم
که و لوی رب ته درېدم
ستا خوږه نازکه زبه
له رګو باسي زما تبه
که مې واک وای د خپل ځان
ما به راغوښتی وای جانان
که راپېښ سو ګران غيبي
وربه سم مخ له په غوځي
ګرانه زما وستا دراوۍ
پکې شنې سوې دي ماخۍ
ګران که ځي ما دې دسمال کړي
په لارۍ مې دې راټال کړي
ګران چارګل غاښ يې غمي
کهول يې ګرد په رضا ځي
نيم په لمر دی نيم په سيوري
د نرۍ زلفي ليا ښوري
لږ به زه سم لږ به ګران
لږ دې همت وکي نيکان
لويه سوم په شنو باغو کې
وريې کړم په تورو غرو کې
ليار مې نسته ستا و کورته
زما بې ديده دې خدای جوړ که
مازديګر دی ښايستې
په ديوال واچوه چمبې
ليا به مړ وي لونګين
ليا به خرې راوړي ماسپین
سږ د نوره نه لرو اسره
ادې زنځير که دروازه
موسم يو په بل بدلېږي
ګل درختې ماتېږي
نن پر پېښ سومه یکړ
ګرانو پر لاسو وکی روغبړ
ارواپوهنیزې غاړې:
په کاکړيو غاړو کې هم د ارواپوهنې د مسایلو څرکونه لګېږي. لکه د زړه خوړل، د صبر سختي، د کوچنیو انجونو د بې وخته لویولو تاوانونه، اندیښنې، د خپل عیب نه لیدل، خبرو او الفاظو ته پام کول او نور...
ورځ په ورځ مې زړه سولېږي
صبر کوم دی چې رالوېږي
لو کوي کشنۍ نجلۍ
په پشو بې څرخې سي ناړۍ
نه مې هو په خوله راځي
نه مې جواب په پيرزو سي
ما څې ستا اندېښنې يوسي
درختې ګل وکي بيا تو سي
ما په لاس راکښته کې
د غرو په سر وې اندېښنې
له يوې خوا مجلس کوه
زهيره مه راته کښېنه
د ځان بد د ولو ميان
څنګه بې وويني جانان
شرم نسته اوس مړو له
جلبۍ راوړي ماينو له
ليا د صبر تعویذ وکه
يا همېش راځه نازکه
زه او ته دلې خوشاله
کور له ځو ليونو چاله
ګرانه پټه خوله پرده ده
هی، بيباکه زمانه
نوک دې مه څرخه په ځمکه
زما دې زړه وخوړ هلکه
نه مې رزق يې نه روزي
صبر کوم ماله راځي ده
ما به زر شيندلي وای
که پخوا وخت بېرته راتلای
ماشوم ولې زړوې
مولا دې پاته که پايڅې
مذهبي غاړې:
اسلامې دین او مذهب د پښتنو په زړونو کې دی، نو ځکه یې د ژواندانه هر اړخ آن د غاړو لمنې له اسلامي او دیني اړخه ډکې دي، او دیني مسایلو لکه، دوزخ، کفن، لمونځ، زیارت، صوفیان، لحد مرګ او نور ته په کې په ښوونیز ډول اشاره کیږي.
ماته راکه سپينه خوله
دوزخ له نه وړي پښتانه
ما ويل ته به ما يوسې
ته ملنګ د زيارتو سوې
ملامت نه دي هلکان
تر دېوالوغورځي صوفيان
له زوندو مې لاس ختلي
ننګوم د لحد مړي
نن ژوندي سبا به مړه يو
ژړغاښونه به پراته يو
سرچینې:
۱-آزمون، لعل پاچا. پښتو فولکلوري ادبیات،دوییم چاپ:۱۳۹۷.یار خپرندویه ټولنه.
۲-بڼوال، محمد افضل. فولکلور شناسي، د سعید خپرندویه ټولنه:۱۳۹۶
۳-شهباز خېل سلطاني، رحمت الله. د افغانستان کلتور تاریخ.مستقبل خپرندویه ټولنه:۱۳۹۵.
۴-شېرزاد، پښتون آقا. ادبپوهنې بنسټونه، نویسا خپرندویه ټولنه:۱۳۹۸کابل.
وروستي