دوه ملګري او دوه نوي مسیرونه

په داسې حال کې چې له لسیزو راهسې پاکستان په سیمه کې د امریکا د ګټو لپاره کار کوي تر څو یې له اړخه په دوه مخیتوب سره خپل ژوند روان وساتې خو اوسمهال امریکا په غوڅ اکثریت سره د پاکستان پر دوه مخې سیاست اګاه شوې ده او هر پلان په پوره دقت او جدیت سره څاري.
 
مسکو ته د عمران خان  وروستی سفر او پر اوکراین د روسیې برید؛ تر ډېره پورې امریکا په خپل پخواني ملګري ( پاکستان) تر وروستي حده پورې بې باوره کړې ده. له شک په پرته امریکا د دې په لټه کې ده، چي په څه ډول د پاکستان پر روان سیاست او د شیطانت پر ژبې یي فولادي مېخونه ټکوهي . امریکا د خپلې پلېتې او ناوړه څېرې د پټولو او د جګړېز ماموریت له اړخه د خپلو موخو ترلاسه کېدو لپاره په نړۍ کې په میلیونونو انسانان قتل کړي، چې لا هم دا لړۍ دوام لري.
په تېرو دوو لسیزو کې پاکستان غرب په تېره بیا امریکا ته په پراخه کچه پر دروغو ولاړ سیاست مخته کړی و، تر څو د ځان خوندیتوب لپاره ترې ګټه پورته کړي او په کور دننه په بېلابېلو نومونو د ځینو ترهګرو ډولو جوړېدو باندې امریکا و وېروي، چې په دې لړ کې یې په افغانستان کې په جګړه کې بوخته وساتې.
 
په کور دننه یو شمېر بهرنیو لاسپوڅو د دوحیې له تړون نه وړاندې د جمهوریت د جنازې کټ په اوږو ګرځاوه او د دفن کولو لپاره به یې د هر بهرني هېواد دروازه ټکوله. پاکستان په افغانستان کې د جمهوریت د سقوط لپاره له کلونو راهیسې په نړیواله کچه لابېګري وکړه او د ناټو د چتر لاندې یي څه باندې دوه لسیزې ځواکونه په افغانستان د جګړېز ماموریت لپاره وساتل او د افغانستان د ویجاړۍ لپاره د پردیو ایډیالوژۍ ته یې په سړه سینه غاړه کېښوده. خو د نږدې دوه کلونو په تېرېدو سره له کله نه چې اسلامي امارت بیا ځلي پر افغانستان واک ټینګ کړی دی، د پاکستاني چارواکو روانې وضعیت ډېر خراب شوی دی.اوس نو په دې هېواد(افغانستان) باید د ترهګرو د شتون خبره ونه شي ځکه هر څه پایته ورسیدل او افغانستان نوی سهار پیل کړ. خو نه داسې نه شي کیدلی. دوی د افغانانو سکون او آرامتیا نه شي زغملی او په ښکاره یي د ځینو ډلو د شتون په اړه دلته اندېښنې ښيې.
 
اوسمهال دوه مخې او د ترهګرو ډلو جوړونکي او چلوونکي ګاونډي هېواد پاکستان په نړیواله کچه د ټي ټي پي په نوم یوه نوې پروژه پیل کړې ده.دا چې ټي ټي پي پروژه د پاکستان کورنۍ مسله ده،خو اوس غواړي چې له دې اړخه دا پر افغانستان وټپې.
 
دمګړۍ په سیمه کې یو شمېر هېوادونه د امریکا په لمسون چکش په لاس د افغانستان خاوره تراشي او د پلمو په پيدا کولو سره غواړي یو ډول وحشت  ته لاره پرانېزې خو دا یو ښکار او ترېخ حقیقت دی، چې غرب د پاکستان پر ملاتړ او مهربانۍ په افغانستان کې هغه وحشت وکړ، چې تاریخ پرې شرمیږي.
 
