تریخ حقیقت 

تېر تاریخ لا څه چې بحث پرې وکړو خو نیږدې تقریبا ۴۸ کاله کیږي چې زموږ سیاسي او تصمیم کننده مشرانو پدې تیر کړل چې زه په حقه یم  پلانی په ناحقه دی په همدې نوم او بیلابیلو بهانو یې تش د سیاسي قدرت د ترلاسه کیدو د پاره لستوڼي غښتي دي تر ټولو بد فرهنګ لا دا چې د مینې ، یووالي، زغم، حکمت، ګټې او توان د تحلیل او تجزیې  پرته یې احساساتي برخورد کړی دی  د مثبت رقابت، د علمي تعقلي منطق،استدلال او مستندو اسنادو پر ځای یې یو او بل ته د کرکې،  نفرت او غچ اخیستنې مټې ښودلي دي او د توپک خوله یې ورته  برابره کړیده ،تل یوې سیاسي ډلې د مقابلې سیاسي ډلې پر ضد د خارجیانو څخه مرسته غوښتيده، د نورو هیوادونو څخه یې نظامي، سیاسي پلانونه، مهارتونه،   تریننګونه او مالي ساپوټونه  ترلاسه کړيدي خو مقابله ډله او نظام یې په بشپړ مانا  له منځه وړی دی.

 همدا وجه ده چې موږ خپل نړیوال، سیمه ایز او ملي سیاسي ستیج له لاسه ورکړی دی ځکه خو هر وخت په خپلو پرېکړو کې خپلواک او مستخکم نشو اوسیدلی، نه هم بیا د وخت د روانو بحراني حلاتو د راټولو جوګه وو چې بلاخره یې  نتیجه د خپلې بشپړ خپلواکۍ سلب او مبارزه مو د ملت په بربادۍ تمامه شوي ده، جالبه یې لا دا چې تل د جنګ په ښکیلو غاړو کې ځوان قشر، عسکر او مامور په ډېره بې رحمۍ قرباني کیږي، خو همغه تصیمیم کننده او لاملین مشران په هر حالت کې بشپړ امتیازات اخلي او هر وخت پر موقف برقرار وي، تر د دمه هیچا ملت ته نه غوږ ونیو او نه یې ریښتیا ورته وویل چې ریښتیا څه دي، څه تیریږي او څه راروان دي، هر چاچې بیا پخپل وخت کې په ریښتیا ویلو خوله خلاصه کړیده هغه یې تبغید یا په ډیر فریب او ایمانخورۍ د خاورو لاندې کړيدي، هیچا هم تر اوسه خپله غلطي منلي ده، نه یې مني، نه هم څوک د یو او بل  د تیرو بدبختیو او غلطو پرېکړو څخه عبرت اخلي! بلکې بدبختنه چې همغه تیرې بدبخته تیروتنې بیا بیا تکراروي  ځکه خو دا وړۍ وطن نه شړۍ کیږي، تل په لوی لاس د افراط، تفریط، بعض، کرکې،  شخصي عقدو او شخصي علأېقو په اور کې ځانونه سوځوي بیایې پړا یا پر ګاونډیانو اچوی او یا یې هم  په خپله مقابله سیاسي ډله،  تل یوه ګناه په بله ګناه پټوي ، ددې پرځای چې یو بل ومني ،دیوبل پر وړاندې  انعطاف وکړي.

 برعکس ټول عمر یې د یو او بل په نفي کولو او سرکوب کولو تېر کړ خو یو بل یې لا تر اوسه هم نفي نکړو ، زه باوري یم چې پدې حقیقت باندې هر څوک پوهیږي امأ مضره موضوع دا ده چې اعتراف نکوي ګني د دغې لیکنې د متن اړوند د هرې جملې د استناد د پاره په ټولو مطبوعاتي ،نشراتي  چینلونو ، تاریخي کتابونو کې  مستند اسناد او مستندې پیښې د بېلګې،  تصدیق په حېث ثبت او  موجودې دي بنأ ترهغې پورې چې موږ هره پرېکړه د ټولنیزو وقعیتونو او ټولنیز عدالت پر بنیاد ونکړو ، وقعیت ونه منو تر هغې به همداسې ذلیل او بدبخته وو، ځکه خو نور عوام خلک ستړي شویدي  چې دا بد پرادی فرهنګ، بد حالت، بې عدالتۍ، دا دروغجنې سناریوګانې، تور سیاستونه  دا کاذبې لوبې به تر کومه دوام کوي ؟ ترڅو به د احمد، محمود په نوم یو بل ته ګوته په ماشه وو؟  ترڅو به د افغانانو لاسونه او ګریوانونه د یو بل په وینو سره وي؟  

ترڅوبه د پرادیو ګټو د حفظ او پاللو  د پاره خپل ملت وژنو او ښکلی د جنت پشان هېواد به  ړنګوو؟  ترڅو به ذلیل او مختاج وو؟ ترڅو به بې مشره او بې کشره وو؟  ترڅو به بې اهمیته او بې اعتباره وو؟ تر څو به د زغم، مینې،  یووالي او رحم څخه نفرت کوو برعکس کرکې، کساد،  د یو بل ملامتولو او وخشت ته به ترجیح ورکوو؟ ولې په ورځ مخشر ریښتیني عقیده نلرو او تکرارا  د مختلېفو سنګینو  جرأېمو مرتکبین  اوسو او بیاهم ځانونه په حقه بولو؟ ولې په خپلو ګریوانونو کې د  خپلو ګناهونو، نېمګړتیاؤ، غلطیو د لیدو په پار سرونه  نه ټیټوو صرف بل ته مجرم او ناحقه وایو؟  
اخر تر کومه!