امریکا په سیمه ییزه کچه په افغانستان کې د چین،روسیې ،ایران او ورته نور شتون او اړیکې د ځان لپاره د خطر زنګ ګڼې.د ځمکې پر سره چې په هر ځای کې د امریکا خوښه شي هلته د ترهګرۍ په نوم پرژه پیل کوي.په داسې حال کې چې په نړیواله کچه امریکا تر ټولو زیات د ترهګرو ډولو جوړونکی او ملاتړ کوونکی هېواد دی، چې ښې بېلکې پر افغانستان او عراق باندې بې موجبه بریدونه وه.
 
اوسمهال اسلامي امارت په افغانستان کې واک ته رسیدلی او نږدې دوه کال پوره کیږي چې د امریکا په لمسون یي زیات شمېر هېوادونه رسمیت پیژندنې ته زړه نه شي کولی. خو د امریکا تر تاثیر وړاندې ایران،چین، روسیې او یو شمېر هېوادونو خپلې اړیکې د دوی سره پراخې کړي، چې دې اړیکو ته امریکا د اندېښنې په توګه ګوري.
 
غربي مشران د درزېدلو دېوالونو پر څنډو ناست او د ماتو عینکو د افغانستان روان وضعیت څاري او د هرې زلزلې په لړزېدو سره غبرګون ښيي.
 
په سیمه کې د نړیوال امنیت ساتلو په پلمه د امریکا په ګډون دمګړۍ زیات شمېر هېوادونه په افغانستان کې له ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش څخه اندېښنه څرګندوي په داسې حال کې چې یاده ډله د غرب پلو له لورې جوړه شوې ده او په نړیواله کچه يي د خپلو ګټو ساتلو لپاره کاروي. اوسمهال په افغانستان کې جګړه او افغان وژنه د څه لپاره، خو ښکاره خبره ده، چې د پاکستان په مهربانۍ یي امریکا او ځیني نور هېوادونه مخته وړي.
 
له شک پرته د باامنه افغانستان څخه د ګاونډیو په ګډون د سیمې هېوادونو وېره د خپلو کټو پر بنیاد ولاړه ده.د اسلامي امارت رسمیت پیژندنې مسله دومره امریکا پېچلې او ستونزمنه کړه، چې په کور دننه یي د حکومت او ولس ترمنځ باور ته زیان ورسوه. په دې هم باید سترګې پټې نه کړو،چې اسلامي امارت د نږدې دوه کلونو په موده کې په دې ونه توانېده، چې مېرمنو ته د کار او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي،که اسلامي امارت د نړۍ سره سیاسي جوړجاړی غواړي، له شک پرته باید په سړه سینه د افغان ولس مشروع غوښتنو ته اوږه ټېټه کړي او وي مني.
 
امریکا د پاکستان په مهربانۍ په سیمه ییزه کچه د هېوادونو په غوږونو کې د وېرې چکک ورغورځولی دی او د اسلامي امارت د رسیمت پیژندنې لپاره غږ نه شي پورته کولی.نړیوال د نا انډوله او غیري متوازن سیاست له مخې،په جبر او زور سره له شک پرته د افغانستان یو شمېر تش په نوم سیاستمداران په پیسو اخستې وو او د دوی لپاره یي د هېواد ټولې دروازې پرانېستې وي او د افغانستان د ماتېدو هڅه یي کوله، خو تایخ دا ثابته کړې ده، چې د افغانستان تر شا خرڅ شوي سیاستمداران نه بلکې یو عظیم ملت ولاړ دی، چې په هېڅ صورت سره ماتې نه مني.
 
پر اسلامي امارت د بېلابېلو ټاپو وهلو، د خلکو فکري توازن برابرښت، پر حکومت د ولس باور او له نړۍ سره د ښه تعامل لپاره باید سرپرست حکومت د ولس پر وړاندې خپله تکلاره بدله کړي تر څو یي نظام پاېښت ومومي. خدای مکړه که سرپرست حکومت له نړۍ سره د تعامل لاره بېله کړي،په دا صورت کې به ټوله د ملامتۍ کوته ورته ونیول شي.
 
په هېواد کې د شته اقتصادي او بشري ستونزو د حل لپاره اسلامي امارت ته په کار ده، چې د نړیوالې انزوا  او ګاونډیو ته د کلکې څپېړې ورکولو په موخه له نړۍ سره په روان سیاست کې نرمښت راولي او د افغانانو مشروع غوښتنو ته بشپړ درناوی وکړي.